خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د بهرنیانو وتل د طالبانو او که د دوی د بادارانو غوښتنه؟

محمدروښان ښاد
په مذاکراتو کې د وسله والو طالبانو ټول زور او تمرکز د امریکایي سرتېرو په وتلو دی، دا ځکه چې د دوی د بهرنیو بادارانو له لوري دا ورته ویل شوي دي د پاکستان، ایران، چین او روسیې له خوا. دغو هیوادونو ته په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور د زغم وړ ځکه نه دی چې هره لحظه د وېرې احساس کوي. دوی داسې ګڼي چې امریکا یې په سیمه کې د نفوذ مخه نیولې ده، نو په دې خاطر یې طالبان په دې مجبوره کړي دي چې د امریکایي سرتېرو وتل د سرې کرښې د شرط په توګه وړااندې کړي.
له بل لوري وسله والو طالبانو ته دا ویل شوي دي چې د امریکایي سرتېرو وتلو سره به حکومت د دوی پر وړاندې تاب رانه وړي او هرڅه به د دوی تر ولکې لاندې راشي. مګر اصلي خبره داده چې د امریکایي عسکرو وتل به په دوه دلایلو کوم څرګند اغېز ونه لري. لومړی دلیل یې دادی چې دا مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر لحاظ ښه شوي دي، هم د اکمالاتو له پلوه، هم د مسلکي روزنې او محاربوي مهارتونو د زده کړې له امله، هم د تجهیزاتو او هوایي ځواک د ملاتړ له امله او تر ټولو مهمه دا چې د نړیوالې ټولنې مالي ملاتړ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره موجود دی او دا به تر ډېره وخت ادامه ولري.
دویم دلیل یې د نه اغېز لرلو دادی چې امریکایي عسکر دا مهال په افغانستان کې جنګي ماموریت نه لري، چې د دوی له وتلو سره به وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته میدان خالي شي او دوی به هر څه په اسانۍ سره ونیسي. امریکایي او نړویوال عسکر په افغانستان کې یوازې د افغان سرتېرو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو ماموریت لري. د جنګ ماموریت او مسوولیت زموږ خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ور ترغاړې دی او دوی شپه او ورځ په ډېره مېړانه دغه سپېڅلی ماموریت چې د هیواد او خلکو دفاع ده مخته وړي.
بله اصلي موضوع داده چې امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان دولت سره امنیتي تړون لاسلیک کړی، نو د هغه تړون د موادو په اساس امریکا ناڅاپي له افغانستانه نشي وتلای، په دې اړه به مخکې له مخکې د افغانستان دولت ته خبر ورکوي، بیا به یو تفاهم کېږي، د وتلو لپاره به منظم مهالوېش برابرېږي او تر هغه وروسته به د یوې برنامې له مخې امریکایي سرتېري وځي. په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په حضور هیڅوک هم خوښ نه دي، خو دا یو مجبوریت دی او دوی د یو مجبوریت او ضرورت په اساس دلته پراته دي. که چېرې وسله وال طالبان او نورې تروریستي ډلې له وحشتونو او جنایتونو لاس واخلي، نو د دوی د شتون اړتیا او سوال نه پیدا کېږي.
نو که وسله وال طالبان په رښتیا هم د امریکایانو او نورو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتونکي وي، نو له جنګ، وحشت او ترور دې لاس واخلي تر څو دلته د بهرنیو عسکرو د پاتې کېدو اړتیا او غوښتنه کمه او بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.