د افغان د جنګ د حساب او کتاب وخت رارسېدلی دی
واحد فقیري
امریکايي متقاعد ډګروال، ډېنیل مورګن، په افغانستان او عراق کي څو کرته جنګونه کړي دي. هغه د جولای پر ۲۸ د امریکا په مشهور سیاسي ویب سایټ (د هیل) کي لیکي: امریکا باید په افغانستان کي د خپل اوږده جنګ د مقصد او هدف په اړه جدي سوچ وکړي. په افغانستان کي د امریکايي عسکرو د تلفاتو لپاره نور هیڅ موجه دلیل نسته. په افغانستان کي زموږ اصلي ستراتیژيکي خطا دا ده چي موږ ژر نه یو راوتلي. هلته لا پاته کېدل او یا سوکه سوکه راوتل زموږ غرور او استبکار ښيي. موږ ته د افغان جنګ په میلیارډو تاوان راسولی دی.
په افغانستان زموږ کلنی مصرف ۴۵ میلیارډه ډالره دی. که څه هم ۱۷ کاله کېږي چي امریکا په افغانستان کي نظامي حضور لري، خو افغانستان د جهان تر ټولو غریب، فاسد او رشوتخوره ملک دی. ظاهرا، د امریکا تر نظامي مداخلې مخکي هلته اداري فساد او رشوتخوري کمه وه. د اداري فساد یو ستر عامل دا دی چي امریکا په غیر مسولانه توګه په میلیارډو ډالره ور پمپ کړل.
د افغانستان ملي اردو د طالبانو د ماتولو نه ظرفیت او نه هم قابلیت لري. د افغان پوځ ساتل هر کال پنځه میلیارډه ډالره لګښت غواړي. په اردو کي د عسکرو فرار تر قرار زیات جګ دی. د ۲۰۱۴ راهیسي، ۴۵۰۰۰ عسکر وژل سوي دي. په افغان اردو کي فساد زیات خو د لیډرشیپ کوالټي کښته ده.
افغانستان به تل د یاغي سازمانونو کوربه وي. پاکستان د هند له ډاره هلته افراطیان روزي. هیڅوک باید دا توقع و نه لري چي ګڼ شمېر یاغي ګروپونه به د سولي تړون ومني. دا به د یو امریکايي مشر لپاره پوره حماقت وي چي بل راز فکر کړي. نو لهذا، امریکا ته پکار ده چي د افغان د جنګ سره خپل حساب او کتاب وکړي.
د امریکا هر جمهورریس لدې ډارېږي چي که چیري له افغانستانه راووزي، د سپټمبر ترورسټي حملې به بیا تکرار سي. خو دا یوه بابېزه خبره ده، ځکه د دې ګومان د حمایت لپاره هیڅ واقعي استخبارات نسته. بلخوا، د سپټمبر د حملو تکرار د جهان له ګوټ ګوټه ممکني دي. په نړۍ کي ډېر داسي ځایونه سته چي حکومت نه لري. امریکا باید هڅه وکړي چي په منیځني خیتځ کي تشدد او جنګونه راکم کړي، د مهاجرینو غم وخوري. او خپل استخبارات غښتلي کړي.
له نېکه مرغه د افغان د سولي مذاکرات پرمختګ کوي، او باید انجام يې د امریکايي عسکرو راوتل سي — او دا کار باید ژر وسي. له افغانستانه راوتل باید سل فیصده نه وي، بلکي لکه نور ملکونه زموږ هم باید هلته سفارت ولرو. او د تروریزم پر ضد یوه وړه مشورتي نظامي ډله هلته وساتو. خو امریکايي عسکر باید په جنګ کي نه وي.
زموږ اصلي ستراتیژیکي اشتباه په افغانستان کي زیات وخت پاته کېدل ول، خو دا به بله ستراتيژیکي اشتباه وي که چیري موږ دا ګومان وکړو چي ژر او چټک راوتل به زموږ په زیان وي.
موږ باید پوه سو چي موږ د راوتلو وخت رارسېدلی دی. نور وخت نسته.