د ایران او طالبانو همکاري ښايي د امریکايي عسکرو پر وتلو څه تاثیر ولري
واحد فقیري
اغلې ارین طباطبايي د اګسټ پر ۹ په واشنګټن پوسټ کي لیکي کله چي د ۲۰۱۸ په آخر کي دا مسله روښانه سوه چي امریکا له افغانستانه وزي، د ایران فوج اعلام وکړ چي د افغانستان سره به خپل سرحدونه لا ټینګ کړي، ځکه ایران هلته د بې ثباتۍ او بې امنۍ په اړه اندېښمن دی.
لدې اعلان څخه فقط څو ورځي راوروسته، ایراني او طالب چارواکو سره وکتل. که څه هم دا د هغوی لومړې ملاقات نه وو، خو ایران دا کرت د طالبانو سره ملاقاتونه رسما اعلام کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف، اعتراف وکړ چي تهران د طالبانو سره څه همکاري کوي. هغه وویل،«له طالبانو پرته د افغانستان د مستقبل تصور ناممکن دی.»
له تېر کال راهیسي، ایران د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي ملګری دی. د دې ګاونډیانو تر مینځ د تجارت حجم دونه زیات دی چي حتی جمهورریس ټرمپ د چابهار بندر له ځینو بندیزونو څخه معاف کړی دی. دا معافیت به هند ته اجازه ورکړي چي د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره دا بندر پراخ کړي.
که څه هم ایران او امریکا د ۱۹۸۰ د کلونو راهیسي دپلوماتیکي اړیکي نه لري، خو دواړونو ملکونو په ۲۰۰۱ کي د افغانستان په برخه کي همکاري سره وکړه. ایران دغه راز په افغانستان کي د امریکا حضور لا اوس هم تحمل کړی دی. ځکه د افغانستان ناامني پر ایران باندي نېغ په نېغه اثر لري. نو لهذا، ایران نه غواړي چي په افغانستان کي د امریکا لپاره د سر درد ایجاد کړي. ایران او امریکا د داعش او القاعدې د مخنیوي په برخه کي هم ګډي ګټي لري.
قریب یوه لسیزه کېږي چي د طالبانو په اړه د تهران دریځ نرم سوی دی، ځکه د داعش خورېدو ایران سخت وارخطا کړی دی. داعش په ډاګه ویلي دي چي پر ایران باندي به حملې کوي. تهران ګومان کوي چي طالبان د دوو بلاوو تر مینځ کوچینۍ بلا ده.
بلخوا، ایران دې باور ته رسېدلی دی چي د طالبانو راتګ حتمي دی، نو لهذا د طالبانو سره يې خپل روابط پراخ کړي دي. طالبان او ایران دواړه مصمم دي چي په افغانستان کي د امریکا حضور ختم کړي. که څه هم ایران نه غواړي چي امریکا کاملا له افغانستانه ووزي، او هلته مطلقه ګډوډي ایجاده سي، خو تهران په افغانستان کي د امریکا د حضور کمول غواړي.
د طالبانو سره د تهران ملاتړ تر تېر کال پوري پټ ساتل سوی وو. ایراني چارواکو مدام دا خبره ردوله. خو په ۲۰۱۸ کي تسنیم نیوز یو رپوټ خپور کړ چي د داعش په ځپولو کي یې د طالبانو رول عمده ښودلی وو.
په داسي حال چي امریکا له افغانستانه د وتلو په حالت کي ده، ایران د طالبانو سره خپل روابط په عامه توګه اعلاموي. همدااوس، هغوی په اقتصادي، امنیتي، او سیاسي برخو کي اړیکي لري، او کله چي طالبان په سیاسي لحاظ حاکم سي، دا روابط نوري هم پراخ سي.