خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوله چا او څنګه تر دې ځایه را ورسوله؟

اېمل پیاوړی
د سولې او سولې ته د ژمنتیا په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني په بېدرېغه، ارزښتناکو، هر اړخیز او عملي هلو ځلو ذره شک ګناه ده. که څه هم د حکومت او ولسمشر غني ځینې سیاسي مخالفین، منتقدین او عقده یان په دې برخه کې بې اساسه تبلیغات او څرګندونې کوي او د حکومت او ولسمشر غني د کم ګڼلو لپاره په ډېره سپین سترګۍ وایي چې حکومت د سولې مخالفت کوي او د سولې پرځای د واک غځولو په هڅه کې دي.
حال دا چې همدې حکومت او ولسمشر غني سوله له شعار او خیال څخه په عمل او برنامه بدله کړه، د حکومت او ولسمشر غني د ژمنتیا له برکته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې بریالی هوکړهلیک، له افغان طالبانو سره د درې ورځني اوربند تطبیق او د سولې خبرو ته د طالبانو حاضرېدل، سولې ته د رسېدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده څرګندوي.
حکومت د سولې په برخه کې له نړیوالو لوبغاړو سره د مشورې او همکارۍ د هرکلي له لارې د سولې لار نقشې د جوړېدو، له جګړې د اسلامي مشروعیت لرې کولو او د طالبانو پر ملاتړو په ډيپلوماټيکو فشارونو سره د سولې له لارې د امنیت او آرامۍ د هیلو په رښتیني کولو کې بریالی عمل کړی.ځکه د لومړي ځل لپاره د اسلامي نړۍ هیوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله او په طالبانو یې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو سره یو ځای شي.
د ټولنیز عدالت پر اساس د تلپاتې سولې د رښتیا کولو لپاره حکومت د هغو لپاره درې مهمې مؤلفې جوړې کړې چې په دې برخه کې یې هڅه کړې او د هغو تر رښتیني کېدو پورې به دوام ولري: «له طالبانو سره سوله: پرېږدئ چې رایه د مرمۍ ځای ونیسي؛ له پاکستان سره سوله: نیت، اراده او ظرفیت ثابت شي او پاکستان راتلونکي ته متوجه شي، له دوهاړخیزو ګټو او دوهاړخیزې هوساینې ډک راتلونکی؛ له پولې د باندې جرمي شبکې: د هغو هېوادونو مسوولیت مشخص شي چې ښاروندان یې درېیم هېواد ته ځي او جګړه کوي او له ګډو مسوولیتونو سره له موږ سره مرسته وکړي.
بالاخره په تېرو پنځو کالو کې حکومت په دې وتوانېده چې سوله په ملي او بین المللي بحث بدله کړي او دا مهال د هیواد په داخل، د سیمې او نړۍ په کچه د افغان سولې د تامین پراخې هڅې روانې دي چې حکومت لا هم د دغو هڅو په وحدت او انسجام اخته دی، مګر یو شمېر سیاسیون او ګاونډي هیوادونه لا هم په یوه او بله بڼه د دغو هڅو او د سولې د سبوتاژ کولو هڅې کوي، مګر ولسمشر غني کندهار ته په خپل وروستي سفر کې په ډاګه وویل چې په نږدې دوه میاشتو کې به د سولې تړون وشي، مګر تفصیلي پلان او د هغه تطبیق به چې په راتلونکي کې وشي وخت واخلي اوپه هغه کې به ټولو هیوادواولو ته سهم او رول ورکړای شي.