سوله سیاسي مخالفینو ته ښه پلمه !
ګلرحمن رحماني
دا ځل افغان سیاسیون د سولې په رابطه د لاهور د سولې څیړنیز مرکز په نوښت او د پاکستان حکومت په ملاتړ په پاکستان کې د افغانستان سره راټول شوي. دغې غونډې ته د افغانستان له لوری شاوخوا ۳۰ تنه افغان سیاسیون غوښتل شوی وو .
د سیاسیونو په ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم غوښتل شوی و، خو ده له ګډون څخه انکار وکړ خو د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ، عطاء محمد نور ، محمد محقق ، حامد ګیلانی او یو شمیر هغه سیاسیونو چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځانونه نوماند کړی دی دغه غونډه کې ګډون وکړ .
سره لدی چې سوله د افغانانو غوښتنه ، لمړیتوب او ملی ارمان ده خو دا چې اوس له سولې څخه د مومن خان ښامار جوړ شوی او هر هیواد یې د خپل ځان د ګټې او د افغان حکومت له مشری پرته جوړوی له سولې سره همکاری نه کوی بلکی د سولې لپاره خنډونه زیږوی او د سولې د سبوتاژ کولو هڅی کوی .
ځکه لمړی تر ټولو لوی خنډ یې دا ده چې هر هغه هیواد چې د افغان سولې لپاره غونډه کوی د افغان حکومت په استازولی د افغان حکومت مخالف سیاسیون غوښتل کیږی چې دا له افغان حکومت سره لویه جفاء کوی ځکه په لمړی سر کې دا ډول هیوادون د افغان سیاسیونو او حکومت تر منځ درز رامنځ ته کوی چې دغه درز په راتلونکي کې افغان حکومت ته لوی ستونزې راولاړوي .
دغه غونډه د افغان سولې لپاره کومه لاسته راوړنه نه لری، بلکې بد عواقب لری ځکه دغې او دیته ورته غونډو ته باید هغه سیاسیون وغوښتل شی چې د افغان حکومت په استازیتوب ورولیږل شی ځکه که چیرته له هغو سیاسیونو څخه چې حکومت لیږلی وی کومه غوښتنه وشی نو په ډیره اسانی سره په ګډه یوه حل لار لټولی شی خو که دوی څخه کومه غوښتنه وشی فکر نکوم چې دوی دی حل کړی شی .
اوس چې په افغانستان کې ولسمشریزی ټاکنې نیږدی شوی په څنګ کې د سولې خبرو هم ډیر زور اخیستی ، افغانان د سولې غوښتونکې دی خو د هغی سولې چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې وی او له اجنډا څخه یې افغان حکومت اګاه وی دا چې د سولې په پلمه جوړېدونکو غونډو ته افغان سیاسیون هر هیواد ته ورځغلي، دوه عمده دلایله لري، لومړی دلیل یې دادی چې دوی د ولسمشر غني له لوري سخت بې ارزښته او منزوي شوي دي او دوی غواړي په دغه ډول ځانونه یو ځل بیا فعال وښیي او دویم دلیل یې دادی چې دوی د سولې په نامه جوړېدونکو غونډو کې له خپلو بهرنیو بادارانو څخه د وطن او نظام پر ضد برنامې او پروګرامونه، او امتیازات ترلاسه کوي.
ځکه کوم هیوادونه چې د افغان سولې لپاره هلې ځلې کوي، دوی د افغانانو لپاره هلې ځلي نه کوی بلکی دوی د خپل ځان لپاره ګټه کوی ځکه که موږ وګورو هر هیواد چې دا ډول غونډي ترتیب کوی دوی هغه سیاسیون غواړی چې له یوی خوا افغان حکومت سره مخالف دی او له بلی خوا یې ځانونه ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان کړی ځکه دا ډول هیوادونه غواړی چې په لوی لاس په افغانستان کې له یوی خوا ضعیف حکومت رامنځ ته کړی او له بلی خوا د حکومت د مخالفو سیاسیونو له نوماندانو څخه یو واحد ټیم جوړ کړی تر څو په راتلونکې ټاکنو کې بریالۍ شی تر څو د دی هیوادونو په غوښتنه کار وکړی .