خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په ورجینیا کي د اختر لومړۍ ورځ

په ورجینیا کي د اختر لومړۍ ورځ

کله چی مي نن د اختر د لمانځه لپاره د عیدګاه په لور د تګ نیت وکړ، او موټر مي چالانه کړ، یو ناڅاپه مي د سمارټ فون ډنګ سو او د اختر په مناسبت د خلیلزاد نوی ټویټ پر سکرین راښکاره سو. ما هم سمدستي د موټر دننه د خلیلزاد ټویټ چټک مګر په دقت ولوست، او په ترجمه کولو مي لاس پوري کړ. هغه لیکي ول،«زه پوهېږم چي افغانان د سولي تږي دي. موږ د هغوی سره ولاړ یو. . . د یوه داسي مستقل او خود مختاره افغانستان لپاره کوښښ کوو چي د هیچا لپاره تهدید نه وي.»

د خلیلزاد دا آخري جمله مي څو کرته ولوستله، او دا انتباه مي ترې واخیستله چي حتی خلیلزاد هم د افغانستان د «استقلال او خود مختارۍ» په اړه څه شکمن دی! که څه هم هغه به هرومرو راته ووايي چي «نه، بابا. داسي نه ده.»

خیر په هر حال، کله چي پر لاري د نوا د کالج پر لور روان وم، او د خلیلزاد د ټويټ په اړه مي فکر کاوه، یو ځل مي د نن ورځي غوړ لمر ته پام سو. د ورجینیا نننی آسمان صاف او شین دی، هوا نرمه ده، او کله نا کله نرم او تازه باد هم چلېږي. ما د طبیعت همدا نښي نښانې پر نېک فال ونیولې، او د سولي او امن امید مي لا غښتلی سو.

عیدګاه زما له کوره فقط پنځه یا لس دقیقې لیري ده. موږ د اختر لمونځ د نوا کالج په جیمنازیم کي وکړ. قریب دیرش کاله پخوا ما په همدې کالج کي درس پیل کړ. هله زه ښه ځوان وم. څه ایډیالسټ، څه راډیکال، څه ناپوه، او ښه ډېر ناخبره وم. کله چي د نوا د کالج عمومي پارکنینګ ته ورسېدم، زیات افغانان مي ولېدل. او ټول د کالج د ستر جیمنازیم په لور روان ول.

د کالج پارکنینګ د افغانانو په جامو ښکلی ښکارېدی. د چا پکول په سر وو، چا کندهارۍ غاړي اغوستي وې، او چا لونګۍ تړلې وه. د ښځو کالي رنګین او ښکلي ول. سره، زرغونه، او ژړ رنګونه هر ځای ښکارېدل. په پارکنینګ کي، یوې افغاني مېرمني د موټر په هنداره کي خپل مخ او سیګار د آخري ځل لپاره معاینه کړ. د موټر د څنګ هنداري ته ښه ورنژدې سوه، سترګي يې سره کش کړې، او پر وروځو باندي يې خپلي نرې ګوتي تېري کړې. کله چي ښه ډاډه سوه، بیا يې د جیمنازیم پر لور چټک چټک ګامونه واخیستل.

کله چي د کالج تالار ته ورسېدم، هلته زیات خلګ ولاړ ول. خندا او زوږ وو، او خلګو یو بل په غېږ کي سره نیول. جیمنازیم ته د ورننوتلو سره سم يې د بوټونو لپاره پلاسیتکي کڅوړه راکړه. کله چي دننه ور ننوتلم لس یا دولس صف ناسته ول، او سمدستي د لمانځه لپاره تکبرونه شروع سول.

د لمانځه تر خلاصېدو راوروسته، زموږ ځوان ملا امام صاحب لنډه او چابکه خطبه وویل. خو متاسفانه د اوسنۍ اوضاع په باب يې هیڅ هم و نه ویل. حال دا چي دا د ملا امامان وظیفه ده چي خلګو ته د حاضري وضع په اړه څه معلومات ورکړي. د شرایطو په اړه څه ووایي، او خلګ ایثار، خدمت، اتحاد، او حرکت ته راوبولي.

زموږ د دې عیدګاه او د لمانځه چاري د (مدینه مسجد) له لوري تنظیم او ترتیب کېږي. د مدنیه مسجد دا خدمت واقعا د قدر وړ دی،‌ او د مدینه مسجد ناظمین پدې لاره کي زیات زحمت باسي.

د مدینه مسجد اکثره پېرویان او مقتدیان د واشنګټن د سیمي پښتانه دي. بهر میشتي افغانان هم لکه د داخل افغانان پر اقوامو او سمتونو باندي وېشلي دي. دا مرض له ډېره وخته زموږ راسره دی، او موږ تر اوسه پوري پدې نه یو توانېدلي چي د دې اجتماعي ناروغۍ چاره وکړو.

کله چي لمونځ خلاص سو، او د موټر پر لور روان سوم. په پارکینیګ کي مي د ډول (دهل) آواز تر غوږ سو. د پارکنینګ په یوه کنج کي زیات افغانان سره راغونډ سوي ول، او یو چا ډول واهه، څو تنو ځوانانو اټن ورته کاوه. واقعا هم د ډول آواز له لیري ښه لګېږي، او د اټن ډول خو هرومرو سړی ور کشوي، او په اصطلاح سړی ور اخلي.

د ډول آواز دونه خوږ وو چي کرار کرار يې خلګ ور جلبول، او کله مېزیان ور روان ول. اټن او ډول د افغاني کلتور یوه بارزه برخه ده. په امریکا کي د هغوی موجودیت د افغاني ثقافت او فرهنګ د قوت نماینده ګي کوي. دا چي حتی په امریکا کي هم افغان فرهنګ خپل مقناطیسي جذابیت او کشش ساتلی دی، دا د افغان د کلتور پاېښت او د تطابق قوه او کیفیت ښيي.

د امریکا فرهنګ دونه قوي دی چي هر څوک چي دلته راسي، بالاخره دلته ویلي او ذوب سي. امریکایان دې حالت ته «د ذوبېدو دیګ» وايي، او واقعا هم امریکا د مختلفو کلتورونو د ذوب دیګ ته پاته کېږی. دا چي افغانانو لا اوس هم د خپل مورني فرهنګ ځیني برخي ساتلي دي، دا باید افغان جامعه شناسان تحلیل او تجزیه کړي.

ما اټن ته کتل او ډول ته مي غوږ نیولی وو چي یو ځل یوې افغاني مور خپلي لور ته ور ږغ کړل،«راځه میني! چي ځو.» په امریکا کي د «میني» په شاعرانه نامه باندي یوې ماشومي نجلي ته ږغ کول، واقعا سړی هک پک کوي. د پښتو ژبي فرهنګي غنا ته سړی متوجه کړي.

ما چي میني ته وکتل، هغه یوه وړه ښاېسته نجلۍ وه. سري، توري، او زرغونې جامې يې اغوستي وې. ښه په خرپ سیګار او فېشن ئې کړی وو، خندا يې پر وړ او نازکو شونډو باندي ګډېدله، او زموږ پر لور چټکه راروانه وه.

د دې ماشومي معصومیت، خوشحالي، او مسکا زما زړه نور هم راښاد کړ. او دا مي هم پر نیک فال باندي ونیوله.

واحد فقيري