خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

موږ د حامد کرزي او امریکا تر منځ له ناکامو اړیکو څخه څه زده کولای سو؟دویمه برخه

دویمه او اخیري برخه

پاکستان:

پاکستان زموږ په منځ کي همېشه یو لوی مشکل وو او د امریکا په اړه د کرزي د شکمنتوب په اړه تر ټولو لوی عنصر، ځکه چي موږ ونه کولای سول چي د پاکستان په اړه یوه سمه او کار ورکونکي پالیسي جوړه کړو. په لومړیو کي پاکستان له دې څخه انکار کاوه چي د دوي په خاوره کي طالبان اوسیږي. په ۲۰۰۶ م کال کي افغانستان ته له پاکستان څخه د ترهګرو راتګ څو برابره زیات سو. د غربیانو مقررو اعلامیو به ویل چي د افغانستان حل یوازي سیاسي حل لري، خبره سمه وه خو دا یې له پامه ایستلې وه، چي په پاکستان کي له پټنځایونو سره به څه کیږي.

کرزی هیڅکله په دې پوه نه سو چي ولي امریکا پر پاکستان زیات فشار نه اچوي. زما او وروسته د نورو سفیرانو لپاره دا ګرانه وه، چي کرزي دا تشریح کړو چي، واشنګټن په دې کي ناتوانه دئ چي په پاکستان کي د ترهګرو د پټنځایونو او په افغانستان کي د امریکایې ځواکونو لپاره د پاکستان له لاري د اکمالاتي لاري اړتیاوي متوازوني کړې. وروسته کرزی په دې باور و، چي موږ د پاکستان سره د افغانستان د کمزوري ساتلو کي مرسته کوو او یا سترګي پر پټوو.

کرزي د پاکستاني جنرال علي محمد جان اورکزي، چي وروسته بیا د خیبر پښتونخوا والي وټاکل سو د هغې خبري له کبله ډېر په غوسه وو، چي ویلي وه، طالبان د بهرنیو یرغلګرو په مقابل کي اوس په ملي مقاومت بدلیږي. د پاکستان ددې نظر د سمدستي غندلو پر ځای هغه دوې ورځي چوپ پاته سوځکه چي زه په اسلام اباد کي زموږ له سفیر او راین کراکر سره په تماس کي وم او کرزی ته مي ویلي وه چي موږ پر دې کار کوو، چي پاکستان باید ددې مسلې د سمولو لپاره یوه اعلامیه اعلان کړي. کله چي موږ ددې کار لپاره د پاکستان په راضي کولو کي ناکامه سوو، ما د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته ټلیفون وکړ، هغه د پاکستان سفیر ته وویل او ما کرزی په خبر کړئ. بالاخبره کرزي دا احساس کړه چي اوس نو باید د خلکو د فشار له وجي په عامه خبري وکړي، خو سره له دې بیا هم زه په دې وتوانیدم چي دده د اعلامیې مسوده ووینم او هغه یو څه نرمه کړم.

کرزی به په هغه وخت کي ډېر غیر موثر و، چي کله به تر حملې لاندي و، په ځانګړې توګه چي کله به د امریکا د حمایت په اړه مطمئن نه وو. یو ځل د ۲۰۰۶ م کال په مې کي په کابل کي بلاو جوړه سوه او داسي معلومېده چي هر شي به ړنګ سي. په دې پېښه کي کرزي د حمایت په اړه ډاډه نه و او کله چي د امریکا په اړه شکمن سو نو په هغه وخت کي یې حالت بیخي خراب وو. ده نور ګرمول، د تصمیم نیولو څخه یې ډډه کول او د خپل ځان په مقابل کي یې د لویو توتیو تصور کاوه. د اوباما د ادارې په وخت کي واشنګټن دی په همدې حالت کي واچاوه او همداسي د خپلي دورې تر پایه پاته سو.

د اوباما اداره:

د اوباما اداره په داسي وخت کي کار پیل کړ چي د بد نظامي حالت سره مخامخ وه او دې ته ژمن وه چي د مخکنۍ ادارې څخه په توپیر به کارونه تر سره کوي. لومړۍ څو میاشتي یې د خورا ګنګسوالي ډکي وې.  د ملي امنیت نوي مشاور جنرال جېمز جونز پر دې کار کاوه، چي څنګه د مختلفو عناصرو تر منځ یوالي راولي چي د هیلري کلینټن، اوباما په خپله، مرستیال ولسمشر جوسیف بایډن، د دفاع وزیر رابرټ ګېټس او د دفاع وزارت پر شاوخوا راټول سوي دي. د ملي امنیت شورا د افغان ټیم نوي او زاړو غړو د ۲۰۰۹ م کال د جنورۍ تر ۱۲ پوري غونډه سره ونه کړه. دا د امریکا د پالیسي په اړه د یوه روښانه سیګنل له استولو پرته بل څه نه وو.

د نوي ادارې لپاره د افغان پالیسي لومړۍ کتنه په خورا چټکه توګه د سي ای اې د پخوانې افسر بروس رېډل له خوا د ځینو نورو سره په همکارۍ تر سره سول. په مني کي دویمي کتني یې میاشتي ونیولې، چي دواړو د افغانانو سره خورا لږ هماهنګي لرل. ایکنبیري په خپل لیک کېبل کي سم ویلي وه، چي کرزي د ښورښ ضد پالیسي سره موافق نه دئ، د هغه په اند دا پالیسي کېدای سي چي وسله والو مخالفینو ته د فاسد حکومت چي بهرني کافر ځواکونونه یې ساتي مشروعیت ورکړي. کرزي ویل چي ددې پر ځای باید پر پاکستان د کنټرول تاکید وسي او بېله دې د کلیو نیول به په دایمي توګه زموږ په واک کي پاته نه سي.

په افغانستان کي د بوش د ادارې هدفونه په تدریجي توګه ډېر سول. د اوباما د ادارې دا نظر سم و چي لږ مهم هدفونه په نظر کي نیول ضروري دي خو وروسته دوی د خپلي پالیسي په خلاف کارونه کول. لومړی یې ویل چي موږ د ملت جوړوني لپاره هیڅ پیسې نه ورکوو خو وروسته یې خورا ډېره بسپنه دداسي عملیاتو لپاره ورکړې. همدې تصمیم د افغانستان په حکومت کي موازي ادارې رامنځ ته کړې او په ځانګړې توګه په مهمو ولسوالیو کي. له بله پلوه افغانانو په دې هیڅ نه وه خبر چي څه روان دي. زما د ۲۰۱۰ م کال په سفرونو کي عمومي نظر د کابل په اړه خورا بد وو، دوی به ویل چي (کابل موږ ته هیڅ ارزښت نه لري). دا یو بې معنی خبره وه، ځکه چي کابل کولای سوای چي د ایتلاف ځواکونو په خوښه محلي چارواکي برطرفه کړي او همدا کار یې کړی هم دئ.

په ۲۰۱۰ م کال کي نظامې څپې له اعلان سره د امریکا ملکي کار کوونکي او پیسې بیخي په عوج کي وه خو ستراتیژیک هدفونو د سپیني ماڼۍ د هغې اعلامیې په علانولو سره له خاورو سره خاوري سول چي تر پرمختګ وروسته باید له افغانستان څخه د پوځونو را وتل پیل سي. په  ۲۰۱۰ م کال کي هلمند او کندهار ته تر سفر کولو وروسته ما جنرال سټینلي مکریسټل ته وویل چي هر یو تر ۲۰۱۱ م کال پوري د ډېرو پرمخګتونو خبري کوي خو هیڅوګ ددې په مفهوم نه پوهیږي که دا پرمختګونه تر لاسه او یا نه سي نو په هغه صورت کي به څه کیږي. داچي موږ په خپله د پرمختګونو په مفهوم نه پوهیږو نو هغه به افغانانو ته څنګه واضع کړلای سو؟

کرزی د اوباما د ادارې د پالیسو سره موافق نه او نا رضایتي به یې ورځ په  ورځ زیاتېدل او د ځان په اړه به پر امریکا شکونه زیاتېدل. د کرزي شکونه د سناتور جو بایډن په نا اعلان سوي سفر لا د مخکي ډېر سوی وه. بایډن چي په افغان حکومت کي د فساد سخت منتقد و د کرزي او د افغان کابینې سره د ماښام پر ډوډۍ مېلمه وو، چي کرزی بېله کوم قانع کوونکي دلیل څخه انکار کاوه. دا مېلمستیا د بایډن د دستپاک په ایښولو سره پای ته ورسېده خو ځیني بیا وایې چي دستمال یې وغورځاوه او ډوډۍ یې پرېښول. د بایډن انتقاد پر حقیقت بینا وو خو دا چي پر افغان ولسمشر د هغه د کابینې په مخکي انتقاد وکړې یو توهینونکي کار وو. دا افغاني کلتور له مخي دا خورا بد کار و، ځکه هیڅ دوست به پر خپل ملګري حمله ونه کړي تر څو چي هغه سم دښمنۍ ته اماده نه وي.  دې حملې او نه د هغه عناصرو د کرزي او نورو افغانانو په منځ ډېر شکونه راوپارول.

د دښمنۍ نښي د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په لومړي سفکر کي معلومي وي. کرزي د هولبروک سره تر ملاقات وروسته د یوناما مشر کای ایډي ته ویلي وه چي دی غواړي (ما او تاسو دواړه له مخي لیري کړي).  د واشنګټن لپاره افغان پخواني سفیر سید جواد وویل چي هولبروک د یوه ګډوډي تر شا پرېښوده.  یوازي کرزی پدې نظر نه وو بلکي د ۲۰۰۹ م کال تر ولسمشریزو انتخاباتو وړاندي د هولبروک د فعالیتونو په اړه ډېر نور افغانان په دې نظر وه، چي ده د کرزي په مقابل کي په ښکاره دښمنۍ لاس پوري کړی وو.  د مخالفو کاندیدانو سره دده او د امریکا د سفیر ایکنبیري ښکاره ملاقاتونو ښکاره سیګنال ور کاوه، چي د امریکا متحده ایالات د افغان ولسمشر مخالف دي.

هولبروک به ویل چي دی یوازي د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوي خو دا ښکاره ده چي دی له هغه لومړي سر څخه د کرزي مخالف وو. دا چي د ده تاکتیکونه به د کرزي د واکه د لیري کولو لپاره وه او که یا یوازي کرزی د امریکایانو غوښتنو ته د غاړي ایښودلو لپاره وه لا تر اوسه نا معلوم پاته دي.  د امریکا دفاع وزیر ګېټس د هولبروک مخالفه تګلاره (زموږ ناکامه کودتا ګڼي) خو دا یې نه ده روښانه کړې، چي دا د واشنګټن پالیسي وه که د هولبروک تصمیم. ډېر افغانان په دې باور دي چي امریکایانو کرزي ته په پټه توګه د ۲۰۰۴ م کال  د انتخاباتو لپاره پیسې ورکړي وې. دا خبره به صحي وي یا غلطه خو په افغاني چارو کي د خارجیانو د وږدې مداخلې له کبله اوس افغانان د هري خبري او عمل تر شا د بهرنیانو لاس بولي. کای ایډي وایې چي څو افغانانو ده ته وویل چي هولبروک ورته ویلي دي چي دوی باید د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړي. زیاتو دغو افغانانو به بیرته د خپل صداقت د ثابتولو په خاطر همدا خبري کرزي ته کولې چي دې شي به دده پر ضد د توطیې د اور لمبې نوري هم قوي کولې.

د ۲۰۰۹ م کال انتخابات د دواړو خوا په یوه ارماني جنګ بدل سوه.  نړیوالي ټولني د پراخو درغلیو په اړه ډارونکي عکس العمل وښودئ، خو کرزی بیا په دې نظر و، چي امریکایانو غوښتل دی له واکه لیري کړي. د ده په ګټه درغلیو کوم چي ده تر اوسه نه دي منلي د بهرنیانو د لاس وهنو ضد عمل وو. د امریکایانو پر دې باندي ټینګار کاوه چي دویم ځل انتخابات دي تر سره سي ځکه چي کرزي د افغانستان د اساسي قانونو مطابق ۵۰٪ رایې نه وې ګټلي خو همدا شی کرزي دده د کمزوري کېدو او غیر مشروع هڅي بللې. د کرزي دا نظر چي ده په لوی اکثریت رایې ګټلي دي حقیقت لري، ځګه که چیري د انتخاباتو نړیوالو کار کوونکي ملیونه رایې هم باطلي اعلان کړي وای بیا هم کرزي د ۴۰ کاندیدانو څخه ۱۷٪ رایې ګټلي وي.

د دویم ځل انتخاباتو د تر سره کولو موضوع هم د کلتوري لیروالي یو ښه مثال وو. د غربیانو لپاره د اصولو منل، هغه چي اساسي قانون یې انصاف او د ښه سلوک اساس ټاکلی وي مهم دي، خو ډېرو افغانانو هیڅ داسي کومه تجربه نه لرل. ددې درې لسیزو د جنګ په جریان کي افغانانو هیڅ قضایې سیسټم نه درلود. زورواکو به یا قانون تطبیق کاوه او یا به یې له پامه غورځاوه. د افغانانو سره په غونډو کي به همېشه زه له دې پوښتني سره مخامخ کېدم چي موږ ولي پر دویم ځل انتخاباتو تر سره کولو ټینګار کوو. افغانان پدې باور وه چي دویم ځل انتخابات تر سره کول ګران او خطرناک دي او بېله هغه یې هم ګرزی ګټي. ما به دوی ته دا تشریح کول چي دا قانون دئ. د دوی جواب به دا و چي دا هر څه به هیڅ شي هم تغیر نه کړي. زموږ په لرلید کي خورا لوی تفاوت و. داسي هیڅ لاره نه وه چي غربي حکومتونه دي دداسي یو کار حمایت وکړي، چي هغه دي د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندي کوي خو داسي هم بله هیڅ لاره نه وه چي کرزی دی پدې باور وکړي چي زموږ ټوله کارونه د قانون د تطبیق لپاره تر سره کیږي.

کرزي داسي کمان کاوه چي د بهرنیانو فشار دده د واک د کمولو، غیر مشروع کولو لپاره وه تر څو دی خپلو خلکو ته یو لاسپوڅی ښکاره سي. هولبروک د رایو تر شمارلو مخکي د دویم ځل انتخاباتو د تر سره کولو خبري را پورته کول د کرزي شکونه ډېر کړل. یوه لوړ پوړي نړیوال چارواکي راته وویل چي کرزی په ۲۰۱۱ م کال کي بیخي په غوسه وو. ده ویل چي د امریکا متحده ایالاتونه به زما د لیري کولو د هیڅي له امله هیڅکله ونه بخښم. رنګین دادفر سپنتا چي د کرزي نږدې ملګری او د ملي امنیت د مشاور او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې وظیفه تر سره کړې وه، د کلونو په اوږدو کي په ځلونو راته وویل چي که چیري کرزی دا پېښه په منطقې لحاظ هیره هم کړي خو د هغه احساساتو اوم زخم به روغ نه سي.  یوه امریکایې چارواکي چي کرزي یې په کلونو څارلی دئ راته وویل چي په ۲۰۱۱ م کال کي د کرزي او امریکایانو تر منځ باور بیخي له منځه تللی وو. کای ایډه هم په همدې نظر وو. د دواړو خواو له خوا د ډېرو معلومو شیانو پر سر غلط فهمۍ او اختلافونه موجود وه خو د ۲۰۰۹م کال انتخابات یو دایمي فکتور پاته سو. کرزي د هر شي په اړه شک کاوه او د هغه په اړه به همېشه د شوم تفسیر په لټه کي وو.

لکه مخکي چي مي وویل د بوش ادارې ډېر داسي تصمیمونه ونیول چي افغان ملي حاکمیت یې نقص کاوه او جنجالونه یې رامنځ ته کړل. په هغه وخت کي هم کرزی پر ډېرو شیانو شکي و خو بیا هم د شک دا درجه دونه لوړه نه وه لکه د اوباما په اداره کي چي لوړه سوه. ددې تفاوتونو اصلي ریښې په هغو اقداماتو کي نغښتي وې چي د یو بایللې جنګ د ګټلو لپاره یې کول. خو شخصي اختلافاتو هر څه خراب کړل. د اوباما اداره چي کله منځ ته راغله پدې باوري وه چي د بوش او کرزي تر منځ منظم ویډیو یې کنفرانسونه یوه غلطي وه. کېدای سي چي په دې کار کي به یو څه مشکلات وه، خو نوې اداره د معلوماتو د دې طرز تبدیلولو سره سخته مخالفه وه.  د جان ووډ په ۲۰۰۸ م کال کي یوازي ۷ یا ۸ داسي کنفرانسونه په یاد دي خو نوي ادارې پر هفته وار ویډیویې کنفرانسونو باور نه درلود. د بایډن غونډي او د هولبروک رویې او هغه پرېکړه چي له اوباما سره دي تماسونه محدود سي د کرزي هغه باور لا قوي کړ چي نوې اداره دده مخالفه ده.

لوړ ځان ښودنه او د افغانانو له نظره توهینونکي رویې دوام درلود. د مالیې وزیر محمد عمر زاخیلوال په ۲۰۰۹ م کال کي د نوي ادارې له خوا واشنګټن ته د کرزي د سفر په اړه وایې:

یوازي اوباما خبري کولې خو موادبانه نه و. ده کرزي ته لیکچړ ورکړ. دا ډېر بد کار وو. د ۲۰۱۰ م کال د سفر پر مهال دواړو خواو یو د بل خورا درناوی وکړ خو اوس اوبه له ورخه تیري وې.

افغانستان ته د اوباما د ۲۰۱۲ م کال کي د ستراټیژیکي همکارۍ د قرارداد د لاسلیکولو د سفر په جریان کي دده او کرزي شخصي مجلس ډېر سوړ و او د افغانانو له نظره غیر موادب و. افغانان مېلمستیا ته په خورا درنه سترګه ګوري. یو ځای ډوډۍ سره خوړل د مېلمه او کوربه ګډه وظیفه جوړیږي. قهرجن ډاکټر سپنتا تر سفر څه وخت وروسته راته وویل چي ده حتی په ارګ کي د اوبو د څښلو څخه لا انکار وکړ. نورو هم ددې کیسې تاید راته وکړ.

په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ م کلونو کي واشنګټن ته د کرزي په سفرونو کي د اړیکو د جوړولو ځیني هڅي وسوې خو متاسفانه د درناوي ددې هڅو لپاره خورا ناوخته و او له بله پلوه د اعتماد وړ هم نه وې. د ۲۰۱۴ م کال د مې پر ۲۷ نېټه د کرزي په دوره کي افغانستان ته د اوباما اخیري سفر خو بیا بیخي توهینونکی وو. کله چي د اوباما طیاره د کابل په خطرناکه باد کي د امریکا په لویې اډې بګرام کښېنستل، کرزی یې و بګرام ته ور وغوښت. بګرام ته د کرزي ور غوښتل او ورتګ د افغانانو لپاره دی د امریکا لاسپوڅی ثابتاوه، خو دا چي کرزي هلته د ورتګ څخه ډډه وکړه نو ډېرو افغانانو دده له دې اقدام څخه ملاتړ وکړ. د ولسمشریزو انتخاباتو ته کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چي بګرام ته د کرزي نه ورتګ د افغانانو لپاره درناوي وو.

د ۲۰۰۹ م کال وروسته ډېر داسي عناصر وه چي د کرزي او اوباما تر منځ یې شخصي اړیکي خرابي کړې. د امریکا له خوا به مختلط پیغامونه ورکول کېدل چي روښانتیا به یې نه لرل او سیګنلونه به همېشه تغیرېدل. له بله پلوه کرزي په دوامداره توګه دداسي چاپلوسانو له خوا احاطه کېده، چي د خپل ځان د پرمختګ لپاره به یې ځان د امریکا د لویو دسیسو پېژندونکي جوړاوه. حتی هغه ډېر افغانان چي د کرزي سره پر ډېرو شیانو موافق وه، خو د امریکا سره د احساساتي چلن او عام مهظر ته د هر څه را ایستلو کي له ده سره موافق نه وه. په زیاتېدونکي توګه د کرزي ترخې ویناوي او اتهامات چي زیاترو یې حقیقت نه درلود امریکایې چارواکي په خوسه کړي وه او داسي یو حالت ته رسیدلي وه، چي یوه یې هم د اړیکو د بیارغېدو سره دلچسپي نه لرل.  د کرزي یو له لویو نا انصافیو څخه دا و چي په ۲۰۱۴ م کال کي یې د طالبانو د حملو په جواب کي وویل چي ددې حملو تر شا د امریکا لاس دئ. ده زیاته کړه:

 شاید دوی به زما دا ښکاره خبري نه خوښوي، شاید دوی به فکر کوي چي د یو خوار هیواد ولسمشر لکه افغانستان ډېر خپلواک دئ او څنګه دداسي خبرو کولو جرات کوي. که د دوی دا نظر وي نو دوی غلط دي…موږ اوس هم یو ملت یو…موږ هم د نړۍ د نورو ټولنو په شان منافع لرو.

              ددې زخمي او قهرجن احساساتو سره سره بیا هم کرزي هیڅکله د اړیکو د پرېکولو کوښښ ونه کړ.

بیا هم ملکي تلفات:

 لکه څرنګه چي مخکي وویل سوه، د ملکي افغانانو تلفات د بوش په اداره کي یوه مقرره موضوع وه. په ۲۰۰۸ م کال کي په ملکي تلفاتو کي زیاتوالی راغئ، چي د مسولیت لی پیټۍ یې د طالبانو پر اوږو و خو د ملګرو ملتونو راپور وایې چي نږدې ۴۰٪ د ملکي خلکو تلفات د ایتلافي ځواکونو له خوا تر سره کېدل. کرزی په ۲۰۰۸ م کال کي د واده د مراسیمو د یوې خورا دردونکي وژني څخه ليدنه وکړه. کرزی وویل چي د پيښي په اړه د امریکایانو راپور سم نه ووه. وروسته د بهرنیو چارو وزیري کونډالیزا رایس کرزي ته ټلیفون وکړ او ورته وې ویل که تاسو پر امریکا باندي له انتقاد څخه لاس وانخلئ نو دا کار به زموږ پر دوه اړخیزو اړیکو منفي تاثر وکړي. تر ۷ کاله وروسته بیا هم دی دې ته نو نه و تیار چي ددې پیښي په اړه په شخصي مجالسو کي بحث وکړي. کرزي نوره خپله غوسه نه پټول خو همدې کار امریکایان هم په قهر کول. کرزي خپله هیڅ غوسه له کای ایډې څخه نه پټول، هغه ته یې ویلي وه (چي امریکایان زموږ سره د حشراتو په شان ګذاره کوي). جنرال مک کرسټال په دې باور و چي د کرزي ټوله تشویشونه پر ځای وه او په غطایې توګه د ملکي خلکو د تلفاتو په مخ نیوي کي یې خورا زیات کوښښ کاوه. ده د هوایې ځواک د کارولو لپاره یو سخت طرزالعمل جوړ کړ، چي د همدې محدودیت له کبله به د خپلو سرتیرو تر انتقاد لاندي راتلئ.

              دا ملکي تلفات وه، چي کرزی یې لیونی کړ او دی پدې باور وه، چي همدا کار به موږ له ناکامۍ سره مخامخ کړي. ده جنرال مک کرسټال ته وویل چي تاسو په دې کار سره خورا لویه کرکه را پاروئ، چي کېدای سي همدا شی زموږ د جنګ بایللو علت سي. مک کرسټال د کرزي په راضي کولو کي خورا زیات پرمختګ وکړ او هغه ته یې وښول چي دئ پر دې کار کوي چي وضعیت کنټرول کړي. خو د مک کرسټال په تګ او د جنرال پټروس په راتګ سره اړیکي بیرته خرابي سوې او کرزي خو هغه ته بیخي د یو تهدید په سترګه کتل. د ۲۰۱۱ م کال په فبروري کي د امریکا د ځانګړو ځواکونو تر حملې وروسته پټروس وویل چي افغانانو په خپله خپل کوچنیان سوځلي دي. دا چي پټروس به څه ویلي وي خو د افغانانو لپاره دده خبري چټي، تکان ورکونکي او توهیونونکي وې.

کله چي کرزی د امریکا د تاکتیکونو مخالف سو نو د کابل بانک رسوایې نوره هم پسي خرابه سوه. کرزی پدې باور و چي امریکایانو دا مشکل له ده څخه دده د کمرزوي کولو لپاره پټ ساتل سوی وو. دی د خپلو سیاسي ملګرو پر ضد عمل کي تر خورا سخت فشار لاندي وو. یوه لوړ پوړي نړیوال چارواکي راته وویل چي، زه پدې باور یم چي د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه د کرزي ناراضایتي ټګي نه ده، خو ده له دې شي څخه ددې لپاره هم استفاده کوله چي د خلکو پام د ملي حاکمیت تقویت ته راجلب کړي. کېدای سي دا دواړي خبري سمي وي. کرزی د سیاست د ډګر د استاد په توګه ددې هنر درلود چي کله به تر حملې لاندي راتلئ نو موضوع به یې تبدېلول. د ملکي تلفاتو په اړه د کرزي رښتوني غوسه بیخي پخه سوې وه.

د شپي حملې او بندیان:

              د ایتلافي ځواکونو قوماندان پدې باور وه چي د ځانګړو ځواکونو له خوا د شپې عملیات د دوی په قومانده کي تر ټولو ښه وسله ده او له همدې لاري په تاکتیکي سطحه ښورښ اخلالوي. خو په لومړي سر کي داسي حملې به حتی د ایتلافي ځواکونو له ځایې قوماندانو سره هم نه هماهنګ کېدلې، چي اکثره وخت به یې منفي سیاسي تاثیرات پېښول. ډېر افغانان پدې باور وه، چي د بهرنیانو له خوا د ښځو خونو ته ورننوتل وحشي کار دئ او د کورنیو د غړو و مخ ته یې د نارینه وو لاسونه او سترګي ور تړل زیات تحقیرونکی دئ. په تدریجي توګه ددې ډول عملیاتو مسولیت افغان ځانګړو ځواکونو ته وسپارل سو خو کرزی د دوی دو تر منځ د فرق منلو ته تیار نه و او همېشه به یې ویل چي زما قوماندانان د امریکایانو لاسپوڅي دي. بالاخره په تدریجي توګه تر زیاتو عامو شخړو وروسته کرزي دا جنګ وګاټه او دا ډول حملو ته یې د پای ټکی کښېښاوه خو دده ځای ناستي ډاکټر اشرف غني بیرته دداسي حملو د تر سره کولو اجازه ورکړه.

              کرزی پدې هم په غوسه و چي ایتلافي ځواکونه باید په افغان کلیو کي د جنګ پر ځای په پاکستان کي د ښورښیانو پټنځایونه له منځه یو سي او دلته په دې کار سره ملکي خلک د حکومت پر ضد راپورته کیږي. د ایساف قوماندانان دا لیدلي وه چي په ښکاره توګه د تلفاتو په اړه دده غوسه غیر متوازنه وه او ده د طالبانو د جنایاتو په اړه خورا لږ انتقاد کاوه. دا ښکاره کشمشک د دواړو له خوا څخه ورځ په ورځ زیاتېده.

یو بل تر ټولو د اختلاف ټکی د افغان بندیانو ساتل وو. د ۲۰۰۵ م کال څخه شروع د امریکا متحده ایالاتونو افغان حکومت ته د یو زیات شمېر بندیانو د ورسپارلو لپاره مذاکرات وکړل. امریکایانو پر دې ټینګار کاوه، افغان حکومت باید ددې ضمانت ورکړي، چي ټوله هغه بندیان باید وساتل سي چي تر خوشې کېدو وروسته بیرته د جنګ ډګر ته د تللو شک پر کیږي. خو افغاني قوانینو دداسي یوه کار اجازه نه ورکول. بندیان یوازي هغه وخت په بند کي ساتل کېدای سي، چي یو کس په جرم متهم سي او بیا یې په بند کي د ساتلو لپاره څارنوال دقیق اسناد ولري خو یوازي پر د محرمو او حساسو استخباراتي معلوماتو پر اساس یو کس په بند کي نه سي ساتل کېدای. د کمونیسټ حکومت او ټوپکسالارانو د تیرو ترخو تجربو له کبله افغان سیاستمدارانو ددې مشکل د حل لپاره د نوي قانون له جوړولو سره حساسیت درلود.

اکثره وختونه به داسي معلومېدل چي دا موضوع حل سوې ده. د ستراتیژیک تړون د مذاکراتو لپاره د بندیانو پر مسلې باندی توافق رامنځ ته سو. خو څه وخت وروسته بیا دا مسله په یوه سیاسي جنګ واوښته چي طرفینو به یو بل د تړون پر نه عملي کولو ملامتول. ایتلافي ځواکونو ته د خطر په د دوی بېره ښکاره وه. کرزي هیڅکله دا نه منل چي د دعوې دواړه خواوي دي پر حق وي. دلته ملي حاکمیت د نظامي ضرورت پر ضد و، خو دده ښکاره انتقادونو دې مسلې ته د حل پیدا کولو کي مرسته نه کول. دا شی هم د ناراضایتو د هغه اوږد لیست برخه سو.

مغشوشتیا په حقیقت بدلېدل:

              د شخصي مشکلاتو او خاصو موضوعاتو ، افغان د ملي حاکمیت د نه مراعات کېدلو ور اخوا افغانان د امریکا د پالیسو د هدف په اړه خورا مغشوش وه. د ۲۰۰۹ م کال څخه نیولې چي حتی کرزي خپل ځان تر حملې لاندي لیده او سره له دې چي د اوباما ادارې هغه له پامه غورځولی او غیر مشروع کړی وو خو بیا به هم هغه په مقرره توګه د امریکا د هدفونو په اړه پوښتني کولي چي تر پایه یې سم جواب تر لاسه نه کړ او بالاخره یې خپل نظریات تطبیف کول. په ۲۰۱۰ م کال کي زه پدې وپوهېدم چي کرزي مخکي لا داسي تیورۍ جوړي کړي دي چي کېدای سي په حقیقت بدلي سي. ده راته وویل (زه فکر کوم چي تاسو غواړئ چي افغانستان او پاکستان ناکام دولتونه و اوسي او یا هم حایل دولتونه چي تاسو بیا د تروریزم په بهانه د چین د غوړېدا مخه ونیسئ). خو په ۲۰۱۱ م کال کي حالت تر دې هم خراب وو. ده د مارچ پر ۱۴ وویل چي زه د امریکا په اوږد مهاله هدف هیڅ نه پوهیږم او په افغانستان کي د دوی هدف څه شي دئ. کرزي په دې خاطر غوسه او مشکوک وو چي د افغانستان په اړه د امریکا پلان له ده څخه پټ ساتل سوی دئ. ده ویل چي زما مشکل  ستاسو له اوسمهاله کارونو سره نه بلکي د اوږدمهاله هدفونو سره دئ.

              زموږ پالیسي د ترهګرۍ ضد څخه د ښورښ ضد ته واوښتل او د ۲۰۱۱ م کال د وتلو پلان مو و ۲۰۱۴ ته واوښت او همدې شی دی په دې باور کړی وو چي امریکا ددې شیانو تر شا پټ هدفونه لري. د فساد پر ضد هڅي ده پر خپل سیاسي کړۍ حملې بللې چي دده د کمزوري کېدو سبب کېدې. همدا شی ما په ۲۰۰۷ م کال کي له نورو افغانانو څخه هم لږ لږ اورېده. دوی به ویل چي امریکا د ۲۰۰۱ م کال جنګ په څو هفتو کي وګاټه نو بیا اوس دا ښورښ ولي نه سي کابو کولای چي البته په همدې بهانه په افغانستان کي د خپلو سرتیرو پاته کېدل غواړي. خو تر دې ټولو ور اخوا کرزي ما ته د خبرو په پای کي اطمینان راکړ چي دی غواړي له امریکا سره ښه روابط ولري:

              زما وظیفه دا ده چي افغانستان یوه ښه اینده ولري، زه غواړم چي افغانستان له امریکا سره ښه روابط ولري خو زه هیڅ نه پوهیږم چي تاسو څه غواړئ. افغانان کېدای سي هر څه وزغمي که چیري پدې پوه سي چي دوی پر کمه خوا روان دي. خو زه اوس افغانانو ته نه سم ویلای چي موږ پر کمه خوا روان یو…ولي تاسو همېشه ما صرف نظر کوئ. 

              په همدې ماښام ما د مخکنیو وزیرانو همدا شان نظرونه واورېل چي هغوی اوس د کرزي سخت سیاسي مخالفین وه. ډاکټر عبدالله، د کلیو او پراختیا وزیر احسان ضیا، د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او نورو ټولو راته وویل چي دوی د امریکا په پالیسي نه پوهیږي او دوی زموږ د هدفونو په اړه روښانتیا غوښتل. کله چي زه د ۲۰۱۱ م کال په نومبر کي راغلم نو په ستراټیژیکه سطحه حالت تر پخوا نه وو ښه سوی. خو په شخصي توګه د سفیر کراکر او جنرال جان الن سره د کرزي شخصي اړیکي د دوی تر مخکنیو اسلافو ډېري ښې وې خو کرزی زموږ د ستراتیژیکو هدفونو په اړه تر ته میاشتي مخکي زیات مغشوش وو.

له طالبانو سره خبري:

              د ۲۰۱۱ م کال په وروستیو کي امریکا د طالبانو سره د مستقیمو خبرو په لټه کي وه، چي هدف یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابرول وو. کرزي ته یوه نږدې چارواکي راته وویل چي کرزي په دې باور دئ چي امریکایان له دې کبله له طالبانو سره جلا خبري کوي چي د خپل ځان لپاره د وتلو زمینه برابره کړي. کرزی به وروسته لوړ پوړي امریکایې چارواکو ته ویل چي دی د بندیانو له تبادلې سره موافق دئ خو د پخلایني خبري باید یوازي دده له خوا رهبري سي. کرزي غوښتل چي دده تر مشرتوب لاندي د طالبانو سره سوله راسي. دده ځیني سختي بیانیې او د هغو بندیانو ایله کوله چي امریکا هغوی ته د خورا زیات خطر په سترګه کتل شاید دده له همېشني مغشوشوالي له کبله وو، چي امریکا دلته په څه اخته ده.

مارک ګراسمن چي د هولبروک تر مرګ وروسته د هغه ځای ناستی سو په دوامداره توګه دا کوښښ کاوه، چي کرزي ته وښي چي امریکا شفافه ده. د هغه تر ټاکل کېدو وروسته ګراسمن لندن ته د کرزي د لېدو لپاره یو خاص سفر وکړ. ده بالاخره د کرزي تر انتقاد وروسته په دوحه کي له طالبانو سره ملاقات هم لغوه کړ. د طالبانو هغه ټینګار چي د افغان حکومت او د هغه د سولي د عالي شورا پر ځای له امریکایانو سره خبري کول د کرزي مغشوشتیا نوره هم زیاته کړه او دی په دې باور و چي بالاخره به دی د هر څه څخه محروم سي او طالبان به د افغان مشروع حکومت ځای ونیسي. کله چي امریکایانو د ترهګرۍ پر ضد پالیسي د ښورښ پر ضد بدله کړه هم همدا شان انتقاد وکړ. ده بیره لرله چي د (ښورښ لغات) لغات استعمالول به طالبانو ته داسي پیغام ورکړي چي طالبان یو مشروع کورنی اپوزیسیون دئ او دا شی به د کابل حکومت غیر مشروع کړي. دا مغشوشتیا د ۲۰۱۳ م کال په جون کي د قطر په دوحه کي د طالبانو د دفتر تر پرانیستلو د پلان مخکي لا خپل عوج ته رسیدلي وه.

              کرزي له ولسمشر اوباما څخه وغوښتل چي دی باید ورته په لیکلي ډول دا ضمانت ورکړي چي د دوحې دفتر به یوازي د سولي د خبرو لپاره یو ادرس وي نه سفارت چي بیرغ به ولري. ددې دفتر تر پرانیستلو یوه هفته مخکي ما ته کرزي وویل چي زه ددې بیره لرم چي تاسو به طالبان د افغانستان د اسلامي امارت په توګه وپېژنۍؤ، چي د کرزي په نظر نور نو دوی یو مشروع ښورښ دئ، چي دا کار به امریکا په اشغالګر ځواک بدل کړي او د کابل حکومت د دوی لاسپوڅی. که چیري دا کار وسي نو دی به د دوه اړخیز امنیتي قرارد لپاره مذاکرات وځنډوي. خو کله چي طالبانو له موافقې څخه سرغړونه وکړه، پر خپل دفتر یې بیرغ وځړاوه او خپل دفتر یې د اسلامي امارت دفتر ونوماوه، کرزي سخت په غوسه وو. ده د امنیتي قرارداد خبري وځنډولې او د امریکا د دې اعا منلو ته تیار نه وو چي امریکایانو دي دا کار په ناپامي کي کړي وي یا دي دا د طالبانو خپل کار وو، بلکي پدې نظر و چي دا کار د هغوی د ملاتړ او ښه نیت لپاره سوی دئ. ده دا نه منل چي امریکا دي پدې کي پاته راغلې وي چي د قطر حکومت دي د اوباما د ضمانت اجرا په سمه توګه نه وي تر سره کړی.

د اړیکو ساتل:

د اختلافاتو، مغشوشتیا او غوسې سره سره کرزي د ستراتیژیکي همکارۍ د قرارداد لپاره کار وکړ. دی خورا سخت او مذاکرات هم خورا ګران وه. د ۲۰۱۳ م کال په نومبر کي یې پر همدې قرارداد د بحث لپاره لویه جرګه راوغوښتل.   ناټو ددې کار په اړه خورا تشویش درلود; ځینو داسي ګمان کاوه چي دا کار به مذاکرات بیخي په ټپه ودروي او ځینو بیا ویل چي کرزی به د شپې د عملیاتو په اړه خپل دریځ نور هم سخت کړي چي موافقې ته رسېدل به بیخي ناممکن کړي.

              که څه هم کرزي په شخصي توګه لوړ پوړو امریکایې چارواکو ته ویلي وه چي فکر مه کوئ، زه به هر څه سمبال کړم او جرګه به ددې قرارداد ملاتړ وکړي. کرزي پر خپله وعده ودرېدئ. په غرب کي ځینو ګمان کوه چي پر افغان کلیو د شپې د عملیاتو پر ضد دده سخت مخالفت او توندي ویناوي د ستراتیژیکي همکارۍ موافقې ته ګواښ وو. په کابل کي چي زه ددې صحنې شاهد وم هیڅ افغان او نه هم زما ملګري افغانان د کرزي د وینا و دې اړخ ته متوجه سوي وه. ده جرګې ته وویل چي یوازي پر دو سوالونو فکر وکړي: د ستراتیژیکو همکاریو د قرارداد پر مفهوم او د طالبانو سره د سولي پر خبرو. د جرګې غړو دا صحنې ونه لیدې او د کرزي چي څه ځني غوښتي وه هغه یې تصویب کړل او کرزي هغه څه وکړل چي امریکایې چارواکو ته یې ویلي وه، چي دی به هر څه کنټرول کړي. د ستراتیژیکو همکاریو قرارداد په موافقانه توګه امضا کېدل موږ ته تر هغه څه زیات ویل چي کرزي به په ښکاره توګه ویل او دې ددې ښکارندویې کول چي کرزي غوښتل له امریکا سره سترتیژیک روابط ولري.

بې اعتمادي:

              د دواړو خواو له خوا د اعتماد نشتون د روابطو په خرابولو کي هره ورځ کار کاوه. څونه چي کرزي ځان په خطر او څنډي ته احساساوه، هغونه یې د خپلو سیاسي ملګرو سره خپلي اړیکي ټینګولي چي زیات دغه کسان ډېر فاسد او د بدي حکومتدارۍ تر ټولو لوی عامل وه، چي همدې کار د طالبانو حمایت زیاتاوه. خو بېله اعتماده، دا خورا ګران کار وه، چي سړی دي کرزی پدې راضي کړي، چي خپل ملاتړ کوونکي له دندو لیري کړي.

              د کرزي په یاد وه، چي د بوش د ادارې په وخت کي امریکا نه یوازي دا چي ټوپکسالاران یې تقویه کړل بلکي کرزي ته یې هم د همدې کار کولو سپارښتنه وکړه.  امریکایانو یوازي د افغانانو پر فساد تمرکز کاوه، نه پر امریکایې فساد، چي اصلا افغان فساد هم د امریکا د مرستو په تطبیق کي نغښتي وو، چي اصلي مفسدین امریکایې چارواکي او قراردادیان وه، او کرزي په دې دوه مخيتوب سره خورا حیران و او په دې نظر و، چي د امریکا د انتقاد تر شا سیاسي غرضونه نغښتي دي. د فساد د کشفولو لپاره د کمیټې جوړولو د امریکا لپاره ۱۱ کاله وخت ونیوئ، چي د امریکا د اردو په قراردادونو او د محلي افغان قراردادیانو له خوا طالبانو ته د پیسو ورکړه کشف کړي او دا هغه شی وو، چي کرزي یې په اړه د کلونو راهیسي شکي وو.

              کرزي د عامو افغانانو هغه نظر څرګنداوه، چي د هغو ماڼیو چي د قاچاقبرانو او قراردادیانو له خوا جوړي سوي دي تر منځ فرق نسته ځکه چي دواړه د فساد نتیجه ده. کرزي د امریکا هغه هڅي چي غوښتل یې په انفرادي توګه ځیني فاسد چارواکي لیري کړي تر شا یې سیاسي هدفونه لیدل او دا کار دده د کمزوري کېدلو لپاره کېده، چي ده خپله ما ته په ۲۰۱۱ م کال کي وویل. د فساد پر ضد د امریکا هڅي پر خپل ځای سمي وې خو د دوی کړنلاري ددې مشکل لپاره حل پیدا کول نور هم مشکل کاوه. په دې اړه د کرزي کړنلاره هم غیر موثره وه. دده تر سیوري لاندي فساد ښورښ نور هم قوي کاوه او د امریکایې چارواکو له انتقاد او غوسې سره به یې مخامخ کاوه. د ۲۰۱۳ م کال په مې کي سپنتا راته وویل سره له دې چي ټوله خلک د ستراتیژیک قرارداد په لاسلیکولو سره خوشحاله او د کورنیو قیمتونه ور سره لوړ سول خو کرزی لا هم هغسي په غوسه کي وو چي دده د دورې تر پایه یې په موقف کي د تغیر راتلو امکان نه لېده کېده. د کرزي نظر نور هم سخت سو په ځانګړې توګه د ۲۰۱۳ م کال په جنوري کي د واشنګټن تر سفر وروسته. په څنګزنو ملاقاتونو کي د ملي امنیت د شورا او د سپیني ماڼۍ مامورینو افغان پلاوي ته وویل، چي تر ۲۰۱۴ م کال وروسته موږ طالبانو ته د امریکا د دښمن په سترګه نه ګورو، حتی که طالبان پر کابل هم حمله وکړي خو امریکایان به یوازي په هغه صورت کي مداخله وکړي، چي د امریکا سفارت او ایتلافي ځواکونه په خطر کي وي. په دې پلاوي کي حاضر و څو افغانانو ماته وویل چي موږ ددې خبري اورېدو بیخي حیران کړو. کېدای سي ددې خبرو اصلي هدف د سپیني ماڼۍ د هغه موقف تشریح کول وو، چي تر ۲۰۱۴ م کال وروسته به جګړه کول یوازي د افغانانو پر غاړه وي خو کرزی او د هغه پلاوی، چي ما کله دوې میاشتي وروسته خبري ور سره وکړې لا ډېر حیران وه. تر دې ۲۲ میاشتي وروسته سپینه ماڼۍ پر دې راضي سوه، چي هغه ځواکونه چي په لوی خطر کي وي تر ۲۰۱۴ م کال وروسته هوایې ځواک استعمالولای سي.

              د ۲۰۱۳ م کال په مارچ کي ما ته کرزي وویل چي زه بالاخره د امریکا په پالیسي وپوهیدم چي په لوی لاس په افغانستان کي د جنګ جاري او کمزوري ساتلو له کبله په افغانستان کي د اډو لرلو بهانه ولري. باخبره امریکایانو ته دا شی معلوم وو چي د اوباما په اداره په افغانستان کي د اډو خورا لږ غوښتونکی وه، خو دې حقیقت دا نظر نه سو بدلولای. التبه دا نظر افغانانو ته منطقي ښکارېده. که جنګ همداسي جریان ولري او امریکا هم همداسي وکړي لکه څنګه چي سپیني ماڼۍ ده ته ویلي وه، چي تر ۲۰۱۴ م کال وروسته د طالبانو سره جنګ نه کوي، نو د امریکا د همدې بې منطقه دلیل لپاره دا تر ټولو ښه تشریح وه. دا چي سپیني ماڼۍ مازي غوښتل چي خپل د نظامي عملیاتو پای او د زیاتو سرتیرو را ایستلو ته مشروعیت ورکړي نو له همدې کبله زموږ کارونو او د کرزي پوهاوي سر نه سره خوړئ. داچي د افغانستان د جنګ په رسمي توګه ختمول د امریکا د داخلي سیاست مسله وه د کرزي لپاره یې ځکه هیڅ معنی نه ورکول چي په خپل هیواد کي یې یو رښتونی دوامداره جنګ جریان درلود.  دا څنګه امکان لري، چي امریکا دي په ۲۰۱۴ م کال کي د دښمن په توګه جګړه کوي خو په ۲۰۱۵ م کال کي دي اعلان وکړي، چي نور مو دښمنان دي. نو کېدای سي امریکا تر دې هم ژور هدف ولري چي په افغانستان کي جنګ جاري ساتي او دی کمزوری کوي. بالاخره تر کلونو شک او ګمان وروسته دی پدې باوري سوی وو چي اوس یې نو زموږ اصلي پالیسي پېژندلي ده.

              کرزي د ۲۰۱۳ م کال په مارچ کي د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د سفر پر مهال وویل، پدې ویلو سره چي طالبان افغان ملکیان امریکایانو ته د خدمت په توګه وژني ډېر په غوسه کړل، دی پدې نظر وو، چي د جنګ دوام د امریکایانو په ګټه دئ. د سپیني مانۍ هغه ورانونکې غونډه کېدای سي ۱۱ میاشتي وروسته د کرزي د هغه بیانیې تر شا وه، چي ویل یې: په افغانستان کي ځانمرګي او پر افغان ښوونځیو حملې د امریکا لپاره نوره ترهګري نه ده.

              کرزي ما او نورو ته په روښانه ‌ډول وویل، چي زه تیار یم چي تاسو ته نظامي اډې درکړم خو په دي شرط چي تاسو د افغان ملي حاکمیت درناوی وکړئ او د هغوی پیسې راکړئ. دا غلط فهمي هغه وخت نوره هم ژوره سوه، چي کله امریکا د ستراتیژیک تړون پر امضا ټینکار کاوه. داسمه وه، چي ناټو یوه نوي امنیتي قرارداد ته ضرورت درلود تر څو تر ۲۰۱۴ م کال وروسته د ناټو حضور ته قانوني لاره اواره کړي، ځکه چي د ناټو سره امنیتي تړون د محدود وخت لپاره وو، خو همدا شی بیا د متحده ایالاتونو په اړه سم نه وو.

کرزی په دې پوهیدئ، چي زموږ د سرتیرو قانوني حضور په هغه دوه مخیز ډيپلوماټیک یادښت کي نغښتی و، چي په ۲۰۰۲ م کال کي لاسلیک سوی وو. دغه ساده سند زموږ سرتیرو ته مکمل قانوني مصونیت ورکړی وو، چي د ختم نېټه یې نه لرل خو دواړو خواو کولای سول، چي ددې قرارداد څخه د وتلو لپاره مقابل طرف په لیکلي ډول خبر کړي. د سپیني ماڼۍ هغه مقررو بیانیو که نوي قرارداد رامنځ ته نه سي نو موږ به د ۲۰۱۴ م کال د ډيسمبر تر ۳۱ وروسته ووځو حقیقت نه درلود. ددې لپاره ډېر دلایل موجود وه، چي دواړو خواو نوی او ښه قرارداد غوښت مګر قانوني ضرورت یو هم له دوي څخه نه وو.

د ۲۰۱۳م کال د جون پر ۱۰ کرزي خپل نظر ما ت داسي تشریح کړ: که چیري افغانستان ت د یوه تړون له لاري امنیت او پیسي په لاس ورځي نو دی ورسره کوم مخالفت نه لري. ده ما ته د یوه دوه منزله کور مثال راکړ; کورنۍ (افغانستان) به په لومړي منزل کي ژوند کوي او په ډېره خوشحالي سره به دویم منزل و کرایه دار (امریکا) ته په کرایه ورکړي خو البته دروازې به مو سره بیلې وي. افغانستان له دې سره موافق نه دئ، چي لومړی پوړ دي د تجاربو لابراتوار وي، په داخلي مسایلو کي دي مداخله کوي او ورته وایې دي چي ستاسو د اشپزۍ ډېر بوی ځي. دا ډېره په زړه پوري تشریح وه، خو دی پدې کي غلط وو، چي موږ څونه غوښل چي دویم منزل دي کرایه کړو. د (ستراتیژیک تړون) پر ژر امضا ټینګار کرزي په دي باوري کړ، چي دی په مذاکراتو کي قوي موقف لري. کېدای سي چي دي په دې هم باوری سوی وي، چي موږ به د ۲۰۱۴ م کال په انتخاباتو کي مداخله وکړو او د ستراتیژیک تړون نه امضا کول یې د فشار د یوې الې په توګه موږ په انتخاباتو کي د مداخلې د نه کولو لپاره استعمالوئ. کله چي ما دی، تر انتخاباتو سمدستي وروسته د ۲۰۱۴ م کال په مارچ کي ولیدئ، نو ده په انتخاباتو کي زموږ د مداخلي بیلګي هر ځای لیدې. ده فکر کاوه، چي هغه راپورونه چي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول یوازي د درغلیو له لاري دویم ځل انتخاباتو ته تللای سي، چي دا زموږ د مداخلو ښکاره ثبوت وو. ما ورته وویل چي دا خبرونه د ډاکټر عبدالله د ټیم له خوا خپرې سوي دي خو ما دده نظر نه سو بدلولای. په همدې وخت کي موږ تقریبا یو د بل د هنداري تصویرونه وو. متحده ایالاتونه په دې باور وه، چي کرزي به په انتخاباتو کي مداخله وکړي او د درغلیو له لاري به انتخابات کنټرول کړي، خو کرزي قسم وخوړ چي دی به پدې کار کي مداخله نه کوي خو پدې بیا باوري وو، چي موږ به ارو مرو مداخله کوو.

ستراتیژیک ټړون د مذاکراتو لپاره د امریکا میتود کرزی پدې باوري کړی و، چي امریکا دې تړون ته خورا ډېر ارزښت ورکوي. امریکا اعلان وکړ، چي ستراتیژیک تړون باید په اکتوبر کي تکمیل سي. کله چي دا تاریخ تیر سو نو دوی بل تاریخ وټاکه بیا یې بل خو وروسته یې اعلان وکړ، چي تړون باید د راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو وروسته امضا سي. یوه لوړي پوړي امریکایې چارواکي کابل ته سفر وکړ تر څو کرزي د قرارداد لاسلیکولو ته وهڅوي. هر امریکایې او ډېرو افغانانو کرزي ته دا تشریح کړل، چي سپینه ماڼۍ غواړي له افغانستان څخه ووځي، خو کرزي به په یوه ور خلاصول، چي تاسو د امریکا د چنې وهلو په تخنیک خطا وتلي یاست. د کرزي تفسیر د هغه په کلتور کي نغښتی وو، داسي چي کله د وتلو اخطارونه ورکوي نو دا د چنو وهلو یوه برخه ده، چي حقیقت یې برعکس دئ. نتیجه یې د دواړو خواو له لپاره خورا بده وه. په دې موده کي د کرزي هغه تصمیم، چي هغه بندیان ایله کړي، چي امریکا یي خطرناکه بولي شاید ددې هڅه وه، تر سو پر امریکا فشار راوړي، چي طالبان مذاکراتو ته راولي او یا یې کېدای سوای نور لاملونه لرل مګر له دې مسایلو سره تړلي د دواړو خواوو توندو بیانیو خورا یو بد حالت رامنځ ته کړی وو.

د سراتیژیک تړون پر سر مذاکراتو، چي کوم جنجال رامنځ ته کړی وو د کرزي د دورې تر پایه یې دوام وکړ. د همدي شي لپاره کرزي یوه بله لویه جرګه راوغوښتل او د کرزي ددې کار په اړه ډېر شکونه موجود وه. دا چي کرزي به څه پلان درلود خو جرګي په لوی اکثریت سره ددې  تړون ملاتړ وکړ. د ولسمشریزو مخکښ کاندیدانو اعلان وکړ، چي که چیري بریالي سي نو دا تړون به لاسلیک کړي. کرزی هیڅکله د ستراتیژیک تړون مخالفت ونه کړ خو لاسلیک یې هم نه کړ. دا چي نه یې غوښل هغه افغان ولسمشر سي چي په خپل هیواد کي د بهرنیانو اوږده حضور ته اجازه ورکړي او یا یې تر شا بل علت وو تر اوسه نه ده معلومه. دا چي هر څه وه، وو به، خو دی پدې باوري وو، چي موږ نه وځو نو هر څونه چي سختېدای شې سخت شه.

د راتلونکي لپاره درسونه:

حامد کرزی نور پخوانی ولسمشر دئ، اغیزناک خو نور نو د افغانانو تصمیم نیونکی نه دئ. زموږ په روابطو کي ځیني مشکلات د کرزي په مغشوشتیا، کرکټر او په دې نه پوهېدل چي څنګه دده کارونه د واشنټکټن پر تفکر اغیزه کوي، کي نغښتي وه. دده  مشکوکتیا د امریکایانو د دسیسو په اړه ورځ تر بلي زیاتېدله خو په افغان حکومت کي د مشکلاتو په اړه به يې حوصله کوله، چي خپله افغانان به ځني اغېزمن کېدله. د کرزي ددې ناکامۍ اصلي سبب د امریکا په غیر روښانه او ژر تغیرېدونکو پالیسیو، د پالیسیو او کارونو تر منځ په دوامداره توګه د ارتباط پرېکېدل او په دې نه پوهېدل، چي څنګه افغانان د امریکایې چارواکو بیانیې ارزوي، کي نغښتي وو. د سړو اړیکو ډېر دلایل شخصي وه; کله چي کرزی نور هم په دې باوري سو، چي امریکا دده مخالفه ده نو عادتونه یې غیر باوري سول او مشکوکتیا یې نوره په زړه پوري سوه. خو ډېر مشکلات تشکیلاتي وه، چي د راتلونکي لپاره درسونه پکي نغښتي دي:

  • د موازي تشکیلاتو پر سر شخړه: افغان حکومت ددې هیله لرله، چي پر ټولو هغو شیانو کنټرول ولري، چي بهرنیان یې کوي او ولسمشر غني هم په همدې نظر دئ. دا شی د دوی په هیواد کي په لویه پیمانه خپور سوی دئ، خو له بله پلوه بسپنه ورکوونکي مشروع تشویشونه لري، چي هغه څه چي د دوی په پیسو تر سره کیږي باید دوی پرې نظارت ولري. دا کشمکشونه به تر ډېره جاري وي تر څو ورته جدي توجه ونه سي او په اړه یې جوړ جاړی ونه سي.
  • د پالیسي روښانتیا: افغانان ددې لیواله دي، چي پوه سي، چي امریکا یې په هیواد کي څه کوي. کله چي د امریکا پالیسي په دومامداره توګه تغیر کوي او یا د یوې مودې لپاره پټه وي په هغه صورت کي نو بیا د دسیسو تیوريو جوړولو ته لاره برابروي.
  • په یوه اواز خبري کول: د امریکا د لوړ پوړو چارواکو مختلفي لیدني مختلط پیغامونه لیږدوي. که چیري لوړپوړي امریکایې چارواکي په دوامداره توګه افغانستان ته سفرونه کوي نو ددې خورا لږ ضرورت لیدل کیږي چي مشکل مسایل د سفیر او د ځواکونو د عمومي قوماندان سره حل کړي. ددې نتیجه دا کیږي چي همدا مشکل د بل لوړ پوړي چارواکي تر سفر پوري پاته کیږي.
  • افغانستان لا تر اوسه داسي یو هیواد دئ، چي د قدرت څو مختلف مرکزونه پکي موجود دي. غني او عبدالله باید د (هغي ډېري سختي پروسې چي د دولت کنټرول پراخول دي، داسي پراخ کړي، چي داسي یو مشکل ځان ته جوړ نه کړي، چي بیا یې دوی د مهار کولو توان نه لري) چاري سمبال کړي. د سیاست قدرت بنسټ یوه ژور فرهنکي کلتور دی. همېشه باید ددې پېژندلو هڅه وسي چي کوم ریفورمونه به د افغان سیاست مطابق مناسب وي او د اړیکو د تنظیم لپاره کورنی فشار ضروري دئ.
  • ښه غوږ نيول: کرزي ته غوږ نه نیول هغه په غوسه کړی وو او له ده سره د اړیکو د خرابوالي یو تر ټولو لوی علت همدا وو، چي د کلونو په اوږدو کي هغه ته غوږ ونه نیول سو. ښکاره غندني او شکونه د اړیکو په خرابوالي کي خورا موثر دي. امریکا باید غني او عبدالله ته د امریکا د موقف د پوهېدلو لپاره غوږ ونیسي.
  • پر پاکستان شک: پر پاکستاني دسیسو به د کرزي شک شاید خورا زیات وو خو دا شی د افغانانو په منځ کي نوې خبره نه ده. د پاکستان په اړه د هغه منفي نظر او باور، چي امریکا پر پاکستان تاثیر لري د افغانانو د عمومي افکارو څخه سرچینه اخیستله. که چیري غني د سولي په خبرو کي د پاکستان د مرستي په تر لاسه کولو کي پاته راسي، نو کېدای سي د امریکا د پالیسي د تفسیر اړتیا یو ځل بیا پېښه سي. د کرزي دوره نوره پای ته رسیدلې ده خو تشکیلاتي او سیاسي فکټرونه زموږ لپاره خورا ښه درسونه لري، چي څنګه باید په راتلونکي کي له ولسمشر غني او اجرایه رئیس عبدالله سره خپل روابط جوړ کړو. ددې شي زده کول خورا مهم دئ.