د امریکا د خارجه وزارت د ویاندي په جواب کي
واحد فقیري
پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي، اغلې مورګن اورتاګوس، په خپل ورځني خبري کانفرانس کي د افغانستان او امریکا د روابطو په برخه کي ځیني بې عاطفې او بې بنیاده څرګندوني وکړې.
اغلې مورګن د دې پوښتني په جواب کي چي د افغانستان د تباه کولو په برخه کي د جمهورریس ټرمپ شډلو څرګندونو اکثره افغانان خواشني کړي دي، وویل،«زه باید افغانانو ته دا ور په یاد کړم چي امریکا او ناټو ملګرو يې په افغانستان کي په لسهاوو زره قربانۍ ورکړي دي، څو افغانان د خپلي آیندې د ټاکلو حق ترلاسه کړي.»
اغلې مورګن ته باید وویل سي چي لومړی د هغې ارقام سراسر غلط دي. پدې تېرو شلو کالو کي د امریکايي عسکرو تلفات تقربیا دوه نیم زره کسان دي، او د ملګرو ملتونو او نورو بین المللي موسساتو په حوله د امریکا په شل کلن اشغال کي امریکايي عسکرو په زرهاوو بې ګناه او بې دفاع ښځي، ماشومان، او ملکي افغانان قتل کړي دي.
بله خبره دا ده چي امریکا په افغانستان کي یو مشروع او د خلګو په اراو باندي تکیه حکومت نه دی قایم کړی، بلکي د اشرف غني – عبدالله نامشروع رژيم د امریکا په سفارت کي د ټولو بین المللي قوانینو او ارزښتونو پر خلاف تشکیل سو، او پر افغانانو باندي د امریکا د برچې په زور تحمیل سو.
اغلې مورګن دغه راز وايي چي امریکا په افغانستان کي په میلیارډو ډالره لګولي دي. البته د اغلې مورګن دا ادعا هم کاملا غلطه ده. د امریکا د کومکونو ۸۰ ٪ فیصده بېرته د امریکايي قرار دادیانو جېبونو ته ولېدلي دي، او بېرته امریکا ته راوړل سوي دی. باقي پاته ۲۰ ٪ فیصده پر افغان جنګسالارانو، د مخدره موادو پر قاچاقبرانو، او قاتلانو باندي وېشل سوي دي. د افغان ملت له امریکايي سخاوت څخه فقط او فقط هر کال د امریکا «د مور بم» په شمول شپږ سره بمونه تر لاسه کړي دي. افغانستان همدااوس د جهان تر ټولو ناامنه، فاسد، او فقیر هیواد دی.
بلخوا، د عامه افکارو د غیر رسمي احصاییو پر اساس، اکثره افغانان د امریکا د شل کلن اشغال مخالف دي. د افغانستان په داخلي چارو کي د امریکا د ناروا مداخلو مخالف دي. او په افغانستان کي د امریکا د استعماري پالیسو مخالف دی.
اغلې مورګن ته باید دا هم وویل سي چي په افغانستان کي د امریکا شل کلن استعمار د افغانستان او منطقې لپاره داسي خطرناکه مشکلات زېږولي دي چي د افغان ولس به په راتلونکو لسیزو کي ور سره لاس او ګریوان وي.
نو لهذا، اغلې مورګن ته پکار ده چي څه انساني عواطف خپل کړي. با مسولیته څرګندوني وکړي. او درواغ، فریب، او منافقت کم کړي.