خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن پوسټ: امریکا به په زرهاوو عسکر له افغانستانه راوباسي

واحد فقیري

امریکايي چارواکي وايي چي د ټرمپ حکومت دېته اماده ګي نیسي چي د طالبانو لخوا د اور بند او د القاعدې د تحریم په بدل کي له افغانستانه په زرهاوو امریکايي عسکر راوباسي. دا موافقه له طالبانو څخه غواړي چي د کابل حکومت سره مخامخ خبري وکړي، او په بدل کي به امریکا په اوله جوپه کي خپل عسکر له ۱۴۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته راکښته کړي.

واشنګټن پوسټ د اګسټ پر اوله لیکي که چیري دا موافقه وسي، دا به د افغان د ۱۸ کلن جنګ د ختمولو په برخه کي تر ټولو مهم ګام وي. یو امریکايي مامور وايي،«زه ویلای سم چي هغوی ۸۰ او یا ۹۰ فیصده خبري فیصله کړي دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،«موږ هیلمن یو. خبري ښه ښکاري، او ښايي یوه مهمه خبره پېښه سي. موږ امید لرو چي کوم خنډ واقع نه سي، خو هر څه د امریکایانو په جدیت پوري اړه لري.»

اخبار لیکي چي جنرال میلر هم راضي دی. هغه پخوا لا ویلي دي چي یو طرف هم دا جنګ په نظامي لحاظ نه سي ګټلای.

افغان چارواکي وايي د طالبانو سره موافقه به د امریکايي عسکرو په موجودیت کي کمی راولي، خو هغوی يې د شمېر په اړه معلومات نه لري. یو افغان مامور وايي،«امریکایان دېته د سولي مذاکرات وايي، خو طالبان يې د عسکرو د وتلو مذاکرات ګڼي.»

واشنګټن پوسټ لیکي خارجه وزیر، مایک پامپيو، ته دا وظیفه سپارل سوې ده چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو مسله امریکایانو ته تشریح او توضیح کړي.‌ هغه وايي چي ټرمپ همدا وظیفه ته ور سپارلې ده.

یو امریکايي مامور وايي جنرال میلر غواړي چي د بګرام هوايي اډه وساتي، او په کابل او کندهار کي امریکايي هوايي بېسونه هم وساتي، څو د داعش او نورو ترورسټانو پر ضد يې وکاروي.

خو افغان چارواکي اندېښمن دي چي د امریکايي عسکرو وتل به د هغوی موقف نور هم ور کمزوری کړي.

خلیلزاد لس ورځي په کابل کي وو، او یوه خبریال ته يې ویلي دي چي له هغه وخته راهیسي چي دا وظیفه ورسپارل سوې ده، دا لس ورځي «تر ټولو ګټوري» وې.

افغان حکومت د سولي لپاره یو ۱۵ لسیزه ټیم نومولی دی.