خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بین الافغاني ډیالوګ پرېکړه لیک

ګلرحمن رحماني
د یکشنبې په ورځ د طالبانو او افغان ګډونوالو تر منځ په قطر کې دوه ورځینی بین الافغانی ډیالوګ تر سره شو ، په دغه دوه ورځني ډیالوګ کې د افغانستان د روانو ستونزو د حل لپاره په ازاد ډول بحث وشو .
لکه څنګه چې واضح شوې وه دغه غونډه بین الافغانی ډیالوګ او د دواړو لورو (افغان حکومت او طالبانو) تر منځ د نظرونو تبادله ده او هیڅوک د چا په استازیتوب خبری نه کوی خو د ځینو رسنیو له قوله پدغه غونډه کې د طالبانو ځینو کسانو د خپل حزب تګلاره اعلان کړه چې د غونډو د ګډونوالو له توند غبرګون سره مخامخ شوه او وروسته غونډه په ازاد بحث بدله شوه چې دواړه لوری له دغې غونډې ډیر خوښ بریښي .
د قطعنامې په لمړی سر کې یې د جرمنی او د قطر هیوادونو د سولې له هڅو څخه مننه او قدردانی کړي او له نورو هیوادونو او بنسټونو لکه یوناما ، ملل متحد ، اروپایې ټولنی او د اسلامی هیوادونو د همکاریو له سازمان څخه یې غوښتنه کړی چې باید د افغانستان د سولې هوکړه دی په یوه نړیوال کنفرانس کې تاید او د اړوندو شرایطو په بشپړیدو سره دی د سولې پروسه پیل او د سولې تړون په تطبیق باندی څار وکړی .
د قطعنامی په پینځمه ماده کې د ناستی ګډونوالو د جنګ په ښکیلو خواو غږ کړی چې په دینی ، مذهبی بنسټونو ، روغتونونو ، ملکي ، تعلیمی او تحصیلی موسسو ، بازارونو ، بندونو او کار ځایونو بریدونه بند شی ، د یادونی وړ ده چې د طالبانو له لوری په کابل او غزنی کې کوم بریدونه شوی په هغه بریدونو کې عام المنفعه ځایونو ته ډیر زیان رسیدلی ، عام وګړی پکې ډیر وژل شوی ، ښوونځی پکې ورانی شوی ، د ښوونځی شاګردان پکې ټپیان او مړه شوی نو لدی معلومیږی چې طالبان یواځی اعلامی لیکې خو عمل پری نه کوی .
د غونډو ګډونوالو په بین الافغانی خبرو ټینګار کړی او ویلی دی چې د دایمی ، ټولمنلی او باثباته سولې تامین د ټولشموله بین الافغانی مذاکراتو په نتیجه کې ممکن ده ، خو دا چې طالبان په افغانستان کې تل پاتی بین الافغانی سوله هم غواړی خو له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو لپاره بیلابیلی بهانی لټوی او پر دی ټینګار کوي چې کله له افغانستان څخه بهرنی ځواکونه ووتل په هغه صورت کې به بین الافغانی مذاکرات پیلوه یا خو طالبان له افغان حکومت سره په ریښتونی ډول سوله نه کوی او یا طالبان په دی طمعه دی چې له افغانستان نه به بهرنی ځواکونه ووځی او بیا به په افغانستان کې زموږ حکومت حاکم شی خو داسی به هیڅکه ونه شی ځکه افغان ځواکونه د جنګ په میدان کې ډیر قوی شوی .
د یادونی وړ ده چې د دواړو لپاره ډیر د افتخار ځای ده چې د جګړی دواړه لوری په یو میز کیناستل او د افغانستان د اوسنی کشالی د حل کولو لپاره یې خبری او نظریات تبادله کړل ، د دغی غونډی تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا ده چې دواړه لوری د تشدد په ختمیدو او د سولې د خبرو په ګړندی کولو ټینګار کوی پدی معنی چې دواړه لوری له جګړی څخه ستړی شوی او نه غواړی چې نور افغان وژنه او ورور وژنه وکړی .