خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په با ارزښته پانګه د افغانستان د موقعیت بدلول

محمدروښان ښاد
ولسمشر غني د جنګ د مدیریت او نورو ناورینونو د کرارولو ترڅنګ په دې هم نه یوازې فکر، بلکې عملي هڅې کړي چې څنګه د افغانستان موقعیت په بارزښته پانګه بدل کړي؟ داسې پانګه چې هم یې افغانستان او هم یې د سیمې هیوادونو ته خیر او ګټه ورسېږي؟
په همدې موخه ولسمشر غني د سیمه ییز اتصال لیدلوری او فکر رامنځته کړ چې د سیمې هیوادونو یې تود هرکلی وکړ او د هغه د عملي کولو په موخه یې خپل چمتووالی وښوده او د همدغه لیدلوري په پایله کې سیمه ییزه اقتصادي همکاري رامنځته او سیمه ییزې لویې پروژې پیل شوې چې د یو هیواد پر ځای یې څو هیوادونو ته اقتصادي ګټې رسېږي.
افغان ولسمشر غني د ترکیې دولتي راډیو تلویزیون سره په مرکه کې د سیمه ییز اتصال په اړه د خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل: ” یقیناً. د سیمه ییز اتصال لپاره موږ واقعاً د عمل په مرحله کې یوو. څلورنیم کاله وړاندې افغانستان په وچه کې د یوه ایسار هېواد په توګه منزوي ګڼل کېده، په داسې حال کې چې نن د آسیا پر څلور لارې د بدلېدو په حال کې دی. هغه څه چې موږ د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغه هاخوا د قفقاز حوزې له هېوادونو سره کړي، حیرانوونکي دي. ویلی شو چې باور وړ فضا رامنځته شوې ده.
د ۲۰۰ کلونو لپاره زموږ جغرافیايي موقعیت د ضعف ټکی ګڼل کېده، خو که په راتلونکو سلو کلونو کې، په هغه صورت کې چې که په تدبیر عمل وکړو، دغه موقعیت په باارزښته پانګه بدلېدای شي. د آسیا د بېلابېلو برخو د وصل تر ټولو لنډه نقطه مرکزي آسیا ده، چې افغانستان د دغه مسیر د محور په توګه عمل کوي. د اتصال له نظره سویلي آسیا د نړۍ نه نښلېدونکې برخه او هغه سیمه ده چې انرژۍ [برېښنا] ته شدیده اړتیا لري. هند چې د ودې ماشین جوړ کړی، د زیاتې انرژۍ له برابرولو پرته به د هغه په حرکت راوستو قادر نه وي. په ورته مهال، پاکستان انرژۍ ته شدیده اړتیا لري، نو له همدې امله په دې برخه کې موږ د خپل مقام د بېرته ترلاسه کولو په حال کې یوو. موږ نه یوازې دا چې دغه طرحه په سم ډول درک کړې، بلکې د هغې اثبات ته هم اړتیا نه لرو. په مقابله نقطه کې زموږ اقدامات د انرژۍ، طبیعي ګازو او ترانسپورټ په برخو کې جریان لري.
له بل لوري، سیمه د بدلون هماغه د تحول بهیر تجربه کوي، چې د امریکا متحده ایالتونه یې له ۱۸۴۰ تر ۱۸۶۹ کلونو ترمنځ شاهد و. آسیا پر اقتصادي لویې وچې د بدلېدو په حال کې ده. د ترانسپورټ، سیمه ییز اتصال او نوري فایبر په برخو کې تحول ددې بدلونونو له ډلې دي. له همدې امله، د یادو بدلونونو د تحقق لپاره د لیدلوري تغییر ته اړتیا ده. ځینو [نړیوالو او سیمه ییزو] لوبغاړو ښایي د طالبانو په مقابل کې ځینې تضمینونه ترلاسه کړي وي، خو په منځمهال کې چې لس کلن لیدلوري ته اړتیا ده، په افغانستان کې د یوه پیاوړي دولت موجودیت د سیمې د ثبات او اتصال لپاره ضروري امر دی. اقدامات روان دي، خو [ددې خبرې د تحقق لپاره] لا ډېر زیات کار پاتې دی. “
سیمه ییز اتصال د ولسمشر غني هغه مهم لیدلوری دی چې افغانستان به د سیمې په څلور لاره او د افغانستان موقعیت به په داسې ارزښتناکه پانګه بدل کړي چې هم به ترې موږ او هم د سیمې نور هیوادونه معقوله او مناسبه ګټه واخلي.