خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ژبه! تشدد که د ځان دفاع؟

واحد فقیري

په سیاسي محاوره کي «ژبه» یا «کلمات» د ذهنیت سازي لپاره کارول کېږي. حاکمه طبقه او نظام له ژبي او کلماتو څخه د عامه خلګو د ذهنیت په شکل ورکولو او جوړولو کي کار اخلي.

په ګرده دنیا کي،‌ حاکمه طبقه د وابسته مطبوعاتو په واسطه مهم سیاسي مسایل مطرح او سمبالوي. د سیاسي بحثونو حدود او چوکاټ ټاکي. مخالف نظرونه په مختلفو اشکالو خفه کوي. په عامو بحثونو کي مخالف نظر ته د اظهار وخت او چانس نه ورکوي. البته په دیموکراتیکو نظامونو کي حاکمه طبقه هڅه کوي چي مخالف افکار حاشیې ته کړي. او یا یې د بې اعتبارکولو لپاره سمدستي د «افراطيت» او «راډیکال» ټاپه باندي وهي.

د افغانستان په څېر په جنګ ځپولو هیوادونو کي د «تشدد» او «د ځان د دفاع» کلمات خورا زیات استعمالېږي. حاکمه طبقه مدام هڅه کوي چي خپل تشدد او قتل د «د ځان د دفاع» په جامه کي ونغاړي. هغوی کوښښ کوي چي خپل تشدد او قتل ته مشروعیت ورکړي. ځان سولپال وښيي. خو مخالف طرف په تشدد او افراطيت تورن کړي.

د ژبي په کارولو کي، امریکايان بلا کوي. هغوی پدې برخه کي حرفه وي او مسلکي خلګ لري. هغوی حتی خپل بربنډ «اشغال» د ځان دفاع معرفي کوي. هغوی د ځان د سوله پاله او بشرپاله ښودلو لپاره مدام په ماهرانه توګه پروپاګند او تبلیغات کوي. حال دا چي پدې تېرو دوو لسیزو کي امریکايي اشغالګرانو دونه ملکي افغانان قتل کړي دی چي ښايي شورويانو نه وي وژلي.

امریکايي اشغالګران د افغانانو د ذهنیت سازي لپاره وابسته او مزدور مطبوعات تمویل وي. مشهور او نامتو افغانان استخداموي، او له هغوی څخه د اشغال په توجیه کولو کي استفاده کوي. پدې څو کلونو کي، امریکایانو د مزدوري میډیا لپاره ګڼ شمېر مرکزونه ایجاد کړي دي، او د هغوی په ذریعه خپل اشغال او جنګي جنایات توجیه کوي.

امریکا همدا وابسته او مزدور مطبوعات پدې تېرو شلو کالو کي خپله ستره لاسته راوړنه ښيي.

تاسو ګورئ چي په افغان مزدوري میډیا کي څوک د دې جرات نه لري چي امریکایانو ته د «اشغالګر» خطاب وکړي. که چیري یو څوک دا جرات وکړي، بومي غلامه میډیا يې سمدستي تحریموي.

نن چي د وردګو د ولایت د جغتو په سیمه کي، امریکايي اشغالګرانو بې دفاع او بې ګناه ملکیان بیا قتل کړل، په افغانستان کي به د امریکا غلامه میډیا هیڅکله د دې جرات و نه کړي چي د امریکایانو دا جنګي جرم وغندي، او پدې برخه کي جدي بحث وکړي.

ښايي زیاتره یې د امریکایانو دا عمل «د ځان دفاع» وبولي، او یا يې «د سولي په لاره کي یو بل مهم ګام» یاد کړي.