د شاعر زړه
ليکوال : رابندر نات ټیګور
ژباړه : عصمت الله زهیر
د سپوږمۍ په شپه وشنو بهګوان ناست وو په زړه زړه کې زمزمې کولې
٫٫ ما داسي پاموله چي پر سر د مځکي هم دا خلګ تر ټولو زړه وړونکي مخلوقات دي
لاکن دا خیال مي ناسم وختو .
د کنول ګل چي څه مهال د باد په پستو څپو ځنګیږي زه یې وینم هغه تر ټولو ساکښانو څومره سپېڅلی او خوشنما دی هم دا اوس، اوس یې پاڼي په سپوږمینو ځلاو کي وغوړیدې هغه داسي زړه وړونکی دی چي زه یې له سترګو نیامولی نسم .
هو! په انسانانو کي مشابه ورسره کوم څه موجود سته ٬٬ !
اوس وشنو بهګوان اوږده سړه سا واخېستله ، یوار بیا په سوچ اخته سو ٫٫ آخر ماته د څه لپاره د خپل قوت څخه یوه نوې هستې زیږول په کار ده چي په انسانانو کي داسي جوت وي لکه په ګلانو کي د کنول ګل چي د اسمان او مځکو دواړو لپاره د راحت او خوښۍ باعث وګرځي .
اې ! د کنول ګله ته د یوې پیغلي په بڼه لاهو او زما په وړاندي راڅرګند سه ٬٬ .
په اوبو کي یو نرۍ څپه را پېدا سوه لکه څنګه چي د ابابیل په وزرونو کي جوتیږي .
شپه نوره روښانه سوه سپوږمۍ په ټول تاب سره ځلېدله لاکن یو ګړی پس ناڅاپه هر څه په چوپتیا کي ونغښتل سول ، جادو بشپړه سو د بهګوان په وړاندي کنول په انساني بڼه روښان ولاړ وو .
هغه یو داسي زړه وړونکی صورت وو چي خپله په لېدو به یې دیوتا هم حیرانتیا اخستی وي .
هم دا د ښایست ملایکه یې مخاطبوله وشنو وویل ٫٫ ته لومړی د ناور د غاړي ګل وې اوس زما د تصور ګل یې راسه خبري راسره وکړه ٬٬ .
نجلۍ زښت په قراره خبري ورسره پېل کړې ، د هغې ږغ سم دم داسي وو لکه د کنول پاڼي چي د سهار د باد په پستو څپو ځنګیږي .
٫٫ حکمداره!تاسو زه په ساکښه هستي سره بدله کړم اوس راته د میشتوالي امر کوم ځای راکوی !
حکمداره !څه مهال چي زه ګل وم نو د باد له څپو به ډاریدم او غوټۍ خوله به مي راټوله کړه ، زه له باران او سیلۍ زښت ډاریدمه ، له بریښنا او تالندې به مي په ټول وجود کي وحشت په ځغاستا سو .
زه د لمر له سوځونکو وړانګو به ریږدیدم ، تا له کنول څخه و دا حالت ته بللې یم نو ځکه دا زما د پېل څخه فطرت ګرځېدلی دی چي زه د مځکي او ورباندي موجود له هره څه یې ډاریږم .
بس دومره راته ووایه زه کوم ځای میشت سم ٬٬ ؟
وشنو اوس د ستورو و خوا ته وکتل ، د یو ګړي تر فکر کولو وروسته یې ورځني وپوښتل .
٫٫ څه ته غواړې چي د غرونو په څوکو کي میشت سې ٬٬ ؟
٫٫ نا ! حکمداره نا هلته خو واوري دي زه له یخه زیات ډاریږم ٬٬ .
٫٫ نو ښه ده زه به د تالاب په ژور تل کي ستا لپاره یو بلوړین محل درته جوړ کړم ٬٬
٫٫ د اوبو په تل کی ماران او نور ډارونکي ځناور ژوند کوي زښت ورځني ډاریږم ٬٬ .
٫٫ نو څنګه بیا دي شاړ بیابان خوښیږي ؟
٫٫ نا، حکمداره د بیوانونو توپاني بادونه د بریښنا او تالندو ډارونکي ږغونه څه ډول زغملی سم ٬٬ .
نوبیا ستا لپاره کوم ځای درته انتخاب کړم ؟
وو! د ایلورا په سمڅو کي سادهو خلګ میشت دي ولي ته له ټولو جلا ځان ته په یوازېتوب کي هلته اوسېدلی سې ؟
٫٫ حکمداره ! هلته به زیاته تیاره وي زه پکي ډارېږم ٬٬
اوس وشنو بهګوان لاس تر زنه پر یو کاڼي کښېنستو مخامخ هغه پیغله ډاریدلې ورته ولاړه وه .
( 2)
اخر پای تر ډېر ځنډ وروسته چي د سهار ګلابي رڼاوي د ختیځ لوري اسمان روښان کړو ، د ناور اوبه ، د خورما وني او شنه بانسونه زرین سول ، سپینو او شنو مرغانو د اوبو پر سر ، مینا او سیمرغ مرغانو په ځنګل کي شور جوړ کړو نو ورسره د رباب مستانه لی ته ورته یوه د میني نغمه په ږغیدو سوه .
بهګوان لا تر اوسه د خیال په عالم کي غرق وو ، چي راوغورځېدو ویې ویل ٫٫ والمیکي ورته وګوره شاعر لمر ته پر سجده دی ٬٬ .
څه ګړی وروسته هغه ارغواني پردې چي سپېڅلي ګلان یې وډر ساتلي وو پورته سوې او د تالاب سره په خوا کي والمیکي راڅرګند سو په انساني بڼه بدل سوی کنول چي یې در سترګو سو نور یې ساز ږغول بس کړو –
ساز یې له لاسونو پر مځکه کښته راپرېوتو دواړه لاسونه یې په بغلو کي ونیول د ډېري حیرانتیا لکبله اوچ کلک سو .
بهګوان ورځني وپوښتل ٫٫ څه خبره ده ! ولي داسی پټه خوله سوې ؟
والمیکي په ځواب کي ورته وویل ٫٫ حکمداره ! ما نن د میني درس زده کړو ٬٬ .
تر دې وړاندي یې نور هیڅ ونه ویل .
ناڅاپه د وشنو سترګي روښانه سوې او ویې ویل
٫٫ د ښایست ملایکي ستا لپاره مي مناسب ځای وموندلو ورسه د شاعر په زړه کي استوګه غوره کړه ٬٬ .
هغې د والمیکي زړه د بلوړ په څېر سپېڅلی پامولی وو ، هغه نجلۍ په خپل ټاکلي ځای ور داخلېدله چي د والمیکي د زړه ژور تل ته یې نظر سو بڼه یې ژړه واوښتله او وام ورباندي غالب سو – دیوتا حیرانتیا واخستلو ٫٫ ورته ویې ویل ، ولي د شاعر په زړه کي له اوسېدلو هم ډاریږې ؟
٫٫ حکمداره ! دا تا وماته د کوم ځای د اوسېدلو امر وکړو ماته خو په دا زړه کي د غرونو واوریني څوکي ، دعجب و غریب ځناورو څخه ډک د اوبو تل او د ایلورا له تیارو ډکی سمڅي هر څه راته پکي ښکاریږي هم په دا خاطر حکمداره زښت ډاریږم ٬٬ .
دا چې واوریدل وشنو وخندل او ورته ویې ویل
٫٫ په انساني بڼه تغیر سوې ګله په اطمینان اوسه که د شاعر په زړه کي واوره ده نو ته به د سپرلي د مست باد یوه څپه سې چي هغه واوره به ویلي کړې او که د اوبو ژورتیا لري نو ته به په دا ژورتیا کي ملغلره سې او که بیابان وي نو ته به پکي د ارامتیا او خوښۍ زڼي وپاشې –
او که د ایلورا سمڅي وي نو ته به یې په تیارو کي د لمر وړانګې وځلوې ٬٬ .
شاعر دا مهال دوباره پرخبرو راغلی وو ، د شاعر خوا ته په کاتو کي بهګوان دومره ورته نور وویل .
( ورځه دا شی وتاته درسپارم دا واخله او تل خوشاله اوسې )