خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د دیرې آدم خېل کتابتون

واحد فقیري

د دیري آدم خېل سیمه د اسلام آباد غرب پلو ته په ۸۵ مېلي کي پرته ده. دا ځای د توپکو او وسلو په باراز مشهور دی. کله چي څوک پدې بازار کي تېرېږي، د آهنګرانو د سوټکو ګوزارونه د موسيقي په څېر منظم اورېدل کېږي.

خو راج محمد غواړي چي دا ځای د دیره آدم خان په کتابتون هم مشهور سي. د راج محمد کتابتون د وسلو بازار ته څېرمه جوړ سوی دی، او هغه غواړي چي د کتاب سره يې مینه محلي خلګو او جهانیانو ته یو څرګند پیغام ولري. هغه وايي،«ما د وسلو په بازار کي کتابتون جوړ کړ،‌ څو دا وښيم چي کتاب تر توپک لوړ او عالي دی. زما دا کار د سولي پر لور یو ګام دی.»

راج محمد ۳۲ کلن دی، او په اردو ادبیاتو کي د پېښور له پوهنتونه ماسټري لري. پلار يې په همدې ځای کي د وسلو دوکان لاره، خو راج محمد د وسلو د بزنس سره شوق او علاقه نه لرله. نو لهذا هغه دلته دا کتابتون پرانیست، څو ځايي خلک کتابونو او تعلیم ته لاسرسی پیدا کړي.

د راج محمد کتابتون حتی د وسلو د باراز د دوکاندارانو توجه هم ور جلبه کړې ده. نور احمد ملک، چي د خپلو وسلو په دوکان کي ناست دی، د هند او پاکستان د اسلامي تاریخ سره علاقه لري. هغه وايي،«پدې وروستیو وختونو کي د دې کتابتون جوړېدل د محلي خلګو لپاره تر ټولو ښه انکشاف دی.»

یو وخت، دیره آدم خان د پاکستاني طالبانو تر کنټرول لاندي سیمه وه، خو په ۲۰۱۰ کي د پاکستان پوځ دا ځای پاک کړ. په دیره آدم خان کي څه باندي یو لک خلګ ژوند کوي، او ازاده سیمه بلل کېږي، او د پاکستان قانون چندان په کښې نه عملي کېږي.

په پاکستان کي ۵۸٪ بالغ خلګ باسواده دي. خو د کتاب د لوستلو رېټ ډېر کښته دی. هر ځای کتابتون نسته. او د کتاب پيدا کول ستونزمن کار دی.

د راج محمد کتابتون ۲۵۰۰ کتابونه لري چي تاریخ، سیاست، مذهب، او د اردو داستانونه په کښې شامل دي. تر ټولو جالب او محبوب کتاب (د پټهانز) دی. دا کتاب سر اولف کیرو په ۱۹۵۸ کي لیکی دی. خو د ټرمپ په اړه (فایر اینډ فیوري) هم ډیر شوقیان لري. نهه ماشتي کېږي چي راج محمد دا کتابتون خلاص کړی دی، او اوس ۲۴۰ غړي لري. هر غړی د کاله یو ډالر د غړیتوب لپاره ورکوي. په ګډونوالو کي دیرش تنه ښځي هم سته. هغوی د کتابتون د فیسبوک له لاري خپل د خوښي کتابونه انتخابوي.

یوه ځوانه غړې ۱۱ کلنه شفا راج ده. هغه په شپږم صنف کي ده. مطالعه چي ده. او په سیمه کي نورو مېرمنو ته د کتاب رسولو په برخه کي د خپل پلار سره مرسته کوي.

شفا راج وايي،«ما په خپل مکتب کي نورو انجونو ته د کتابتون په اړه معلومات ورکړل. د هغوی علاقه او ګډون حیرانونکی وو.»

راج محمد وايي،«زه دلته زېږېدلی یم. زه غواړم چي په جهان کي دیره آدم خیل ښه شهرت پيدا کړي – د کتاب شهرت نه د توپک شهرت.»

منبع: نیویارک ټایمز. تاریخ: جون ۱۸،‌۲۰۱۹