امریکا باید له افغانستانه ګوډه او لړزانه را و نه وځي
امریکا باید له افغانستانه ګوډه او لړزانه را و نه وځي
امریکايي دپلوماته او سیاسي مبصره، اغلې لارل میلر د اګسټ پر ۱۶ د (فارن پالیسي) په مجله کي لیکي: پداسي حال کي چي امریکا غواړي له طالبانو سره یوه معامله نهايي کړي، امریکا باید هرومرو دوه حقیقتونه ومني. اول دا چي د امریکا تر ټولو ستره اشتباه دا وه چي ګومان يې کاوه د افغان ښورښ به محوه کړي، نو لهذا باید د خپلو عسکرو د راایستلو لپاره يې پخوا لا اقدام کړی وای. دوهم حقیقت دا دی چي هغه معامله چي اوس ئې امریکایان د ترلاسه کولو کوښښ کوي ښايي په افغانستان کي تشدد لا زیات کاندي.
د دوغو دوو حقیقتونو تر منیځ یوه نرۍ لاره تېره سوې ده چي ښايي د امریکا حکومت پدې وتوانوي چي هم خپل تر ټولو اوږد جنګ ختم کړي، او هم په افغانستان د داخلي جنګ مخه ونیسي.
اغلې میلر ادامه ورکوي او لیکي په متحده ایالاتو کي له پخوا څخه له افغانستانه د امریکايي عسکرو پر راایستلو باندي غور کېدی. په امریکا کي عموما دا سوال مطرح کېږي: موږ هلته لا څه کوو؟ د القاعدې محوه کول یو څرګند هدف لاره، خو د طالبانو تباه کول یو غیر عملي او ډنګر استدلال دی.
امریکا باید هله د طالبانو سره خبري شروع کړي وای چي امریکا په افغانستان یو لک عسکر لرل، ځکه هله طالبان دونه قوي نه ول. اوس چي امریکا په افغانستان کي قریب ۱۴۰۰۰ عسکر لري، امریکا په قوي موقف نه ده. خو دا به نه د امریکا او نه هم د افغانستان په خیر وي چي امریکا د خروج په حالت کي د افغان حکومت ړنګېدو ته خوشي کړي.
اغلې میلر لیکي څه چي د افغان حکومت او یاران يې متحد ساتلي دي، هغه د امریکا کومکونه دي. که چیري د امریکا مالي مرستي ختمي سي، د ۱۹۹۰ کلونو د داخلي جنګ تصور ګران نه دی. د قطر په خبرو کي، طالبانو ته د امریکا ستر امتیاز دا وو چي د هغوی سره يې د کابل حکومت پرته خبري شروع کړې. توقع ده چي د امریکا او طالبانو تر منیځ به ډېر ژر یوه معامله اعلام سي، خو امریکا ته پکار ده چي حوصله له لاسه ور نه کړي. ځکه د دې معاملې اول پړاو آسانه دی، خو د بین الافغاني مذاکراتو پيلول او د قدرت د وېشل معامله به ډېره ګرانه وي.
د امریکا او طالبانو معامله به هله سولي ته لاره یوسي که چیري د امریکايي قواوو د راایستلو لړۍ د سولي له پروسې سره وتړل سي. امریکا باید د هغو افغان زوراکانو غم وخوري چي د سولي مخالفت کوي، او باید پدې برخه کي د سیمه ایزو ملګرو له نفوذ څخه استفاده وکړي. متحده ایالات دغه راز کولای سي چي خپل مالي مرستي د سولي له پروسې سره وتړي. د افغانستان نیمه بودجه خارجي ډونران ورکوي. په بل عبارت، افغانستان سراسر یو وابسته ملک دی. طالبانو ویلي دي چي هغوی بهرنیو مالي مرستو ته اړتیا لري.
اغلې میلر لیکي داسي اوازې دي چي امریکا غواړي چي انتخابات کېنسل کړي، او پر ځای يې یو داسي موقتي حکومت تشکیل کړي چي هم افغان مخور کسان او هم طالبان په کښې ونډه ولري.
ښکاره خبره ده چي د خبرو په جریان کي د چټلو او جنجالي انتخاباتو کول تر ټولو بد آپشن دی. د سولي د هري معاملې راوروسته عموما یو موقتي حکومت جوړېږي څو انتقالي دوره پوره کړي.
واحد فقیري