ریاست تروریزم د کلتور په توګه تپلی دی
لیک : عصمت الله زهیر
ریاست په ډېره سپین سترګي او بې شرمي په وزیرستان کي خپل انسانیت سوزه ظلمونه او واقعیتونه د خلګو هم له نړیوالو پټوي …
تر دې لوی درواغ بل څه کېدلی سي د پوځ ترجمان وایي په وزیرستان کي مي د پوځي ځوانانو په قربانیو سوله تامین او ترهګرو ته مي ماته ورکړه .
په واقعیت کي پوځ د ډالرو په عوض وزیرستان د ترهګرو په پټ ځایونو بدل کړو او ترهګرۍ ته یې وده ورکړه …
په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کي له پیل څخه واقعیتونه له پامه اچول سوي دي او پاکستاني میډیا د پیښو او واقعیتونو توجیهات د پوځي تګلاري په چوکاټ کي وړاندي کوي ، پاکستان کي پر رسنیو د پوځ لخوا غېر اعلانیه بندیځ لګول سوی دی ځکه خو په پاکستان کي د ( ازاد پرئیس) څخه مراد د حکومت ترجمان پرئیس اټکل کیږي …
په وزیرستان کي د ترهګرۍ او جګړو په اړه چي کوم واقعیتونه ریاستي میډیا وړاندي کوي دا د تور دیب او سپین دیب د نقل برابر ارزښت هم نلري …
د پاکستاني میډیا یا تشدد پسندانه او غلامانه چلند په پښتني سیمو کي د نوي پیله د ړندې جګړې لمبو ته لمني وهي ، پوځ چي د مذهبي ترهګرو په وسیله په پښتني سیموکي د
( مخفي ترهګرۍ ) کوم جال غوړولی دی د رسنیو د لاري ورته ذهنیت سازي کوي …
د پاکستان پوځ په ښکاره خو په پښتني سیمو کي د ترهګرۍ په خلاف جګړه را پیل کړې ده خو په عملي توګه ترهګرو ته د هغو د خوښۍ مطابق د هدافو زمینه مساعدوي …
شمله ور او وطن پرست پښتانه ورباندي تروري او د وطن پر قدرتي شتمنیو یې خیټي اچوي هم د پوځي عملیاتو په نوم د چور او تالان جواز لاس ته راوړي په دا ډول د ترهګرو خاتمه نکوي برعکس د هغو د روزني حفاظت کوي ځکه خو ریاستي ترهګرۍ او پراپېګنډې ته رسنۍ د بري ضمانت ورکوي …
د تروریزم کلتور په تپلو کي ماشومان وژل ، کورونه کلي بمبارول د استعماري پوځ لپاره یوه عادي خبره پامیږي او دا خونخوارۍ په تکرار سره په وزیرستان او نورو قبایلو سیمو کي د پوځ له اړخه عملي سوې …
پوځ د ریاستي ترهګرۍ په وسیله په پښتنو کي د قامولۍ او یوالي احساس وژني ، د پاکستان ریاست او ریاستي ادارې داسي فکر کوي چي په ازغن دیوال ډیورنډ رسمي ، پښتون ، افغان وویشل سو ، په ازغن دیوال ودرولو سره سرحد رسمي او پاکستان محفوظ سو لاکن دوی نه پوهیږي د پښتون، افغان یوالی او خپلوالي تر سرحدونو بالاتر نسلي ، تاریخي ، جغرافیایي او نظریاتي کلکي رشتې لري …
قدامت پسند پوځي تقاعد سوي خبریالان او مبصرین پر ضرب عضب او ردالفساد پوځي عملیاتو په وزیرستان کي د خوشالۍ او بري اتڼونه خو وکړل لاکن هغه پټ خاموش توپان یې درک نکړو چي د ټول پښتون ، افغان د یوالي او نژدېوالي باعث وګرځیدو چي ښه غوره بیلګه یې د ملګري ارمان لوڼي شهادت دی …
چیري ، چیري چي پښتون ، افغان میشت دي هلته یې ویر وشو هم یې د جنازې لمونځ ادا شو ….
پي . ټي . ایم . د پنجابي پوځ د قدامت پسندانه او متشددانه چلندونو او مکاریو په وړاندي یو جمهوري او سولیزه مزاحمت دی پاڅون دی چي د زور ور پوځ او خونخوارو استخباراتو په مقابل کي په جمهوري انداز خپل مزاحمت ته دوام ورکوي او پښتون ته خپلواکي هم احترام ګټي …
د پښتون ژغورني غورځنګ پر بیانیه په پاکستاني رسنیو کي د پوځ لخوا نااعلان سوی بندیځ او د رسنیو له اړخه په وزیرستان کي د پوځي عملیاتو ملاتړ د ریاستي ترهګرۍ اخلاقي او غېر انساني تګلاري او کړونو ته د شګو بندونه تړل دي …
د پاکستان پوځ د انتظامي او عسکري ماتي سره اخلاقي بدترینه ماته هم په وزیرستان کي خوړلې ده او پوځ په دې هم پوهیږي چي هیڅ وخت د توپک د لاري په وزیرستان کي سوله راولي او مبارز ځوان کهول پښتانه په جبر د ریاست طرفدار او تابعدار کړي …
د پوځ تګلاره په وزیرستان کي وحشت خپرول او لوټمارۍ ته زمینه مساعدول دي او چي پي . ټي . ایم . د سولي ږغ پورته کوي نو یې پاکستان دښمن نوموي ، پوځ او پوځي ملاتړي داسي فکر کوي چي پاکستان یوه پوځي چاوڼۍ ده او یوازنی واکمن یې پوځ دی …
پوځ چي د پي .ټي . ایم خلاف د پراپېګنډې لپاره کوم پښتانه استعمالوي هغه کوم مطرح ، قد اور ملي او سیاسي یا اولسي استازي نه دي او نه د کوم اخلاقي مورال خاوندان دي .
د امریکا د بین المللي تروریزم بدترین مثال پر لبیا لومړی یرغل وو …
« د مغربي رسنیو په قول سل انسانان له منځه پکي ولاړو، د دې یرغل جواز بې مکر او فریب نور هیڅ کېدلی نسو …
د دې پیښي رسنۍ د مخه خبري وې لاکن په ډېر مهارت یې دا خبر پټ وساتلو ، د دې یرغل په مهال د ریګن بدترین مخالفینو هم دا ویل :
« د بې ګناه ښاریانو وژل روا کار وو» (۱)
پوځ په وزیرستان کي جګړه روا او د پښتنو وژل د یو کلتور هم د ځانګړي پنجابي ذهنیت سره پر مخ وړي هم یې غځوي او پاکستاني رسنۍ برعکس یو بل تصویر وړاندي کوي د پوځ وحشت او ځناورتوب ته پیغمبرانه کمیسونه رغوي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) ریاستي دهشتګردی : ناوم چومسکي ص ۷۶