خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

ښځو ته په مطلق يا عمومي ډول ناقص العقله او ناقص الدینه ويل د قران او حدیثو په رڼا کي

ښځو ته په مطلق يا عمومي ډول ناقص العقله او ناقص الدینه ويل؟

نبي صلی الله علیه وسلم ښځو ته په خطاب کې وفرمايل:

مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الْحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ

ما د ثابت قدم او قاطع سړي عقل لره بوتلونکې له تاسو څخه زياتې تېزې نه دي ليدلي سره له دې چې تاسو يو څه د عقل او يو څه د دين کمی هم لرئ.

قُلْنَ : وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟

ښځو وويل: زموږ د دين او عقل کمی څه دی ای د الله رسوله؟

قَالَ : أَلَيْسَ شَهَادَةُ الْمَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ ؟ قُلْنَ : بَلَى ، قَالَ فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا ، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ ؟ قُلْنَ : بَلَى ، قَالَ : فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا.

ويې فرمايل: ايا د ښځې شهادت د سړي د شهادت نيمايي نه دی؟ ښځو وويل: ولې نه. ويې وفرمايل: دا يې د عقل څه کمی شو. او ایا داسې نه ده چې کله حايضه شي، نو نه لمونځ کوي او نه روژه نيسي؟ ښځو وويل: ولې نه همداسې ده. نو ويې فرمايل: دغه يې د دين کمی دی.
په شهادت او بالخصوص د مالي معاملاتو د په شهادت کې د ښځې ګواهي د بلې ښځې له ګواهۍ سره مله قبوله ده او دا په قرآن کې هم راغلي دي، الله فرمايي:
(وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنْ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى) البقرة/282 .
او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې (دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي.
نو په حديث کې چې ښځو ته د عقل او دين د کمي نسبت شوی دی هغه يواځې په دغو دوه مواردو کې شوی دی، يعنې په مالي معاملاتو کې يې ګواهي په هغه صورت کې قبوله ده چې بله ورسره مله وي، او د دې وجه هم الله تعالی بيان کړې ده چې که له يوې نه خبره هېره شي، نو بله به يې ورته ورياده کړي، دا ځکه چې ښځې عموماً د بازار او پېر و پلور معاملاتو ته نه حاضرېږي او کوم معاملات چې يواځې د ښځو پورې اړه لري په هغو کې يوازې د يوې ښځې ګواهي يا شهادت هم قبول دی، لکه د رضاع، حمل، حيض، بکارت او داسې نور.
او يوازې په همدې مسله کې د بلې ښځې ملګرتيا ورته ضرور ده ګنې په روايت، تدريس او نورو کارونو کې د یوې ښځې بيان کافي دی.
نو په حديث کې د عقل او دين د کموالي بيان خاص دی، عموم په کې نشته، لهذا ښځو ته په مطلق ډول او عمومي شکل ناقص العقله او ناقص الدينه ويل او بیا يې دين ته او نبي صلی الله عليه وسلم ته منسوبول ناسم کار دی او ظلم دی.

یوه بله خبره چې په حدیث کې بيان شوې ده هغه د ښځو ذکاوت او تېز والی دی، يعنې ښځې ډېرې تېزې او هوښيارې دي چې د يو قاطع سړي پوهه او عقل هم لرې کولای شي او پر خپله لاره يې راوستلای شي.

ځينې جاهلان د دغه حدیث په وجه ښځو ته په عمومي ډول ناقص العقله او ناقص الدینه وايي دغه کسان په حقيقت کې د دين دښمنان دي چې د دين د بدنامۍ سبب جوړ شوي دي او همدارنګه ځينې نور غرضيان چې له دين سره او يا د نبي صلی الله عليه وسلم له مبارکو حديثونو سره دښمني لري هغوی بيا دغه ډول خبرې د دين په نوم نشروي او خلکو ته وايي چې ګورئ د بخاري په حدیث کې ښځو ته داسې داسې ويل شوي دي، نو دغه خلک هم تزوير کوي، اوبه خړوي او کبان نیسي، يعنې خپل مفاد لټوي.
دواړه ډلې پر غلطه روانې دي.
هدانا و هداهم الله إلى الصراط المستقيم

عبدلولي.