د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لیکو د اصلاحاتو ښه اغېز
محمدروښان ښاد
پنځه کاله وړاندې ولسمشر غني ته یوازې څلوېښت کلنې جګړې ځپلی افغانستان په میراث ورپاتې نه وو، بلکې یوه کاواکه، مفسده او د ولس له مطلق بې باورۍ سره مله اداره هم له ښاغلي کرزي په میراث ورپاتې شوه، له همدې امله انګېرنې او اټکلونه دا وو چې دغه اداره به له څو میاشتو زیات دوام ونشي کړای، مګر ولسمشر غني په خپل درایت، قاطعیت، هلو ځلو او کوښښونو سره نه یوازې د ادارې عمر له څو میاشتو ته پنځو کالو ته زیات کړ، بلکې د افغانستان بقا یې تامین کړه، د نړیوالو اټکلونه یې غلط ثابت کړل، پر افغانستان یې نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې او نړۍ باور او اعتماد زیات او ترڅنګ یې اقتصادي همکارۍ هم وهڅولې.
له همدې امله ولسمشر غني په لومړیو څو میاشتو کې له نړیوالې ټولنې سره له نږدې او ګډ کار وکړ او په داخل کې یې د فساد د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړل او په دې ډول یې د دوی باور بېرته خپل کړ. د فساد د کمولو پایلې ډېرې موثرې او محسوسې وې.
د فساد ضد مبارزه له امنیتي او دفاعي سکتورونو او په ځانګړي ډول له ملي دفاع وزارت څخه پیل شوه. د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټيټو او لوړو کچو کې پراخ او پایدار اصلاحات د اداري فساد د کموالي لامل شول او نه یوازې دا چې د امنیتي ځواکونو مورال ورسره پیاوړی شو، بلکې د هغوی پر کړنو یې مثبت اغېز وکړ او له همدې امله یې د جګړې په جبهه او میدان کې د دښمن پر وړاندې بریالیتوبونه ترلاسه کړل.
د فساد د کمولو او پر وړاندې یې د جدي مبارزې ترڅنګ د امنیت د ټینګښت لپاره د واحدې قوماندې رامنځته کول هم یو مهم ګام وو، ځکه چې له دې سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې همغږي او همکاري ورځ تر بلې زیاته شوه. د تشکيلاتي اصلاح او د امنیت د ټینګښت او عملیاتو لپاره د واحدې قوماندې د تنظیم په موخه سرحدي او عامه نظم ځواکونه له کورنیو چارو وزارت څخه د ملي دفاع وزارت له تشکیل سره یو ځای شول.
دغه ځواکونه به د ملي اردو له ځواکونو سره په همغږۍ ښه ظرفیت جوړ کړي ترڅو سیمې په اساسي توګه وساتي. همدارنګه د ملي دفاع وزارت په قرارګاوو کې د تشکیلاتي تورم د رفعې په موخه اقدامات، د وظیفوي تداخل مخنیوی، د ملي اردو له تشکیلاتي لومړیتوبونو سره سم د نویو وړتیاوو د رامنځته کولو په موخه د سرچینو موندل، د وړتیاوو لوړول او د ملي اردو ظرفیتونه لوړول هغه چارې دي چې کار پرې شوی.
د قانون پر نافذولو د پولیسو متمرکز کول: تپل شوې جګړه او د کلونو لپاره د هغې سختېدل د ملي پولیسو د اصلي دندې یعنې د قانون د نافذولو د تمرکز خنډ شوې ده. له جګړهييز ماموریت څخه د پولیسو په لرې کولو دغه ځواکونه د عدالت د تحقق او بشري حقونو د دفاع په برخه کې متمرکز شوي دي.
دغه د دندو تفکیک یوه اړتیا وه، ځکه چې له یوې خوا زموږ ملي پولیس په تېرو دیارلسو کالو کې له خپلو اصلي دندو څخه چې د ټولنې نظم، د جرایمو مخنیوی او د قانون تطبیق دی، دوی جنګ ته سوق شوي وو او له بل لوري په درنو او نویو وسلو سنبال نه وو، مګر ولسمشر غني ملي پولیس خپلو اصلي موخو ته متوجه کړل او له جنګ څخه یې را وګرځول.