خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غني: له  غاصبانو سره جدي حساب کېږي

محمدروښان ښاد
د ولسمشر کرزي په تېره دیارلس کلنه دوره کې تر ټولو زیاتې دولتي او ملکي ځمکې او جایدادونه د زورواکانو او جنګسالارانو له لوري غصب شول. د ولسمشر غني په وینا ”یو میلیون جریبه ځمکه، عامه ملکیت او دولتي ملکیت غاصبینو غصب کړې وې او تمامه ورځ به یې ورته چکچکې کولې چې پلاني خان شل زره غصب کړې او فلاني خان دېرش زره جریبه ځمکه غصب کړې دا خاینان دي غاصبان دي او غصب به ختمېږي. وطن د خدای او ولس دی او دوی یې ځانته ګټي.“
هغه مهال د غصب او فساد پر وړاندې د دولت په کچه کافي معافیت حاصل وو او هیچا یې پر وړاندې حرکت نه کاوه، نه یې د غصب مخه نیوله او نه یې هم له غاصب پوښتنه کوله، له همدې امله غصب په لویه معضله بدل شو او د افغانستان محاکمو ته تر ټولو ډېرې حقوقي دعوې چې راغلې د خلکو د ځمکو او جایدادونو د غصب وې، مګر نه یې حکومت او نه هم محاکمو په حق کې اجرات وکړل او همغه وو چې خلک له حکومت او عدلي او قضایي ارګانونو نهیلي شول او خپل عرایض یې د طالبانو صحرایي محکمو ته یووړل او خلکو د دولت پرځای طالبانو ته مراجعه وکړه، مګر د دې باوجود لا هم د وخت مسوولین او مقامات بې تفاوته پاتې شول.
مګر له کومې ورځې چې ولسمشر غني واک ته ورسېده، نو ورسره جوخت د غصب، غاصب او مفسد پر وړاندې دغه بې تفاوتي هم پایته ورسېده ، هغه وایي ، په یاد مو دي چې زه جمهوررئیس شوم څو کسان چې غصب او فساد یې کړی و چې فشار مو ورباندې راوړ پټ شول او ځینې یې وتښتېدل، په سرحد کې مو ونیول او اوس بندیان دي.
د نوموړي په وینا: ” … قانون کې تشه وه، غصب جرم نه و ، غاصبانو فکر کاوه چې څوک نشي ورته ویلی چې جرم دې کړی. اوس غصب جرم شوی او دیارلس زره کسان تشخیص شوي او له ټولو نه به حق بېرته اخلو، ستاسو حق به ورڅخه اخلو.”
جمهوررئیس غني د غاصبانو د غصب شوې ځمکې په اړه وایي: ” ځمکه یې غصب کړه، په تاسو یې ووېشله تاسو چې څه لرل دې غاصبینو ته مو ورکړل سبا درته وایي له کورونو ووځئ. تاسو سره کار کوو چې جایداد مو مصون شي له دوی پسې ګرځو او د ملت او دولت غصب شوی حق له دوی بېرته غواړو او ورڅخه وابه یې خلو. اما تر ټولو لوی عامل دا وو چې دولت توجه نه کوله.“
په تېرو پنځو کالو کې ډېرې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه بېرته ترلاسه شوي او دا پروسه لا همداسې په جدیت ادامه لري او ټول شخصي او دولتي جایدادونه چې په تېرو کلونو کې غصب شوي دي بېرته به له غاصبانو څخه اخیستل کېږي او اصلي خاوندانو ته به سپارل کېږي. له غاصبانو سره به کلکه محاسبه کېږي، دوی بې پوښتنې او بې حسابه ځکه نه پاتې کېږي چې اوسنی حکومت د غصب او فساد پر وړاندې ذره معافیت هم نه لري.