نوی افغانستان د راڅرګندېدو په حال کې دی
محمدبشیر یوسفزوی
د بدلون لسیزه د نوي افغانستان د راڅرګندېدو پیلامه ده، ځکه په دغه لسیزه کې باید د انکشاف، زیربنا ، ښې حکومتولۍ، سوداګرۍ، ترانزیت او نورو برخو کې داسې مهم کارونه، ملي او سیمه ییزې پروژې پلې او بشپړې شي چې له برکته یې نوی افغانستان کرار کرار په سیمه کې راڅرګند او د ګاونډیانو د درک وړ وګرځي.
د ملي یووالي حکومت چې د افغانستان په اړه کوم تعریف وړاندې کړ، د یوه داسې هېواد تعریف و چې حکومت یې سیاسي اراده او په عمل کې قاطعیت درلود. «د افغانستان خلکو د نړیوال نظم رامنځته کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او یوه نوې پاڼه نه، بلکې یو نوی دفتر یې پرانیستی چې هماغه همکاري، تفاهم او ونډه اخیستنه ده. » له انزوا څخه د وتلو په موخه په نړیوال نظام کې د یوه خپلواک هېواد په توګه فعاله ونډه واخیستل شوه چې د بهرني سیاست د پنځو کړیو په جوړولو او د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام له منظمولو سره په عملي ډول ولیدل شوه.
د ګاونډیانو او نړۍ لپاره بېخطره کېدل، ښه ګاونډیتوب کول، د ګډو ګټو او نښلېدو لپاره ځای او د سیالۍ نه بلکې د فرصت د ډګر په توګه له نړیوالې ټولنې سره په مخ کېدو کې د ملي یووالي حکومت له ټينګارونو څخه وو او دا یې ښودله چې افغانستان په خپل نړیوال رول ادا کولو کې د خپلو ظرفیتونو او سرچینو د کارولو لپاره لیدلوری او اراده لري.
موږ ولیدل چې په تېرو پنځو کالو کې د ولسمشر غني د پاملرنې او لارښوونې پرمټ افغانستان په بېلابېلو برخو کې داسې پرمختګونه کړي چې د نوي افغانستان د څېرې په راڅرګندېدو او درک کې موثر تمامېدلی شي، مګر که په هیواد تحمیل شوی جنګ ختم شي، نو باور دی چې افغانستان به دغه د لسیزې مزل په کال دوو کې په ښه توګه ترسره کړي.
افغانستان د اقتصاد په برخه کې د ځان بساینې سیاست پر لوري حرکت خپل کړی؛ ۹ سلنه اقتصادي وده، ۸ میلیارده ملي عواید او د سوداګرۍ د بیلانس مثبت بدلون د افغانستان لپاره له لویو موخو څخه دي . دغه موخې نه ترلاسه کېدونکې نه دي کېږي، لکه څرنګه چې په سختو شرایطو کې د افغانستان عواید له ۳۳ سلنې ډېر لوړ شول.
افغانستان نن ورځ، د تحول په نیمه لسیزه کې، داسې نمونې لري چې د ظهور په حال کې دي. د اساسي قانون ارزښتونه؛ د خلکو اراده؛ د نسل بېساری بدلون؛ د شاوخوا ۴۰۰ تقنیني سندونو جوړول او نافذول؛ د خصوصي پانګونې مناسب چاپېریال؛ د قضا ښهوالی؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلاحات؛ د همتړونو او شریکانو بیا باوري کول؛ د داخلي عوایدو لوړول؛ له فساد سره د جدي مبارزې ښهوالی؛ د خدماتو وړاندې کولو ښهوالی؛ د ملکي خدماتو اصلاحات؛ د ښځو د حقونو او مشارکت ښهوالی او د برېښنا رسونې پراختیا د دغو نمونو برخه ده.
که خدای کول کرار کرار به نوی افغانستان راڅرګند شي، داسې افغانستان چې د جنګ، وحشت او ترور نښې نه وي ورباندې او باور دی چې دا افغانستان به د سیمې د ځینو هیوادونو سترګې وبرېښوي او د دوی به رخه ورباندې وشي، خو دوی ناچاره دي چې دغه افغانستان د یو واقعیت په توګه ومني.