خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په مسکو کي افغان سفیر دپلوماسي او دوستویفسکي سره ګډ کړي دي

واحد فقیري

واشنګټن پوسټ د جولای پر ۱۹ باندي لیکي کله چي ښاغلي لطیف بهاند د لومړي کرت لپاره د روسیې کلاسیک ادبیات لوستل، د هغه زړه درد کاوه. د هغه دا خواشني د دې ابدي داستانونو د هېروګانو د هغو مشکلاتو په خاطر نه ول چي هغوی د انساني د ژوند په اړه لرل، بلکي د بهاند خواشني لدې جهته وه چي دا کلاسیک اثار په پښتو کي ژبه نه ول.

په روسیې کي ۶۲ کلن افغان سفیر پدې اړه وايي،«دا ټول د ادبیاتو شهکار دي، د روسیې د ادبیاتو د طلايي دوران اثار دي، خو زما ولس دا اثار نه سوای لوستلای.»

واشنګټن پوسټ لیکي کله چي بهاند د دپلوماتیکو کارونو خلاص سي، هغه ترجمه کوي. همدا اوس، هغه د دوستویفسکي (جنایت او مکافات) ترجمه کوي. کله چي د دې ناول ترجمه ختمه سي، د پښتو په ژبه کي به د روسي اثارو زېرمه غني سي. البته دا ګرده د ښاغلي بهاند له برکته.

بهاند وايي،«زه غواړم چي د افغانانو کلتوري ژوند ور غني کړم.» بهاند په داسي وخت کي په روسیه کي سفیر کېږي چي د مسکو او کابل روابط بدلېږي.

په تاریخي لحاظ، روسیې په افغانستان کي د ۱۹ پېړۍ او ستري لوبي له دروان څخه بیا د ۱۹۷۹ تر اشغال پوري مهم نقش لاره. سږکال، روسیې طالبان او افغان سیاستوال په مسکو کي د سولي د خبرو لپاره ور دعوت کړي‌ ول.‌

د روسیې ادبیاتو سره د بهاند مینه په کابل کي پيل سوه. هله هغه یو محصل وو، او د روسي اثارو فارسي ترجمه يې لوستله. خو وروسته يې روسي ژبه زده کړه.

د فارسي په پرتله په پښتو کي د خارجي ادبي اثارو ډیري کمي ترجمې سوي دي. پدې څو کلونو کي بهاند د تولستوي ابدي اثار لکه (جګړه او سوله)، (انا کارینیا)، او د مایکل شولوخوف (آرام دون) ترجمه کړي دي.‌

بهاند وايي پدې ناولونو کي د ښځو په باره کي مواد ترجمه کول تر ټولو ګران کار دی. هغه وايي،«افغان لیکوالان د دې اجازه نه لري چي د ښځو بدن په جزییاتو سره توصیف کړي، او د هغوی د څېرې او ښاېست په باره کي په خلاصه خوله څه ووايي. مګر ما په ژبه کي څه پټ کړي‌ نه دي، خو د دغو مفکورو مکمله او درستي ترجمې زیات وخت وغوښت.»

بلخوا، په پښتو ژبه کي‌ په کافي اندازه لغات نسته. همدااوس، روسي ژبه یو لک او پنځوس زره ژوندي لغات لري، خو پښتو د یو لک شا و خوا کلمات لري.،«دا لکه یو جک اوبه چي په یوه پیاله کي ځای وئ.»

بلخوا، د تولستوی هیروګان د طبیعت په ښکلا کي ډوب وي، او د موسمونو تغییر په جزییاتو سره بیانوي. سفیر بهاند وايي،«خو پښتو ژبه د مختلفو وښو او بټو لپاره دومره لغات نه لري لکه تولستوی چي يې یادوي.»

بهاند خپل ترجمه کړي اثار په وړیا توګه پوهنتونونو ته ورکوي. د سفیر بهاند کتابونه په کندهار کي تر بل هر ځای زیات شوقیان لري. طالبان په کندهار کي راپیدا سول.

بهاند وايي،«ولي باید طالبان دا کتابونه و نه لولي؟ هغوی هم افغانان دي. هغوی هم باسواده او تحصیل کرده خلګ دي.»