مشکوله سیاست
واحد فقیري
زما ځیني نژدې ملګري پدې عقیده دي چي په سیاست کي د پرمختګ او کامیابي لپاره تر ټولو ښه او موثره ستراتیژي اعتدال یا میانه روي ده. داسي یوه اعتدالي ستراتیژي چي د هیچا خلاف نه وي. هیچا ته بد په کښي و نه ویل سي. او هر څوک په کښي خوشحاله ساتل سوی وي.
لنډه دا چي هغوی وايي چي د سیاسي بري لپاره باید یوه مشکوله غوندي ستراتیژي انتخاب سي— مانا چي نه ګرمه وي او نه هم سړه وي. یعني یوه داسي ستراتیژي که ګټه و نه کړي، تاوان هم نه کړي.
د دې ملګرو سپارښت دا دی چي روان امریکايي اشغال ته باید «اشغال» و نه ویل سي. د امریکا پر جنګي جرایمو او بمباریو سترګي پټي سي، او ځان ناګاره او بې خبره واچول سي. اشرف غني ته باید د امریکا د «ګوډاګی» مناسب خطاب و نه سي. ځکه پدې الفاظو د امریکا خوا بدېږي، او د زورورو خوا بدول ښه عواقب نه لري.
خو زه لدې اپروچ سره موافق نه یم. زما په نظر دا استراتیژي نه یوازي ناکامه ده، بلکي غیر اخلاقي او ضد ایماني هم ده.
زما نظر دا دی چي افغانان واقعي بدلون غواړي. افغانان له نننۍ وضع څخه بېزاره دي. افغانان د امریکا له اشغاله په تنګ راغلي دي. او دا زموږ وظیفه ده چي سیاسي بدلون ورته مهیا کړو. د دې ستر تاریخي او سیاسي بدلون لپاره زمینه مساعده وکړو، او خلګ ورته بسیج او منظم کاندو.
زما باور دا دی چي امریکا او افغان بومي غلامان يې مدام کوښښ کوي چي موږ ته دا ووايي چي تاسي «هیڅ» نه سئ کولای. تاسي «کمزوره» یاست. تاسي باید دا اوسني حالت ومنئ.
خو زما عقیده دا ده چي که چیري موږ لدې تحمیل سوي نزوا څخه راووزو، او جمعي او ګډ کار ته مخه کړو، زه پوره باور لرم چي بری او استقلال زموږ په برخه کېږي. د امریکا اشغال او استعمار ختمېږي. او د افغانانو سیاسي غلامي پای ته رسېږي.