خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

 نوماندان دې ژمنلیک لاسلیک کړي

اېمل پیاوړی
د تېر ځل ولسمشریزې ټاکنې چې په افغانستان کې په یو ناورین واوښتې او ډاکټر عبدالله عبدالله په لوی لاس بحران ته یووړې او بیا یې په پایله کې نیم امتیاز او حکومت ترلاسه کړ، نو دا یو بد دود او رواج شو، ځکه چې سر له اوسه همدغسې یوه ناوړه هڅه پیل شوې او له ولس سره هم دا وېره او اندېښنه ده چې ممکن د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دغسې یوه هڅه په سږنیو ټاکنو کې هم وکړي.
ولسمشر غني د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته ولس ته وینا پرمهال د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان مخاطب کړل او هغوی ته یې وویل راځئ سره کېنو او په ګډه د ټاکنیزو کوډونو په اړه چې په ټوله دنیا کې مروج دي باید د دغو کوډونو په سر توافق او لاسلیک وکړو. سره له دې چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو به تل دا ویل چې ولسمشر غني ورسره نه کېني او نه ګور ي او نه هم مشوره کوي، مګر د ولسمشر غني له دغې بلنې وروسته یې نه ګیله کړې او نه شکایت کړی او نه هم ورغلي دي.
ولس دا وېره او اندېښنه لري چې خدای مکړه دا ځل به بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ناکام نوماندان ټاکنې بحران ته بوځي. د ټاکنود پایلو منلو څخه به انکار وکړي، لاریونونه اوګډوډي به جوړه کړي او د خلکو ژوند او کاروبار او په لویه کې به د هیواد امنیت ته مزاحمت ایجاد کړي، نو په دې خاطر باید مخکې له مخکې یو وضاحت رامنځته شي.
وضاحت داسې رامنځته کېدای شي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو اخلاقي کوډ ترتیب کړي او د ټاکنو له ترسره کېدو او د پایلو له اعلان دمخه یې په ټولو نوماندانو لاسلیک کړي او له هغوی څخه په لیکلي ډول دا ژمنه واخلي چې د ټاکنو پایلې چې د کمېسیونونو له لورې اعلانېږي دوی ته د منلو وړ دي او دوی به له هغه وروسته هیڅ ډول اعتراض نه کوي او نه به هم داسې کوم مزاحمت د اعتراضونو او لاریونونو په بڼه ایجادي چې د ټاکنو مشروعیت او د ولس د مزاحمت لامل شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو اوسنیو هڅو او د ولس اندېښنې ته په کتو دا ډېره حتمي ده چې نوماندان باید مخکې له مخکې تعهد وسپاري او بیا په خپل دغه تعهد باندې ودرېږي، دا کار به نه یوازې د ټاکنو اصل بنسټي کولو سره مرسته وکړي، بلکې د راتلونکي حکومت مشروعیت سره هم لویه مرسته ده او بیا به د تېر په څېر دې ته اړتیا نه وي چې کوم بهرنی امریکایي یا بل مقام دې راشي او دلته دې په افغانستان کې مداخله وکړي او د جوړجاړي له لارې دې یو دوه سری او مصلحتي حکومت ایجاد کړي، ځکه د ولس رایو ته چې په ډېرو سختو شرایطو کې حتی د خپل سر او ژوند په قېمت رایې ورکوي باید درناوی وشي او هغوی ته دا اعتماد ورکړل شي چې د دوی رایې سل په سلو کې ارزښت لري او هیڅوک به هیڅ ډول معامله ورباندې ونه کړای شي.