دولت، حکومت او نظام
واحد فقیري
په افغان میډیا کي د «دولت» او «حکومت» کلمات عموما معادل او مترادف کارول کېږي، حال دا چي په سیاسي ټرمینالوژي کي دا دوه لغاتونه جلا جلا ماناوي لري. دغه راز، د حکومت لپاره د «نظام» لغت هم زیات استعمالېږي.
دولت، البته په ساده الفاظو، هغه ډله خلګو ته وايي چي په یوه منظم سیاسي چوکاټ کي سره راغونډ سوي وي. ملي او سیاسي حاکمیت ولري، او معلوم او څرګند سرحدونه ولري. خپل ځانته مشخص ملي کرکټر او دودونه ولري.
حکومت هغه مقام او صلاحیت ته وايي چي یوې ډلي خلګو ته د حکومت کولو صلاحیت ورکوي. حکومت هغه سازمان او ماشین دی چي د یوه سیاسي واحد د ادارې لپاره استعمالېږي. حکومت هغه ډله خلګو ته وايي چي د حکومت کولو او اداره کولو صلاحیت لري.
د دولت او حکومت په مینځ کي لوی فرق دا دی چي دولت عموما تلپاته وي. مدام موجود وي، او له مینځه نه ځي. خو حکومت بدلېږي. یو حکومت انتخابات بایلي، او پر ځای یې بله ډله د حکومت واګي په لاس کي اخلي. یو حکومت سلب اعتمادېږي، او یا هم استعفا کوي.
په امریکا کي، د حکومت لپاره عموما د «ادارې» لغت کارول کېږي. د مثال په توګه، د ټرمپ «اداره»، او یا د اوباما «اداره.»
نظام یا سیسټم د یو سیاسي او اجتماعي نظام شکل، محتوا، اصولو، او رنګ ته وايي. د مثال په ډول، دیموکراسي یا دیکتاتوري دوه جلا جلا حکومتي نظامونه دي. هر یو ځانته بېلا بېل اصولو او قواعد لري. خپل ځانته مخصوص سیاسي او اجتماعي روابط او مناسبات لري.
اوس به راسو خپل اصلي مطلب ته. کله چي یو څوک د حکومت د بدلولو خبره کوي، هغوی د دولت او نظام د تغییر خبره نه کوي. په افغانستان کي، په تېره بیا د اشرف غني پلویان د عامو خلګو د غولولو لپاره د «دولت، حکومت، او نظام» کلمات سره مغالطه کوي.
هغوی مدام دا سست استدلال کوي چي ګواکي د اشرف غني په تګ سره «دولت او نظام» چپه کېږي. دا یوه بې بنیاده او سطحي خبره ده. ځکه اشرف غني «دولت او نظام» نه دی، بلکي اشرف غني فقط او فقط د یوه ناړامه او لړزانه رژیم مشر دی. د اشرف غني رژیم له دولت او نظام سره معادل بلل، یوه څرګنده عوام غولونه ده او بس.