په ادبي او سیاسي تنظیم کي څه توپیر دی ؟
پ : په ادبي او سیاسي تنظیم کي څه توپیر دی ؟
ج : هم هغه توپیر دی کوم چي په پرتوګ او پتلون کي دی .
پ : مطلب په نکټایي او پتلون اغوستلو سره تش سړی بدل سي خو ذهنیت یې هغه وي .ج : د اسکېرولو خلګ ذهنیت سازي اړینه ده او د ادب په ډګر کي د قبیلوي او کورني محرومیت غچ اخستلو لپاره د بل دستار ته لاس اچول بازاري رویه ده غندل یې په کار دي کنې شرارتي او فساد خوښونکي خلګ به ادبي ډګر د کربلا په میدان بدل کړي
س : سپیان پخپلو کي سره جنګیږي خو ملنګ ته یې صلا یوه ده ؟
ج :د هندو باغ « ملا ډنډا» دي رحم درباندي وکړي زموږ هم دغسي حال دی زړه مه تنګوه
س : توبه توبه د لیکوالو او د شاعرانو د قهر او د حسده د یوه او بل به کالي سره کاږي چي سره مخامخ سي یو او بل پر لاسو سره مچوي ؟
ج :پاکستاني لټریچر چي د کومو لیکوالو ذهنیت سازي وکړه ، یو شمېر مغالطې یې په ځانګړې توګه په ذهنونو کي ورته وکرلې ، خپل اتلان او تاریخ یې په هېر کړو د پښتو د خدمت او ودي په نوم یې په ادارو کي کښېنول د غلامانه او مجرمانه ذهنیت سازي او ګمرایۍ ته یې د رادیو کوټي ګل څانګه او خبري اتري یې څرګند مثالونه دي …
د میاشتنۍاولس کوټي د لاري داسی لیکوال یې وروزل چي د لیک د لاري افغانستان د ښمنۍ او د پښتون قامي تحریک په خلاف د تخریبولو په فعالیتونو وګمارل هم هغه ذهنیت سازه ادارې نن هم د دې تخریبي فعالیتونو تر شاه لاس لري .
س : د ځینو خلګو دا عادت وي چي خارش نکوي هغه ځای ګروي چي دا ولي ؟
ج : د ځینو به دا عادت وي د نسوارو ډکه خوله ، پرتوګاښ په لاس کي د سړک پر غاړه به ولاړ وي خلګو ته به حیران ، حیران ګوري .
س : ځني خلګ چي په یو څه نه پوهیږي په هغه کي لاس وهي او ځان پروفېسر ورته ښکاري ؟
ج : دا داسي معنا لري لکه د پښین بازار د خرو ګاډۍ وانانو چي خره ګاډۍ په زرنج رکشو بدلي کړې اوس شکر دی هره ورځ پنځه سپین سري لس ماشومان ټپیان په هره کوڅه کي لرو …
س : د خرو تر ګاډیو زرنج ښه بدلون او مثبت تغیر نه دی ؟
ج : هم دا خبره ده بې تربیته او بې لائسینسه د خرو ماهر ته زرنج په لاس ورکړې پر ښار یې په ۱۰۰ رفتار کي را خطا کړې قربان یې سې ښار به په قبرونو نه واړوي .
س : د شعر او ادب په ډګر کي هم دا ځني بیخي د زرنج په رفتار نه دي روان ؟
ج : د ادب او شعر په ډګر کي د ذهني پراختیا او علمي روزني سره کورنی تربیت هم مهم وي .
س : په اخلاقي او اقتصادي توګه ځني لیکوال دومره سپېڅلي او شتمن نه دي لکه څومره چي ځان څرګندوي ؟
ج : د لیکوال او شاعر یوازنۍ لویه شتمني د هغه کرکټر دی برعکس دلته ځني لیکوال یوازي خپل کرکټر نه داغداره کوي د ځان سره ټول لیکوال شرموي …
په اقتصادي لحاظ شتمن لیکوال ( چي هم یې د درباره اخلي هم یې د سرکاره اخلي هم یې د سرداره را ټولوي ) د پښتو حساب خو به پښتنو ته ورکوي .
س :تر ۱۹۹۹ء کلونو را وروسته پښتو ادب او پښتون ادیب د پروپېګنډې ښکار نه درته ښکاري ؟
ج : یوازي د پروپېګنډې نه د نرګیست ښکار هم دي ، یو ادبي ټکي ته چي قبایلي او بازاري ګستاخانه بڼه ورکوې مطلب ستا ادبي او علمي تربیت محرومیت په غېږ اخستی دی او د شاټ کټ په وسیله دي یا دي د منصب په زور باندي ادب یرغمال ساتلی دی .
بالکل د ۱۹۹۹ء کلونو څخه د ادب په ډګر کي د غېر ادبي اشخاصو په راتګ سره د ادب په ډګر کي د پروپېګنډې موسم بیخي غېر عادلانه سوی او اخلاقي زول ته رسېدلی دی …
س : داسي ډېر لیکوال او شاعران لرو چي په کابل کي ملي او په اسلام اباد کي د قومي ( د پاکستان قومي ) شاعر خطاب ورته کیږي د دې څه مطلب ؟
ج :د غېرسیاسي او غېر نظریاتي لیکوالو او شاعرانو د اجتماعي روحیې او رویې هیله درلودل تش یو خوب خو کېدلی سي لاکن د حقیقت بڼه کله هم خپلولی نسي هم دا ډول په روانو حالاتو کي د کابل د ارک برانډ لیکوالو د خیر تمه کول د جهالت نمایش کول دي .
س :ارک برانډ لیکوال شعوري توګه د تفریق کرښه تازه ساتي ؟
ج : ارک برانډ لیکوال چي د تقریق لمبو ته لمن ونه وي نو ولي مترقي او ملت پالو لیکوالو او شاعرانو ته د سرو ګلابو ګیډۍ ډالۍ کړي …
زرغون پوښي زور واکانو خو په ارک کي د دې لپاره نه دي مقرر کړي چي مثبت او ملت پالو فکرونو ته دي وده ورکړي .
س : پښتنو کي پروپېګنډه زغرده په حقیقت بدله سي چي دا ولي ؟
ج : ځکه پښتانه د شنو چای تر پیاله دباندي هر حقیقت درواغ نوموي د خپل محدود استعداد تر دایره وتلی علم د شیطان دسیسه ورته ښکاري .
س : اکثر لیکوال د حسد توره کښلې د بل لیکوال مرۍ په غوڅوي ؟
ج : ادب اجتماعي ډګر دی ا موږ د اجتماعي فکر او اجتماعي مفکورې نه لرونکي په د ې ډګر کي د قبضه ګرۍ په نیت را وارد سوي یو .
س : پېښور کي دا اوس د قبیلوي لهجو په نوم سیمنار سوی وو په خبر یې ؟
ج : ریاست په شعوري توګه غواړي د قبیلوي نفرت پس پښتانه پر لهجو سره تقسیم کړي همېش ریاست هغه وخت وار کوي چي کله کابل کي پر لیکدود همږغي راسي یا د لر او بر ناره توده سي ریاست خپل منافقت را برسېره کړي د لهجو او لیکدود خبره را توده کړي .
س :د دا ډول سیمنارونو تر ګډون نه ګډون بهتره نه دی ؟
ج : د هغه چا لپاره خو بهترین چانس دی چي په اوږدو، اوږدو کتارونو کي ورته ولاړ وي یا نابللي پکي شریکیږي او په اوچه سپین سترګي یې ځانونه پکي ځایول .
س : دا ځني بیخي چالاک دي وږه ستا کاروي ځان خپل ځایوي ؟
ج : دا د ډېرو خلګو عادت دی ستا په شناخت ، شناخت جوړکړي وروسته ستا په غیبت ورته لګیا سي خو دې ته یې پام نه وي چي پر اسمان توکړي ناړي یې بیرته پر مخ موښلي .
س : د ادب د ډګر خلګ او دومره بدګمانۍ ، شرارتونه او غیبت توبه ، توبه ؟
ج : اصل کي زموږ علمي ناست ځایونه په علمي او ادبي مفلس خانو بدل کړل سو او ادبي مفلستیا چي مي د شریفو او علمي خلګو کالي و نه کاږي نو پر ساختیاتو او پر پوسټ ماډرنزم درته لیکچر در کړي .
س : ولي دوی ته هر شاعر او لیکوال د خپلي ادارې او د ځان مخالف ښکاري ؟
ج : دوی په مثال د نور احمد قرانمل د شاعرۍ په څېر دي چي د هري خرابۍ او ظلم تر شاه جمعه اڅک ورته ښکاري .
س : اکثر لیکوال د یو او بل د خلوت خانو رازونه هم په خوند، خوند را سپړي دا ولي
ج : ځکه د ادب ډګر یې قبیلوي او مذهبي وراثت پامولی دی او سمیزه کرکي کرل ادبي مسولیت پاموي .
س : د دا ځینو لنډي کیسې چي ګورم لکه د تور دیب او زبزباني شاپیرۍ نقل چي لولم
ج : د دا ځینو لنډي کیسې چي ګورم لکه فضائل اعمال چي ګورم .
س : جمال الدین مسافر دي خدای وبخښي ؟
ج :هغه خو د خدای کار دی که یې بخښي که یې نه بخښي خو د وزیرمحمد سوالي په حق به یې حتماً نیولی وي .
س : فیس بکي شاعران هم په رب توپان کوي ؟
ج : ځکه خو یې ممتاز اورکزي ته د زړه ناروغي ور واچوله .
س : ممتاز بیخي ډېر بسکټونه مخ ته پاشلي وي په یو تصویر کي چي دا ولي ؟
ج :معمولي تېروتنه د سړي د ټول ژوند خواري په سیند لاهو کړي او ممتاز هم دا کار په بې هوښي کي وکړو .
عصمت الله زهیر