خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

جاریټ بلانک: له افغانستانه باید د یوې موافقې سره راووزو

امریکايي سیاسي مبصر، جاریټ بلانک، د اګسټ پر ۲۶ په واشنګټن  پوسټ کي لیکي: کلونه کلونه کېږي چي امریکا په افغانستان کي جنګ سوکه سوکه بایلي. همدااوس چي موږ هلته څورلس زره عسکر لرو جنګ بایلو، او کله چي مو په ۲۰۱۰ کي یو لک عسکر لرل هم مو جنګ کرار کرار بایلی.

لیکوال کاږي امریکا د عسکرو د شمېر او یا تاکتیکونو په خاطر جنګ نه بایلي، بلکي زموږ مطلقه ناکامي پدې کي ده چي موږ د جنګ لپاره واقعي اهداف نه لرو. موږ په اول سر کي د تروریزم پر ضد کامیابه وو،‌ خو وروسته مو د ځان لپاره داسي جګ او غیر واقعي اهداف وټاکل چي تر لاسه کول يې ناممکن ول.

ښاغلی بلانک ادامه ورکوي او لیکي په افغانستان کي زموږ دوامداره نظامي حضور زموږ انساني او مالي تاوانونه نه سي توجیه کولای. موږ باید یوه موافقه تر لاسه کړو، او له افغانستانه راووزو، ځکه په بل صورت کي زموږ ځنډ زموږ لپاره لا قیمتي تمامېږي.

ښکاره خبره ده چي د طالبانو سره یوه موافقه به ډېر افغانان او امریکایان خوابدي کړي، خو فعلا همدا تر ټولو ښه لاره ده.

ښاغلی بلانک لیکي ښايي مذاکرات ناکامه سي. ځکه په تېرو ۴۰ کلونو کي څو ځله د سولي مذاکرات ناکامه سوي دي. ښايي طالبان د تروریزم پر ضد پر خپلو وعدو وفا و نه کړي. ښايي د افغان حکومت او ملګري يې د طالبانو سره موافقه رد کړي. ښايي داعش هر څه په لغته ووهي. ښايي د افغانستان ګاونډیان په بې ثباتي خپلي ګټي وویني.

خو آلان امریکا د دې توان او قدرت لري چي په اوسلو کي راتلونکې بین الافغاني مذاکرات تشویق او حمایت کړي، مګر یوازي د امریکا نفوذ به کافي نه وي. کابل مجبوره دی چي ځان سره متحد کړي. یو واحد هدف ته ځان متعهد کړي، او طالبانو ته دا وښيي چي حتی پرته له امریکا څخه به هم د یو قوي افغان مخالفت سره مخامخ وي.

لیکوال کاږي خو د سولي د پروسې ناکامي په هیڅ وجه د اوسني حالت ساتل نه سي توجیه کولای. زموږ اصلي هدف باید د خپل ملي امنیت ساتل وي،‌ او د هغو افغانانو سره باید محدود کومک وکړو چي زموږ سره پدې برخه کي مرسته کولای سي.

لیکوال په آخر کي وايي دا تل ممکنه ده چي د سولي د معاملې پر جزییاتو باندي جڼه جڼه روانه وي،‌ خو تریخ واقعیت دا دی چي په افغانستان کي د امریکا نفوذ او قدرت کرار کرار ختمېږي. واشنګټن کولای سوای چي تر نن پنځه کاله پخوا بهتره موافقه تر لاسه کړي، حتی لس کاله پخوا يې تر هغه لا ښه موافقه تر لاسه کولای سوای، په ۲۰۰۲ کي خو يې تر ټولو ښه موافقه تر لاسه کولای سوای. خو ښکاره خبره دا ده چي که چیري اوس موږ بیا یوه ښه معامله و نه کړو،‌ او یا يې رد کړو، د سبا موافقه به تر نن ورځي ډېره خرابه وي.

واحد فقیري