خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکا سوکه سوکه له افغانستانه وزي

واحد فقیري

مشهور سیاسي مبصر، ښاغلی ډایر، د جولای پر ۱۷ په (میرټ هیرالډ) کي لیکي د افغانستان د سولي لپاره حرکت پیل سوی دی. ښايي بهتره به دا وي چي ووایم چي امریکا غواړي د افغانستان له ۱۸ کلنه عذابه ځان خلاص کړي.

په قطر کي، امریکايي چارواکو او طالبانو اووه راونډه ملاقاتونه کړي دي، او اوس یوې موافقې ته سره نژدې سوي دي. د امریکا خارجه وزیر وايي د ټرمپ اداره هیله لري چي «د سپټمبر تر اولي پوري یوه معامله» وسي.

البته، مطبوعات د افغانستان د سولي پروسې ته زیاته توجه نه کوي، ځکه هر څوک پدې غم کي دی چي ښايي ټرمپ د ایران سره جنګ پیل کړي. خو واقعیت دا دی چي امریکايي عسکر ښايي له افغانستانه په ۱۸ میاشتو کي ووزي.

اوس اصلي سوال دا دی چي د امریکایانو تر وتلو راوروسته به طالبان په څونه وخت کي بېرته د قدرت واګي په لاس کي واخلي؟

ښکاره خبره ده کله چي یو ستر طاقت د یوه کمزوري او غریب دوښمن لخوا مات سي، د شکست منل ورته ګران وي. ځکه دا ورته توهین آمېزه ښکاري. نو لهذا، کمزوري فاتحان عموما ستر طاقت ته د اوړو یوه پزه جوړوي. هینري کسینجر همدې ته «لازمه وقفه» وايي.

دا «لازمه وقفه» عموما درې کاله په بر که نیسي. همدا کار په ویتنام کي وسو. امریکايي عسکر په ۱۹۷۲ کي ووتل، او جنوبي ویتنام په ۱۹۷۵ کي سقوط وکړ. همدارنګه، شورویان په ۱۹۸۹ کي له افغانستانه ووتل، او مجاهدینو د نجیب ګوډاګي رژيم په ۱۹۹۲ کي رانسکوره کړ.

ګومان کېږي چي له افغانستانه به د امریکايي عسکرو تر راوتلو وروسته همدا کانه بیا تکرار سي. طالبان به ښايي په ۲۰۲۳ کي بیا قدرت ته ورسېږي.

په افغانستان کي همدااوس زیاته مرګه ژوبله روانه ده. که څه هم امریکا په کابل کي د خپل جوړ کړي حکومت سره هوايي مرسته کوي، خو طالبان د هیواد پر زیاتو سیمو باندي کنټرول لري. که چیري امریکايي عسکر ووزي، د ګوډاګي اشرف غني لپاره لوبه ختمه بویه. امریکا دا واقعیت مني، ځکه آلان امریکايي دپلوماتان د طالبانو سره خبري کوي،‌ نه د اشرف غني د حکومت استازي.

که څه هم اشرف غني پدې ښه پوهېږي چي امریکایان يې خوشي کوي، خو هغه مجبوره دی چي د امریکایانو او طالبانو تر مینځ هره معامله ومني. کله چي امریکایان ووزي، اشرف غني او یاران يې بل هیڅ اپشن نه لري پرته لدې چي خپل بسکونه په غلا کړو ډالرونو ډک کړي، او له ملکه فرار وکړي.

اوس نو، سپینه ماڼۍ به د دې فرار او بې وفايي لپاره څه توجیه ولري؟ د دې جواب د جمهورریس نیکسن په خبرو کي پیدا کېږي.

کله چي په ۱۹۷۲ نیکسن له ویتنامه د راوتلو فیصله کوي، هغه او هینري کسینجر پدې باره کي داسي مجلس سره کوي.

نیکسن:«که چیري په دوو یا دریو کلونو کي شمالي ویتنام جنوبي ویتنام فتح کړي، زموږ پالیسي به څه کوي؟»

کسینجر:«دا به د جنوبي ویتنام بې کفایتي وبولو. که چیري موږ پدې وتوانېږو چي جنوبي ویتنام د دوو کالو لپاره وساتو، تر هغه راوروسته به ویتنام له خلګو څخه هېر سي. که چیري موږ همدا کار تر ۱۹۷۴ پوري وکړو، بیا به هیڅوک د ویتنام په باره حتی فکر هم و نه کړي.

د نیکسن او کسینجر لپاره دغه فورمل موثر واقع سو. یقینا دا به د ټرمپ او پامپيو لپاره هم کار ورکړي. که څه هم ټرمپ او پامپيو د نیکسن او کسینجر په شان زرنګ او محیل نه دي، خو عینا د هغوی په څېر ظالم او بې رحمه دي. له افغانستانه راوتل به د ټرمپ لپاره ګران تمام نه سي، ځکه طالبان د نورو خلګو په مسایلو کي د مداخلې کولو شوق نه لري.

البته د امریکا او طالبانو تر مینځ په معامله کي به د افغان ولس بایلات وکړي. ځکه هغوی به بیا د طالبانو تر حاکمیت لاندي ژوند کوي. خو حقیقت دا دی چي دا کار بالاخره کېدونکی وو.