امریکايي مطبوعات او بین الافغاني مجلس
واحد فقیري
واشنګټن پوسټ د جولای پر ۹ لیکي په قطر کي د بین الافغاني مجلس د اعلامیې لحن مثبت او هیله بخښونکی وو. ټولو برخوالو پدې موافقه وکړه چي رشیتنه سوله یوازي «د همه شموله افغان مذاکراتو» په ترڅ کي ترلاسه کېدلای سي. خو طالبانو بیا د افغان حکومت سره مستقیمي خبري ردي کړې، او نه هم د آینده بین الافغاني مجلس لپاره یوه ټاکلې نېټه اعلام سوه.
واشنګټن پوسټ لیکي افغان برخوال د مجلس فضا صمیمي توصیفوي، او دا یو مهم مجلس ګڼي، ځکه ځینو افغان چارواکو ته اجازه ورکړه سوه چي په شخصي ظرفیت ګډون په کښې وکړي. طالبان د کابل په حکومت ملنډي وهي، او د امریکا ګوډاګی یې بولي.
اغلې فوزیه کوفي وايي خوشحاله ده چي پر مشکلو مسایلو باندي تفاهم ایجاد سو، او ټولو ګډونوالو د بین الافغاني ډایالوګ پر دوام ټینګار وکړ. یو افغان برخوال وايي طالبانو په مجلس کي په غرور سره وویل،«موږ امریکا ماته کړه.»
واشنګټن پوسټ لیکي سیاسي مبصرین وايي ګډه اعلامیه یو مثبت پرمختګ وو، ځکه د سولي د حاصلولو لپاره يې مشخص شرایط اعلام کړل. خو هغوی وايي پدې اعلامیې کي خارجي قواوو د وتلو تقسیم اوقات او نور جزییات نه دي بیان سوي. اخبار لیکي د مجلس په جریان کي ځینو ګډونوالو ژړل.
نیویارک ټایمز:
اخبار د جولای پر ۸ لیکي په قطر د بین الافغاني خبرو ګډونوالو پر یوې سیاسي نقشې باندي موافقه وکړه. دا یو مهم ګام دی، او ښايي د ۱۸ کلن جنګ په ختمولو کي مرسته وکړي. په ګډه اعلامیې کي دواړو خواوو ټینګار کړی دی چي ملکي تلفات به «صفر» ته راکښته کوي، او د ښځو د «سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، او کلتوري» حقوقو تضمین به کوي.
نیویارک ټایمز لیکي چي دا پرېکړلیک قانوني صلاحیت نه لري، خو د آینده لپاره د آغاز یو ښه ټکی دی. خلیلزاد د مجلس په پېل او پای کي برخه لرله، او د تفریحې په وخت کي يې له ګډونوالو سره خبري کولې.
عباس ستانکزی وايي،«فضا ډېره صمیمي وه، او هر چا خپل نظر شریک کړ. کله چي موږ د امریکا سره د قواوو د ایستلو او تقسیم اوقات مسله نهايي کړو، بیا به موږ د وطن پر داخلي مسایلو باندي د افغانانو سره نېغ په نېغه خبري وکړو.»
نادر نادري وايي،«زه فکر کوم چي دې دوه ورځني خبرو زموږ سره مرسته وکړه چي طالبان وپېژنو، او دا چي هغوی څه غواړي، دغه راز هغوی موږ وپېژندولو، او دا چي موږ څه غواړو.»
نیویارک ټایمز لیکي د مجلس ځیني ناستي احساساتي وې، ځکه ځینو ګډونوالو پدې روان جنګ کي د فامیل غړي له لاسه ورکړي دي. ځینو په کلونو کلونو جېلونه کاټ کړي دي. له کابله راغلو بعضو استازو پر طالبانو باندي د ملکي کسانو د وژلو په برخه کي انتقادونه کول، خو طالبانو په جواب کي د امریکايي او افغان بمباریو ذکر کاوه.
نیویارک ټایمز لیکي یوه جنجالي موضوع د اسلام څخه درک او تفسیر وو. طالبانو ادعا کوله چي په اسلامي چوکاټ کي به عمل کوي، خو د کابله راغلو استازو په جواب کي ویل چي څرنګه اسلام او کوم تفسیر.