پاکستان دې د هند غوسه په موږ نه سړوي
ګلرحمن رحماني
پښتو متل دی وایي چې د اوښ په وري (بار) زور نه رسېده، نو په موړه یې خوله لګوله. پاکستان هم همداسې کوي، د هند پر وړاندې چې ځان بې وسه ګڼي، نو د هندوستان غوسه په افغانستان سړوي. حال دا چې دا د ټولو نورمونو خلاف کار دی، مګر د پاکستان هیڅ کار په اصولو، قوانینو او نورمونو نه دی ولاړ.
کله چې له یوې خوا په هندوستانی فوځیانو په هندی کشمیر کې موټر بم حمله وشوه او د دغی حملی مسولیت د جیش محمد ډله چې په پاکستان کې پراخ حضور لری په غاړه واخیست او له بلی خوا د دواړو هیوادونو (پاکستان او هندوستان) د فوځیانو تر منځ په پوله کې نښتی رامنځ ته شوی د هندوستان حکومت تور پوری کړ چې موږ به ډیر ژر د دغو حملو طرحه کوونکې ووژنو له پاکستان څخه یې غوښتنه وکړه چې باید د جیش محمد ډله چې په پاکستان کې فعاله حضور لری ختمه کړی.
پاکستان دا خبره ونه منله او له هندوستان سره یې اړیکې خرابی شوی چې په نتیجه کې یې د هندوستان حکومت مجبوره شوه چې د پولې هغه غاړو ته (په پاکستان کې) د جیش محمد ډلې مرکزونه ختم کړی.
د هندوستان حکومت دغه مرکزونه د الوتکو په واسطه ختم کړل چې په نتیجه کې یې د پاکستان حکومت ټولې هغه الوتنی چې د افغانستان په قلمرو پر پاکستان تیریدلی وځنډول شوی چې تر اوسه پوری دغه لارې د نامعلوم دلیل له امله ندی خلاصی شوی.
افغان حکومت یې له یو څه ځنډ وروسته بدیله لار پیدا کړه خو دغه لار له یوی خوا افغان حکومت او له بلې خوا عامو افغانانو ته ډیره ګرانی تمامیدلې ځکه کله چې د هندوستان او پاکستان تر منځ اړیکې سمی وی نو د افغانستان له هوایې لارې قلمرو څخه به د ورځی تر ۵۰۰ ملکې طیارو عبور کاوه چې په نتیجه کې به یې افغان حکومت ته په کال کې میلینونه مالیه راتلله خو اوس د دغو طیارو شمیره کم شوی او د ایران او ځینی نورو هیوادونو له لارې تګ راتګ کوي دی سره نه یواځی د سفر واټن اوږد شوی بلکې د سفر لګښتونه هم ډیر شوی چې په نتیجه کې یې تر اوسه پوری افغانستان ته ۱۵ میلیونه ډالر زیان اوښتی .
د افغان حکومت او د افغانستان د هوایې چلند ادرې د زیار او هڅو په نتیجه کې افغانستان دا ځل دوه بدیلې لارې پیدا کړی چې له یوی خوا ارزانه او له بلې خوا یې د سفر واټن کم ده .
دغه دوه هوایې لارې له ختیځه د لویدیځ پر لوری غځیدلې چې د تاجکستان ، چین او ختیځی اسیا له پاسه تیریږی ، بله لاره چې مخکې د پاکستان له ختیځ او لویدیځه تیریده د چارواکو په وینا اوس د پاکستان له هوایې حریم له تیریدو پرته د اسیا ختیځ او لویدیځ تر منځ غځیدلې ده .
د دغو دواړو لارو په پیدا کولو سره یې ګټه له یوی خوا افغان حکومت وکړه ځکه چې د دغو لارو په پرانیستلو سره به هغه طیاری چې د ایران او نورو ملکونو په هوایې قلمرو تیریدلې بیرته د دغو لارو ځی او د هغه هندی هوایې شرکتونو الوتني چې د پاکستان له لاری یې تګ راتګ کاوه او الوتنی یې ځنډولی وی اوس به د دغه قلمرونو لپاسه تیریږی چې افغان حکومت ته به بیرته په کال کې میلینونه مالیه ورکوي.
د افغانستان له دغو دوو (۲) هوایي لارو څخه د هوایې چلند نړیوالې ادارې (IATA) د دغو نویو لارو د پرانیستلو هر کلی کړی او دا لارې یې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې وبللې .