د ښځو فعال حضور حتمي دی
محمدروښان ښاد
ښځې زموږ د ټولنې نیمایي او یا ان له هغه هم زیاته برخه تشکیلوي، نو په دې اساس دوی ته پاملرنه مهمه ده، ځکه د دوی له فعال حضور مه واره نیمه ټولنه اتومات فلج کېږي او دا چې افغانستان له یوې خوا څلوېښت کالو جګړو ځپلی او له بل لوري یې نیم وجود په لوی لاس فلج کړو، نو دا به نه یوازې د ښځو په حق کې بلکې د هیواد ټولنې په حق کې جفا وي.
تر هغو چې ښځې فعال حضور ونه لري او د نارینه و غوندې ورته د ژوند، زده کړو او کار زمینې برابرې نشي، نو نه ټولنه وده کولای شي، نه ستونزې راکمېدلای شي او نه هم د خلکو او خصوصا د ښځو ژوند کې مثبت بدلون او ښه والی راتلای شي، نو په دې اساس باید د ښځو ژوند او حقونو ته اساسي پاملرنه وشي.
د ښځو په برخه کې تر ټولو مهمه مسله د دوی زده کړې دي. د ښوونې او روزنې په برخه کې، په تېرو څلورو کلونو کې ۳۹۲۷ ښځینه ښوونکې زدهکړو ته د نجونو د هڅونې په موخه ګومارل شوې دي، چې په پوهنه کې یې د ښځينه ښوونکو شمېر ۲۶ سلنه لوړ کړی دی. د دې ترڅنګ د هېواد په ټولو دارالمعلمینو کې له ۲۸،۳ زرو ډېرې ښځینه محصلینې جذب شوې دي. د نجونو د زدهکړې او روزنې پالیسي هم د نجونو او ښځو د زدهکړې د خنډونو د لېرې کولو، د نجونو او هلکانو د شمولیت کچې د توپیر کمولو، د زدهکړې او روزنیز سیستم ته له ښوونځي بهر د نجونو د راوستلو او د ښځینه زدهکوونکو او کارکوونکو پر وړاندې مثبت چلند ته د پوهنې وزارت د ژمن کولو په موخه جوړه شوه.
همدارنګه په معارف کې د نجونو د لا ډېر جذب لپاره په ۱۹ ولایتونو کې د ښوونځیو شوراګانو ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي دي. د روغتیا په برخه کې، د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۳مه د ۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت د بېبضاعته ښځو لپاره د روغتیايي مرستو ملي پروګرام پیل شوی دی. دغه پروګرام ۱۲۰۰ روغتیايي مرکزونه تر پوښښ لاندې لري او له دغه پروګرام څخه به ۲ میلیونه ښځې ګټه واخلي. د جنډر له مخې تاوتریخوالي ته د روغتیايي سکتور د ځواب ویلو پروګرام چې اوسمهال په ۶ ولایتونو کې فعالیت لري، ۱۲ نورو ولایتونو ته هم پراخیږي.
د ښځو لپاره د غوره کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې، په ملکي خدماتو کې د ښځو د مشارکت د ډېروالي پالیسي په کلني ډول په ملکي خدماتو کې د ښځو د ګومارلو د ۲ سلنه ډېروالي په موخه جوړه او د پلي کېدو په حال کې ده. د ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې له راپورونو سره سم، ۴ وزیرانې، ۱۱ معینانې، ۴ سفیرانې، ۲ ښاروالانې، ۲۶ سلنه د سولې عالي شورا په رهبرۍ کې، ۲۰ سلنه د ولایتي شورا غړې، ۲۲ سلنه د لويې څارنوالۍ د ادارې کارکوونکې، ۲۳ سلنه د سترې محکمې کارکوونکې، د کابل د ۱۱ ناحیو مرستیالانې، د سیمهییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د جنډر ۲۶ متخصصینې، ۶ مستوفیانې او د (بلخ، هرات، ننګرهار او کابل) د والیانو د ټولنیزو چارو ۴ مرستیالانې ښځې دي.
د بېلګې په توګه اشاره کولی شو چې په لویه څارنوالۍ کې د ښځو شتون ۷ برابره شوی او له ۳ سلنې ۲۲ سلنې ته لوړ شوی دی او د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړې استازولي یوه ښځه کوي.