خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

سوله او امنیت د افغانانو ځنډنۍ هیله

اېمل پیاوړی

سوله او امنیت دوه هغه کلیمې دي چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې یې زموږ هیوادوال په لټه کې دي، خو درېغه چې لا هم خپل دغه لوی ارمان او ځنډنۍ هیلې ته نه دي رسېدلی، مګر دا مهال د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته تر بل هر وخت د امنیت او سولې زمینې زیاتې برابرې شوي او حکومت هڅه کوي چې له دغو فرصتونو څخه د هیواد د سوکالۍ او د ولس د هوساینې لپاره اعظمي استفاده وکړي.

مدني ټولنې د سولې له بهیر څخه ملي تفاهم ته د رسېدو او د ولسواکه نظام د بنسټونو د پیاوړتیا د یوې لارې په توګه ملاتړ کړی، چې په بهرني بعد کې افغانستان د ترورزیزم پر وړاندې د جګړې د ډګړ په توګه تعریف شوی دی او په داخلي بعد کې له دین څخه ناسمې ګټه اخیستنې، تبعیضي چلندونو او غچ اخیستنو، ملکي تلفاتو، د واک او اقصتاد انحصار، د بې وزلي ترڅنګ په اداره او عدلي سکتور کې پراخ فساد، وروسته پاتې والی او د لومړنیو اسانتیاو کموالي تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو هڅې محدودې کړې وې، مګر په تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني هڅه وکړه چې دغه ټولې ستونزې راکمې کړي، په ځانګړي ډول له فساد سره د مبارزې په موخه په عدلي او قضایي ارګانونو کې فوق الهاده بدلونونه راغلل.

ولسمشر غني د افغانستان له ستراتیژیکو متحدینو او د نړۍ هېوادونو څخه وغوښټل چې د یو نوي سیاست له مخې ، تروریزم ضد مبارزه د سیمې په کچه په پراخه په سیاسي او نظامي بعدونو کې پیل کړي. د سولې او نوي مدغمېدو پروګرام د روڼتیا، حساب ورکولو او عدالت د اصل له مخې وي  او یو د بل د زغملو، د قربانیانوپه ځانګړي ډول د معلولینو اوکونډو حقونو ته د درناوي او د منل شویو دیني، ملي او نړیوالو ارزښتونو له روحیې سره برابر وي.

د سولې د بهیر په بریالیتوب کې د مدني ټولنې، مېرمنو او ځوانانو پام وړ ګډون، د دې بهیر په درې برخو اجنډا ټاکلو، د بهیر پرمخ بېولو او سیاسي تصمیم نیولو کې د دوی ګډون کېدای شي د دې بهیر له بریالیتوب سره مرسته وکړي.

د افغانستان مدني ټولنه د تلپاتې سولې او امنیت ، د قربانیو په انسجام، د بشري حقونو څخه د سرغړونو په ثبت او د خلکو د روغې جوړې په برخه کې د دولت تر څنګ وه او په راتلونکي کې هم د دغې مهمې دندې د ترسره کولو ژمنه تازه کوي، نو پر همدې بنسټ له دولت څخه غواړي چې د وګړو له حقونو څخه د ملاتړ او له ژبنیو او توکمیزو تعصباتو سره د مبارزې ملي ستراتیژي رامنځته کړي.

هر وخت چې د سولې هیلې او هڅې زیاتې شوې دي، نو ورسره جوخت بریدونه او وحشتونه هم زیات شوي، د دې دوه لاملونه دي، لومړی لامل دادی چې وسله وال مخالفین غواړي په دې ډول خپل قوت وښیي او له حکومت څخه زیات امتیاز ترلاسه کړي. دویم لامل یې دادی چې ځینې مهال دریم لاس دغسې جنایتونه ترسره کوي او دوی غواړي چې په دې ډول د سولې برابر شوي فرصتونه ضایع او د یو بل تر منځ بدبیني لا زیاته کړي. مګر که خدای کول افغانان به ډېر خپلې ځنډنۍ هیلې ته چې سوله او امنیت دی ورسېږي.