خاطره: د اکا پارک
واحد فقیري
هره ورځ سهار کله چي له مطالعې او لیکلو څخه فارغ سم، د «اکاټینک پارک» ته د قدم وهلو لپاره ور شوه سم. ما د اکاټینک د پارک نوم څه رالنډ کړی دی، او زه يې «د اکا پارک» بولم. د اکا پارک زما له کوره فقط یوه دقیقه د پښو لاره ده. پارک بیضوی شکله غوندي دی، او یوه دوره يې قریب څلور میله یا شپږ نیم کېلومتره ده. هره ورځ، د دې پارک یوه دوره زما په ګام قریب یو ساعت او لس دقیقې وخت نیسي.
د اکا په پارک کي یو نسبتا وړ سیند تېرېږي، او دلته او هلته زموږ له چم ګاونډ څخه کوچنیۍ ولې په ګډېږي. دا ولې د باران اوبه سیند ته رسوي، او هم زموږ د سیمي د زیم روڼې اوبه په ګډوي. د پارک په آخر کي، یو نسبتا ستر بند جوړ سوی دی، او تل زیاتي اوبه په کښې راغونډوي. ګرده پارک په راز راز ونو پوښلې دی. د اکا پارک زیاتي لوړي او ژوري لري. کوتلونه او ګرنګونه لري. پر پارک باندي د قدم وهلو او بایسکل چلولو لپاره یو نسبتا نری سړک راڅرخېدلی دی. سړک تر یو ځایه پوخ دی، خو قریب دوه مېله لاره خامه ده، او ریګ او چغله باندي اچول سوي دي.
کله چي تاسي په دوبي کي پارک ته ورداخل سئ، د پارک هوا د بهر په تناسب څو درجې سړه وي. د دې سوړوالي احساس سمدستي کېږي، او سړی د انرژۍ او خوشحالۍ احساس کوي. خو په ژمي کي د پارک اکثره وني لڅي لپړي وي، د ژمي سخت بادونه يې ښوروي، او یو راز ډارونکی آواز کوي. کله چي ساړه زیات سي، د اونو ښاخونه په د یخي په نري ورغ باندي پوښلي وي، او د لمر کمزورو وړانګو ته برېښي.
د امریکا ګرده شرقي ساحل په تېره بیا د ورجینیا ایالت نهایت ښکلی دی، او دونه ښاېسته طبیعي منظرې لري چي واقعا انسان هک پک کوي. کله چي تاسي په موټر کي له یو بل ایالته د ورجینیا ایالت ته راداخل سئ. پر سرحد باندي یوه لوحه نصب وي، او پر لیکل سوي وي:«د ورجینیا ایالت ته ښه راغلاست. ورجینیا د عاشقانو ځای دی.» یا «ورجینیا د مینانو لپاره ده.»
په ورجینیا کي دا شاعرانه جمله(ورجینیا د عاشقانو ځای دی) د موټرانو پر لمبر پلېټ باندي هم لیکل سوې وي. زه چي کله په موټر کي د بل چا په ګادي پسې یم او د مخکني موټر پر لمبر پلېټ باندي دا جمله وګورم، حیرت مي یوسي، او د دې شاعرانه جملې ادبي ښاېست، اوچت خیال، او روحي کشش مي په ځان کي ډوب کړي.
زموږ د ورجینیا ایالت رسمي مرغه «کارډینال» نومېږي. د دې ښکلي او شوخ مرغه بڼکي تکي سرې دي. تېره مشوکه يې هم تکه سره ده. خو د مشوکي شاوخوا بڼکي يې بیا تکي توري دي. د غني خان په شاعرانه انداز «تور او سور» يې سره یو ځای کړي دي. د کارډینال سترګي تکي توري دي، او توري سترګي يې په سرو بڼکو کي توره لمبه کوي. پر سر باندي یو جګ تک سور تاج لري. بس د خدای د خلقت یوه عجیبه او ښکلې نمونه ده. مګر د کارډینال د مادې بڼکي زیاتر خړ رنګه دي. مګر څو سرې بڼکي هم لري. خو د نر کارډینال په څېر ښاېسته نه وي. په طبیعت کي مدام د حیواناتو نران تر مادو ښاېسته وي، زیات فېشني او ساټ و باټ يې برابر وي. عموما يې د ګډا او نڅا هنر خورا جالب وي. اما په انسانانو کي برعکس د ښځو ښاېست او فېشن زیات وي.
څو کاله کېږي چي زما د کور په یوې وړې وني کي د کارډینا یوې جوړې خپله ځاله جوړه کړې ده. هر سهار وختي نر کارډینال خپل سهارنی ریز کوي، او زما مېرمن راته وايي چي زموږ ګاونډ کارډینال زموږ د مړه سوي سپي نوم یادوي. زما پخواني سپي «رې» نومېدی، او اوس زیات و کم درې کاله کېږي چي نور زموږ سره نسته. هر سهار زموږ یار کارډینال همدا سوي نارې وهي، «رې سیتو، رې رسیتو!»
کله چي زه هر سهار خپلو سپیو ته ډوډۍ ورکوم، هغوی له خپلي وني څخه په دقت راته ګوري، او کله چي زما سپي خورک ختم کړي، هغوی وروسته له څه ټوپونو او خوشحالیو څخه کاسې ته ځانونه ورسوي، او باقي پاته ډوډۍ وخوري. جالبه دا ده چي هغوی د خپلي وني او ځالګی د دفاع لپاره جنګونه هم کوي، ځکه د کارډینال څو نوري جوړې څو کرته پر هغوی باندي تهاجمي حملې وکړې، خو هغوی د خپل کور او وطنه خورا جانانه او مردانه دفاع وکړه.
په هر صورت، بېرته به خپل د اکا پارک ته راوګرځو. د اکا پارک په پای کي ګڼ شمېر د مېلې ځایونه جوړ سوي دي. هلته زیاتي چوکۍ او مېزونه سته، د کبابو لپاره سواره منقلونه نصب سوي دي، او څو ځایه د غټو پارټیو لپاره د ناستي سرپوښه ځایونه لري. د ښځو او نارینه لپاره پاک تشنابونه لري، او دوه ځایه د څښنګ د اوبو لپاره فوارې نصب سوي دي. کله چي زه د شنبې او یکشنبې په ورځ د پارک آخر ته ورسېږم، زیاتي کورنۍ د مېلې لپاره راوتلي وي. په پارک کي د کبابو بوی او لوګی وي، او د چا اشتها رالمسوي. هره خوا، د ماشومانو شور او زوږ وي.
د پارک په یوې څنډه کي د کوچینیانو لپاره زانګوګاني او څرخونه ګرځي را ګرځي. ماشومان په کښې ناست وي، کټ کټ خاندي. شور او خوشحالي کوي. د اکثرو کوچینیانو باړخوګان د ګرمۍ له وجي تک سره وي. خولې پر راماتي وي. خو دوی په خپلو ماشومانه لوبو کي داسي راګیر وي چي په هیڅ شي کي ری نه وهي. بس په خپلي ښکلې او رنګیني دنیاګۍ کي ډوب وي، د امن و امان احساس کوي. عموما پر مور او پلار باندي امرانه حکمونه کوي.
د پارک په ډنډ کي د کرایې لپاره وړې کښتۍ سته چي لاس او پارو په زور حرکت وي. ځیني کښتۍ بایسکل غوندي پایډلونه لري، او د پښو په حرکت او زور چلېږي. پدې ځای کي یو کوچینی کانتین هم سته، او په دوبي کي مدام یو کتار ماشومان د خپلو میندو او پلرونو سره ورته ولاړ وي. څوک ایسکریم، څوک جوس، او څوک د خوړولو لپاره چپس او هاټ ډاګ اخلي.
د پارک د اوبو په ستر ډنډ کي مدام بتي او هېلۍ وي. هغوی په ډله ډله ګرځي، له خلګو څخه هیڅ نه ډارېري. دا بتي د «کاناډايي بتو» په نامه یادېږي. د پارک په چمنانو کي لکه پسونه څرېږي او واښه خوري. د پارک پر لارو باندي د دوی غایطه مواد پراته وي، او لارویان ځانونه تر بچ وي. دا کاناډايي بتي په همدې پارک کي هګۍ اچوي، او چیچیان روزي. کله چي بچي ورسره وي، مور او پلار يې دواړه د خپلو بچو سخت حفاظت کوي. مدام يې مور مخته روانه وي، پلار يې لکه شپون د رمې په پای کي پسي روان وي، او بچیان لکه ښاري بسونه یو کتار په پسې وي. که چیري څوک ورنژدې سي، پلار يې جنګ او خوشکه کوي. ما یو ځل په پارک کي د یوې جوړې بتي شل بچي ولیدل چي مور يې مخته په اوبو کي روانه وه، او پلار يې لکه بهادر عسکر په پسې وو، او ما ته يې بد بد کتل.
د پسرلي د موسم په سر کي، کله چي هوا څه ګرمه سي، د پارک په یوې سیمي کي زیات ماران د پیتاوي لپاره راوتلي وي. پدې وخت کي د ونو پاڼي لا نه وي راوتلي، او دا ماران د ونو پر ښاخونو باندي لمر ته کرار او آرام بیده وي. زه هر پسرلی د هغوی لېدو او سلام ته یو ځل خامخا ورځم. او د هغوی د جرګې ننداره کوم. دا ماران تک تور دي، او د پسرلي د لمر وړانګو ته ځلېږي. دا ماران زهري نه دي، او په انګریزي کي ورته «د باغ ماران» وايي. زموږ په کورونو کي هم پیدا کېږي، او خورک يې موږکان، مږي، او چونګوښي دي.
د اکا پارک زیات شمېر کیشپان هم لري. د هغوی رنګ تېره زرغون دی، او د خپل محیط سره يې رنګ ښه لګېږي. او د ستر و اخفا لپاره مناسب رنګ دی. کله نا کله د پارک پر سړک باندي هم پیدا کېږي، لارویان هڅه کوي چي هغوی بېرته اوبه ته رهبري کړي، ځکه بایسکلوانان يې نه ویني، او د وژلو امکانات يې ډېر وي. دا کیشپان له خلګو سخت ډارېږي، او کله چي تاسي ورنژدې سئ، سمدستي خپل سر په کاسه کي پټ کړي. که چیري په اوبو کي وي، سمدستي په اوبو کي غوټه سي. د اکا پارک د ډنډه په یوه کنج کي د یوې ورستې ونې پر تنه باندي عموما لمر یو کتار ته پرته وي، او پيتاو او بانډار کوي. کله چي تاسي ورنژدې سئ، هغوی سمدستي اوبو ته ځانونه ور ګوزار کړي او په اوبو کي غوټه او ورک سي. خو څرنګه باید وروسته له څه وخته بېرته د تفنس لپاره راووزي، او کله چي سا باسي، دلته او هلته يې د نفس حبابونه راوزي.
د اکا د پارک بل دایمي اوسېدونکي ګوګو کفتري دي. هغوی سهار، غرمه، او مازیګر خاص ذکر او غومبر کوي. هغوی اکثرا هر کرت درې واره نارې وهي، او د هغوی د ذکر اورېدل د انسان روح ته سکون وربخښي. مدام جوړه سره ګرځي، او د نر او مادې فرق يې چندان نه کېږي. د پرواز پر وخت د ګوګو کفترو د وزرونو آواز ما په نورو مرغانو کي نه دی احساس کړی. یو خاص او عجیبه غوندي آواز لري، او سړی سمدستي په پوهېږي چي دا ګوګو کفتري دي. کله چي پرواز وکړي، د ګوګو کفترو د لکۍ بڼکي د غشي غوندي شکل غوره کړي.
زه چي کله تنکی هلک وم، او د کندزو د امام صاحب په ولسوالۍ کي وم، ما بادي توپک لاره، او مدام به مي د مرغیو او ګوګو کفتري ښکار کاوه. اوس چي هغه وختونه را په یادوم، د خپل عمل په اړه شرمېږم، او له خدایه عفوه غواړم. واقعا چي ډېري ګوګو کفتري مي قتل کړي دي. د امام صاحب د ولسوالۍ د ودانۍ مخته څو ستري وني ولاړي وې، یوه ورځ د وني په سر کي یوه ګوګو کفتره ناسته وه، او غومبر يې کاوه. ما ته يې پام نه وو، او په خپله دنیا کي ډوبه وه. ما له لاندي څخه خپل بادي توپک ورته سم کړ، او نښان مي ورته وینو. خو سمدستي مي په ذهن کي راګرځېدله چي سارچومه به هلته نېغه ور نه رسېږي، ځکه فاصله خورا زیاته وه. نو لهذا نښان مي د هغې تر سر څو سانتي پورته ونیو. کله چي مي ماشه راکش کړه، ګوګو کفتره لاندي راولوېدله. اوس مي هم هغه صحنه په ذهن کي نقش ده. د خپل کاره شرمېږم، او الله پاکه عفوه غواړم.
یوه ورځ، زه او زما پخوانی ګاونډی، مسټر ډان، په اکا پارک کي ولاړ وو، او د جهان د تاریخ پر یوې مسلې باندي مو بحث کاوه. مسټر ډان په تاریخ کي ډیګري لرله، او د مینځني خیتځ له تاریخ سره يې خاص علاقه لرله. ډان د پښو د ګښت سره مینه لرله، او یو ځل يې د ورجینیا په غرونو کي څو سوه مېله د پښو مزل کړی وو. ډان د اجتماعي او خیره کارونو سره شوق لاره، او مدام به يې کوچینی زوی (الکس) په پسې وو، او د اکا د پارک څخه به يې پلاستیکي بوتلونه او کچرې راغونډولې.
ژړ مازیګری وو، هوا هم څه سړه غوندي وه، او موږ په پارک کي مجلس کاوه. پدې وخت کي د بایسکل د راتګ آواز مو تر غوږو سو. پر ډامبر سړک باندي د بایسکل د ټیرو ږغ مخصوص آواز لري. بایسکلوان موږ و نه لېدو، او خورا په سرعت راروان وو، څرنګه چي دا ځای خورا خطرناکه اوترايي لري، او دوې ګولایاني لري، نو لهذا د پارک مسولینو د ټکر د مخنیوي لپاره د همدې اوترايي په سر کي یوه وړه لوحه نصب کړې ده، او پر لیکل سوي دي«دلته له بایسکله راکښته سئ.»
خو اکثره بایسکل وانان دا مقرره نه مراعاتوي، او دا اوترايي لا خوند ورکوي. کله چي بایسکل وان موږ ته راورسېد، هغه خپل بریکان راکش کړل، او د بایسکل د ټېرونو ګږهاری سو. مسټر ډان سمدستي بایسکل وان ته وویل،«ته باید قانون مراعات کړې. پاس لیکل سوي دي چي دلته له بایسکله راکوز سئ.» بایسکل وان «ساري، ساري» وویل او پر خپله تړه ولاړ.
د ډان دا عکس العمل د قانون څخه ملاتړ او پابندي وه. هغه د یوه مسول ښاري په توګه خپله وظیفه تر سره کړه، او له قانون او مقرراتو څخه يې دفاع وکړه. د ډان دا عمل دا وښوده چي یو قانوني ملت د خپلو موجوده قوانیو څخه دفاع کوي، او دا کار خپله وجیبه ګڼي.
د اکا په پارک کي ځیني خلګ دایمي قدم وهونکي دي. موږ یو بل سره پېژني، او کله چي سره مخامخ سو، خامخا یو سپک «های» سره کوو. په پارک کي د قدم وهلو اکثره دایمي شوقیان د جنوب شرقي اسیا خلګ دي. هغوی غټي خولۍ پر سر وي، او په پارک کي قدم وهي. د چین، جنوبي کوریا، او ویتنام خلګ د قدم وهلو سره مینه لري. هغوی ډنګر او صحتمن ښکاري. د ځینو يې سوټي په لاس کي وي، د راډیو ګوشکي يې په غوږونو کي وي، او جوړه جوړه روان وي. ډاکټران وايي چي قدم وهل د انسان د روغتیا لپاره نهایت ګټور دي. د جنوب شرقي اسیا خلګ همدا سپارښت عملا اجرا کوي.
زما لپاره د اکا په پارک کي قدم وهل د فکر او سوچ وخت وي. پدې وخت کي زه مدام د یوې موضوع په اړه فکر کوم، او کله چي بېرته کور ته راستون سم، د یوې لیکني لپاره څه مواد خامخا برابر سوي وي. دغه راز پدې یو ساعت قدم وهلو کي زه هر سهار د اخبارونو لوست هم کوم. د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، او نورو امریکايي ورځپاڼو ورځني مهم خبرونه او مقالې په همدې یوه ساعت کي وګورم، او ځان څه باخبره کوم.