سیاسیون په کوم صلاحیت او د چا استازیتوب کوي؟
محمدبشیر یوسفزوی
افغان سیاسیون او وسله وال طالبان په حقیقت کې دوه مطلقه بې واکه ډلې دي چې په یو او بل ځای کې د سولې د مذاکراتو په پلمه سره جرګه کېږي او ناحق خپل وخت ضایع کوي. دوی نه د سولې اختیار لري، نه کوم اجرائیوي صلاحیت لري، نه د چا استازولي کولای شي او حتی دوی دومره بې وسه دي چې د خپلو پرېکړو او پرېکړه لیکونو د اعمال صلاحیت نه لري.
دوی یوازې او یوازې د سولې د برابرو شویو فرصتونو د ضایع کولو، د عامه اذهانونو د مغشوشولو، د خلکو د بوخت ساتلو، د بهرنیانو د فرمایشونو د اخیستلو او عملي کولو لپاره کله په دوحه او کله په مسکو کې سره راغونډېږي او د دوی ناستې تر ډېره تبلیغاتي، نمایشي او کلیشه یي بڼه لري.
د جمهوررئیس غني په خبره: ” د «خبرو» او «مذاکرې» ترمنځ باید توپیر وشي. هغه څه چې په دوحه کې په وروستي دور کې وشول، خبرې وې نه مذاکره. دلته لازمه بولم چې له جرمني او د بایکا له بااعتباره مؤسسې مننه وکړم چې د دغو خبرو اسانتیاوې یې برابرې کړې. خبرې موږ ته د دې امکان برابروي چې یو بل وپېژنو. باید ووایم چې د دوحې وروستۍ غونډې له ګډونوالو سره مې دوه ساعته لیدنه لرله. دې غونډې ګډونوالو ته ډېری موارد روښانه کړل او د دې لامل شوه، چې د هغه تصویر ترمنځ تفاوت روښانه کړي چې دغو ګډونوالو وړاندې له طالبانو درلود او اوس یې لري. پایله دا ده چې د سختو او له جنجالونو ډکو چنو وهلو ته باید تیاری ونیسو.
خبرې ټولشموله موضوع ده، خو مذاکره د دوو اصلي خواوو ترمنځ متمرکز بهیر دی. موږ په دوو مرحلو کې د یوې هوکړې په لټه کې یوو. په لومړۍ مرحله کې یوې ابتدایي هوکړې یا یوه چوکاټ ته لاسرسی شاملېږي چې دواړه لوري پرې هوکړه ولري او هڅه کېږي تر سپټمبر وړاندې ورته ورسېږو. په دویمه مرحله کې، یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسېدل دي.“
افغان سیاسیونو چې په دې وروستیو څلوېښتو کالو کې زموږ په خلکو چپه مېچنې ګرځولي او د هیواد د ابادۍ، انکشاف او ثبات هر فرصت یې مروړی او ضایع کړی دی او د دې ترڅنګ یې د خلکو جایدادونه غصب کړي، د دوی شتمنۍ یې لوټلي، د دوی په سرونو یې سودا کړې، شخصي وسله وال او زورواکان یې ساتلي، هره ورځ خلک ورباندې ځوروي، د هیواد پر ځای بهرنیو او د پردیو ګټو او موخو ته ژمن دي، نو هیله ده چې نور د دې افغان او ځورېدلي ولس له ځورولو لاس واخلي او کرار په خپل ځای کېني چې دا ولس خپل برخلیک په خپله وټاکي.
سیاسیون که رښتیا هم د وطن او ولس خواخوږي وي ، نو اول دې ولس ته محاسبه او حساب ورکړي او دوی ته دې ووایي چې په تېرو څلوېښتو کالو کې یې کوم کارونه او خدمتونه د ولس لپاره کړي دي او له ولس څخه دې وپوښتي چې د دوی له کړنو څخه څومره راضي دي او بیا دې له هغه وروسته د ولس په استازیتوب د سولې مذاکرات وکړي.