خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کندهار مشهور ديني عالم عبدالله اخندزاده

 عبدالله اخندزاده په کندهار کي په خطيب اخندزاده سره مشهور وو. د دوى کورنۍ د کندهار له مشهورو علمي کورنيو څخه شمېرل کيږي. د دوى د کورنۍ د سر سړى ملا اسمعيل الکوزى نومېدى، د نوموړي ملا اسمعيل الکوزي زوى ملا احمد الکوزى د احمدشاهي دربار قاضي القضات وو او د معقولو او منقولو علومو لوى عالم وو.
د دغي مشهوري کورنۍ متاخر عالم د عيدګاه خطيب او د شاه جامع امام ارواښاد عبدالله اخندزاده دئ او خلګو به خطيب صاحب باله. ما له خپلو مشرانو څخه اورېدلي دي چي خطيب صاحب جګ، سپين پوستى، نوراني سړى وو. تکه سپينه اوږده ږيره ئې وه. آرامي آرامي خبري ئې کولې. د وعظ او خطابې پر وخت بې زياتره خلګ ژړول او ده به هم ژړل. له معارف سره ئې همکاري درلوده او په مشرقي لېسه کي د دينياتو استاد وو.
د عبدالله اخندزاده پلار احمدجان اخندزاده هم له معارفو سره په خپل وخت کي همکار وو. په اماني دوره کي ئې د کندهار د معارفو په وده او پراختيا کي ډېر خدمتونه کړي ول. عبدالله اخندزاده (خطيب صاحب) د ثور تر فاجعي وروسته د کابل حکومت (د ببرک کارمل په وخت کي) په جبر او زور سره کابل ته د علماوو جرګې ته غوښتى وو. کله چي بيرته کندهار ته راغى په مسجد کي د ماښام د لمانځه د ادا کولو پر حال د مجاهدينو(!) له خوا شهيد سو (پاک خداى دې جنت فردوس په نصيب کړي).

استاد: مطیع الله روهیال