خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

په افغانستان کي د سیا د نقش په اړه د امریکايي مامورینو د نظر اختلاف

واحد فقیري

نیویارک ټایمز د سپټمبر پر ۲ لیکي د سپيني ماڼۍ ځینو مشاورینو وړاندیز کړي چي که چیري له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل پیل سي، نو په عین زمان کي‌ دي هلته د سي ای ې (سیا) مخفي حضور لا پراخ سي. خو د سیا او د امریکا نظامي مامورینو پدې اړه اندېښنه ښودلې ده، او دې جنجال د ټرمپ په اداره کي داسي بحث راپورته کړی دی چي ښايي د طالبانو سره د خبرو جریان مغلق کاندي.

د ټرمپ د ادارې ځیني مامورین غواړي چي د امریکايي عسکرو تر راوتلو پس د سیا په حمایت افغان ملیشاوي دي د تروریزم ضد قوه وګرځي، او په حقیقت کي د افراطیت پر ضد د بیمې رول ولوبوي.

د سیا مشره، اغلې جینا هاسپیل، پدې اړه شکمنه ده، او وايي چي په لوژستیکي لحاظ دا کار مشکل دی، ځکه دا ملیشاوي د بمباریو، څارني، او طبي مسایلو په برخه کي پر امریکايي عسکرو باندي تکیه لري. دغه راز، سیا باور لري چي په افغانستان کي د داعش حضور دونه جدي نه دی چي داسي ستر عملیات دي توجیه کړي. او بلخوا، داعش غرب ته یو سمدسي تهدید نه دی.

نیویارک ټایمز لیکي طالبانو په ډاګه ویلي دي چي هغوی د سیا او امریکايي فوج تر مینځ فرق نه کوي. هغوی وايي چي سیا او امریکايي عسکر باید یو ځای له افغانستانه ووزي.

اخبار لیکي ځیني امریکايي مبصرین وايي چي د دې پلان عملي کول به زیات مشکلات ولري. خو هغوی وايي چي د سیا افغان ملیشاوي په ګرده افغانستان کي فعالیت لري، او مدام خطرناکه ماموریتونه ته استول کېږي.

د سیا د افغان ملیشاوو تاریخ ۲۰۰۱ ته رسېږي، هله سیا د طالبانو د رانسکوره کولو لپاره مختلف جنګسالاران سره راغونډ کړل، او د هغوی څخه يې مخفي جنګي ملیشاوي جوړي کړې. همدااوس دا ملیشاوي د سیا تر مستقیمي قومندې لاندي عمل کوي.

نیویارک ټایمز لیکي طالبان د سیا په حمایت له افغان ملیشاوو څخه کرکه لري، او پر هغوی باندي يې په وردګو او نور ځایونو کي څو مرګانۍ حملې کړي دي. خو ټرمپ د فاکس نیوز سره په یوې تازه مرکې کي ویلي ول چي امریکا به په افغانستان کي خپل استخباراتي ډلي وساتي.

اخبار لیکي عادي افغانان د سیا د ملیشاوو په اړه ښه نظر نه لري، ځکه هغوی پر ملکي کسانو حملې کوي، او د خلګو پر ضد وحشتناکه او غیر انساني تاکتیکونه کاروي. فقط تېره میاشت هغوی د پکتیا په ولایت کي ۱۱ تنه ملکي کسان قتل کړل.

نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کي د سیا پل پیدا کول اسانه کار نه دی، خو د ټرمپ د راتګ راهیسي هغوی په افغانستان کي خپل عملیات لا ډېر کړي دي، او په کابل کي د امریکا د سفارت څنګ ته دفتر لري، او له همدې ځایه د داعش، طالب قومندانانو، حقاني، او نورو پر خلاف عملیات تنیظموي.

اخبار لیکي په افغانستان کي د سیا عملیات د دې ادارې په تاریخ تر ټولو مرګاني عملیات دي. تر اوسه پوري په افغانستان کي ۲۰ تنه د سیا کارکونکي وژل سوي دي.