خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ولسمشر غني د ملکیت سندونو طرحه

اېمل پیاوړی
د پلازمېنې کابل په ګډون د هیواد په اکثرو ولایتونو او ښارونو کې اکثره ځمکې د زورواکانو له لوري په زور ونیول شوې او غصب شوې او بیا په بې وزله او ناچاره خلکو وپلورل شوې او اوس هغوی په کې ابادۍ او کورونه جوړ کړي دي. د کابل نږدې اتیا سلنه برخه غیر پلاني ساحې دي. دا ساحې دوه ستونزې لري، یو دا چې ښاري نظم یې خراب کړی دی او دویم دا چې اوسېدونکي یې لا هم مطمین نه دي او نه خپل جایدادونه مصون ګڼي او د خدماتو په برخه کې هم ورته رسیدګي نه کېږي. دوی لا هم محروم او محکوم دي.
ولسمشر غني د دغو جایدادونو د مصونیت او د محرومیت د ختمولو لپاره د ملکیت سندونو د وېش او ورکړې طرحه جوړه او اوس د عملي کولو په حال کې ده. د دغې طرحې ګټه داده چې له یوې خوا به د خلکو جایدادونه مصون شي. له بل لوري به دوی ته خدمات برابر شي. ښاري نظم به ورسره ښه شي. د زوراکانو او غاصبانو لاس به ورڅخه لنډ شي او همدارنګه به دولت ته عاید هم راشي.
پرون په همدې مناسبت د نړیوال ښاري بین المللي سمپوزیم مراسمو ته د وینا پرمهال ولسمشر غني وویل، ”قانون له یوه لوري د دنیا بهترینه هدیه ده، اما چې کوڼ او ړوند وي نو تر هغه بدتر شی په دنیا کې نشته او د بې وزلو او ښځو پر وړاندې قانون نه یوازې په افغانستان، بلکې په دنیا کې هم کوڼ ، هم ړوند او هم بې تفاوته و، مګر له دې وروسته به داسې نه وي، قانون او حکومت به اورېدونکی او ښاروالۍ به فعالې وي.
کله چې جایداد غیر شرعي وي، یا عرفي وي په څه ستونزه یې انتقالوئ او تر ټولو بدتر که په ناحیه کې ژوند کوئ چې اکثر جایدادونه غیر پلاني وي، نو ښاري خدمات ډېر کمزوري وي . یو بام او دوه هوا وي. دوی ظلم کړی، غلط دی او تاسو یې محروم کړي یاست او دا بد دي.“
ولسمشر غني په دې برخه کې تېر مسوولین او مقامات ملامت بولي چې د میلیاردونو ډالرو او امکاناتو باوجود یې ښاري نظم تامین نشو کړای او وضعیت یې لا بحراني کړ، هغه وایي: ”سلګونه میلیارد ډالر راغلل، مګر واضح لیدلوری نه وو، د دې پرځای چې ښارونه د ژوند او تحرک په مرکزونو بدل کړي، برعکس یې د محرومیت مرکزونه کړل. دا د بې تفاوتۍ عصر پایته رسېږي. دا دولت ځواب ویونکی دی. دا وزارت، ښاروالۍ به مو له دې وروسته په خدمت کې وي.
هر افغان نارینه او ښځې ته مطمین ملکیت او پلان شوې ساحه اماده کوو. دا زموږ په لاس کې ده. کابل کولای شي مطلق متفاوت ژوند ولري. له دې خاطره ضرورت دی چې جوړ شوي پلانونه او قوانین تطبیق شي، څه چې په کاغذ وي او عملي نشي په درد نه خوري. څه شی چې زه ډاډ درکوم په جرئت درته ویلی شم چې په دا پنځو کالو کې مو ډېرې هلې ځلې کړې دي چې دا موجوده ستونزې رفعه کړو.
د هیواد په بېلابېلو برخو کې د ملکیت سندونو وېش پیل شوی دی او په دې برخه کې لا هم د غیرپلاني ساحو سروې ادامه لري او باور دی چې ډېر ژر به دغه غیر پلاني ساحې په پلاني ساحو بدلې او د خلکو ښاري خدمات او اسانتیاوې زیاتې شي.