افغان عسکر: دوښمن موږ د پسونو غوندي وژني
واحد فقیري
نیویارک ټایمز د جولای پر ۱۷ د یو شمېر افغان عسکرو سره مرکې کړي دي. او د جنګ او سولي په اړه يې د هغوی خیالات او اندېښني خپرې کړي دي. نیویارک ټایمز لیکي چي ډیر ژر به په قطر کي د ۳۵ میلونو افغانانو او دریو لکو افغان عسکرو د برخلیک په باب فیصله وسي. نیویارک ټایمز لیکي اکثره مبصرین باور لري چي افغان پوځ بېکاره دی. ځکه په اردو کي پراخ اداري فساد، د موثر ليډرشیپ نه شتون، او د طالبانو د نفوذي غړو حملو د کابل حکومت دېته مجبوره کړی دی چي د طالبانو سره معامله وکړي.
نیویارک ټایمز په اوو ولایتونو کي د ځینو عسکرو او پولیسو سره مرکې کړي دي، او د هغو جوابونه دا دي.
د زابل په ولایت کي ۲۸ کلن افسر، حفیظ آغا، وايي،«د سنګر د یارانو مرګ ما ډېر غمجن وي. ځکه هغوی زموږ د مشرانو د غفلت له وجي شهیدان کېږي. ما د دوا او درمل د نه شتون له کبله خپل ملګري لاسه ورکړي دي. د مهماتو د قلت له وجي مي ملګري وژل سوي دي. همدا زموږ روحیه راوژني، او موږ غمجن وي.»
د فراه په ولایت کي ۳۲ کلن افسر، شریف الله شریفي، وايي،«زموږ د عسکرو تلفات دایمي دي. کله نا کله زما زړه لا ژاړي. یو شی چي زموږ روحیه جګه ساتي، هغه دا چي موږ د خپل وطن لپاره جنګېږو. کنې په بل صورت کي دا اوسنی حالت تاسي لیونی کوي.»
د بغلان په ولایت کي ۳۵ کلن، عبدالبشیر نبرد، وايي،«زما ۳۰۰ عسکر ملګري وژل سوي دي. په اولو کلونو کي امریکایانو زموږ سره هوايي کومک کاوه، او سمدستي يې زموږ زخمیان په طیارو کي انتقالول. خو اوس زموږ ټپي ملګري څو ورځي زموږ سره دلته پراته وي، ځیني د خپلو ټپونو له وجي مري، ځکه موږ د هغوی د انتقال لپاره هیڅ وسیله نه لرو.»
په هلمند کي د پولیسو ۳۲ کلن افسر، نجیب الله خان، وايي،«زموږ مشران زموږ د ژوند زهر قاتل دي. که چیري هغوی د پولیسو په اړه فکر کولای، موږ به دونه مشکلات نه لرلای. موږ هر څه بایللي دي: ملګري، دوستان، او خپل کورونه. موږ د خپلو مشرانو څخه د حمایت غوښتنه کوو، خو هغوی مو عبثو جنګونو ته ور پوري وهي.»
په روزګان کي ۳۵ کلن، عبدالمتین، وايي،«زموږ لویه ستونزه د خپلو مشرانو حمایت دی. کله چي موږ په جنګ کي یو زموږ مشران زموږ ملاتړ نه کوي. همدا زموږ د تلفاتو یو عمده سبب دی. همدا طالبانو ته زموږ د عسکرو د تسلیمېدو عمده علت هم دی.»
په کندهار کي د پولیسو ۳۰ کلن افسر، موسی خان، وايي،«موږ پر جنرال رازق باندي تکیه کوله. هغه تر ټولو ښه مشر وو. خو اوس موږ له خپلو مشرانو څخه، کوم چي په کابل کي ناست دي، خوشحاله نه یو. هغوی په پولیسو کي هیڅ ری نه وهي. تاسي پوهېږئ چي پولیس د جنګ په مقدم صف کي جنګېږي، خو زموږ مشران تل موږ په خطرونه کي یوازي خوشي کوي. کله نا کله زموږ مهمات تمامېږي، او دوښمن موږ کله پسونه وژني.»
په روزګان کي د پولیسو ۳۵ کلن افسر، محمد داود افغانمل، وايي،«زه خوشبین نه یم. امریکایان د وتلو لپاره آمادګي نیسي، او طالبان پوهېږي چي له اوسني حکومت څخه به افغانستان ونیسي.»
یو بل افغان عسکر، رسول، وايي،«هره ورځ پر موږ باندي دوې یا درې حملې کېږي. زه نه پوهېږم چي په دوحه کي د سولي خبري څه معنی لري. طالبان موږ د جنګ په میدانونو کي وژني، خو د امریکایانو سره په قطر کي خبري کوي. د سولي روانو خبرو زموږ د عسکرو پر روحیاتو باندي ډېره بده اغېزه ښندلې ده. ځکه موږ فکر کوو چي زموږ ۱۷ کلن جنګ عبث وو. طالبان هم جنګ کوي، او هم موږ هغوی ته د سولي زارۍ کوو.»