سیاسیون له دښمنه سوله غواړي
ګلرحمن رحماني
په دې وروستیو کې افغان سیاسیونو د سولې ناڅرګندې هڅې داسې تېزې کړي، چې کله دوحې، کله مسکو او کله هم پاکستان ته ځغلي. د لاهور د سولې څیړنیز مرکز په نوښت او د پاکستان حکومت په ملاتړ په پاکستان کې د افغانستان د سولې او پخلاینی په رابطه د افغانستان او پاکستان د سیاسي مشرانو تر منځ ناسته جوړه شوې وه چې د افغانستان له لوري شاوخوا۳۰ تنه هغه سیاسیون چی د حکومت سرسخته مخالفین د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ، عطاء محمد نور ، محمد محقق ، حنیف اتمر، حامد ګیلاني او یو شمیر نور هغه کسان چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځانونه نوماند کړي دي ورغوښتل شوي وو.
که موږ حقیقت ته وګورو پاکستان هیڅکله په افغانستان کې سوله نه غواړي، ځکه که پاکستان له افغان حکومت سره د دایمي سولې لپاره همکاري کوي باید له طالبانو سره کېني او هغه له افغان حکومت سره د بین لافغاني خبرو لپاره اماده کړي، که دا کار هم نشي کولی باید د طالبانو له تمویل او تجهیز لاس واخلي، دوی له پټنځایونو، ښارونو او حتی خپلې خاورې وشړي او د ښکاره سربازګیرۍ او فعالیت مخه یې ونیسي.
مګر دا د سولې په پلمه جوړه شوې غونډه په حقیقت پر افغان حکومت او ولسمشر غني د فشار زیاتولو لپاره وربلل شوې، پدغه غونډه کې ټولو هغو سیاسیونو ګډون وکړ چې د اوسني حکومت مخالف دي. پاکستان لدې فرصت څخه د ځان په ګټه فایده اخلي، ځکه له یوېخوا په افغانستان کې انتخابات راروان دي او له بلې خوا د طالبانو پروژه د ختمېدو په حال کې ده او داعش خو پخوا په افغانستان کې ماتې خوړلې وه په همدی هدف پاکستان غواړی چې د اوسني دولت مخالف ټیمونه په خپلو کې سره یو کړي او یو قوی ټیم ورڅخه جوړ کړی تر څو په افغانستان کې تش په نامه داسی یو نظام رامنځ ته کړی چې واک او اختیار یې له پاکستان سره وي .
ښکاره ثبوت یې دا ده کله چې له پاکستان څخه دغه سیاسیون بیرته راستانه شول د سه شنبې په ورځ یې په کابل ښار کې د ولسمشر غنی په مقابل کې مظاهری پیل کړې ، مظاهره چیانو له ځان سره (ولسمشر غنی له واک څخه د ځان په ګټه کار کوی او باید دغه څوکۍ پیرګدی) تر نامه لاندی شعارونه وړل .
د سولې لپاره چې هر ګام او هره ناسته ترسره کیږی باید افغان حکومت پکې دخیل اوسي او د افغان حکومت تر رهبری او چتر لاندی ترسره شي، په پاکستان کې د افغان سولې په اړه ناستې او غونډې ځکه نتیجه نه ورکوی چې پاکستان په ۱۸ کلونو کې له افغان حکومت سره د سولې لپاره هیڅ ډول همکاری نده کړې، بلکې هره غونډه چې د افغانانو تر منځ د اتفاق او اتحاد سبب ګرځي د سبوتاژ کولو کوښښ یې کړی په همدې وجه موږ د پاکستان دغه اقدام ته د شک په سترګه ګورو . افغان سیاسیون دې د بحرانو د اوږدوولو هڅه ځکه نه کوي چې زموږ ولس یې نور د زغم تاب نه لري او نه دې هم له دښمن څخه د خیر تمه کوي.