طلوع نیوز سره د خلیلزاد د مصاحبې غټ ټکي دا دي
طلوع نیوز سره د خلیلزاد د مصاحبې غټ ټکي دا دي:
خلیلزاد وايي چي د موافقې تر امضا کولو راوروسته به امریکا په ۱۳۵ ورځو کي ۵۴۰۰ عسکر له افغانستانه راوباسي. هغه وايي چي په «اصولو» کي موافقه ختمه سوې ده. «خو هغه وخت به نهايي سي چي د امریکا جمهورریس ورسره موافقه وکړي.» موافقه د کاغذ پر مخ خلاصه سوې ده.
له پنځو اډو څخه به امریکايي عسکر ووزي. دا اډې به د افغانستان حکومت ته ور وسپارل سي. دا مسله په امنیتي شرایطو پوري اړه لري. پدې سیمو کي به جنګ راکم سي. په موافقې کي اوربند نسته، خو د تشدد راکم غواړي.
بین الافغاني مذاکرات به ژر شروع سي. افغاني هیات باید همه شمول وي، خو متاسفانه حکومت تر اوسه پوري دا کار نه دی کړی دی. موږ نه پوهېږو چي د حکومت په فهرست کي څوک دي.
نړیوال غواړي پدې برخه کي مرسته وکړي. هغوی زیاته علاقه ښيي. د نورو ملکونو وزیران راته وايي چي موږ حاضر یو چي د خبرو کوربتوب وکړو. مګر ناروې پدې برخه کي تجربه لري، او موږ ناروې ته ترجیح ورکوو.
په موافقت لیک کي د «امارت» نوم یاد سوی دی. خو دا لا تر اوسه معلومه نده چي دا موافقه به د طالبانو سره د امریکا کوم مامور امضا کړي. موږ په زور د امارت د راتګ مخالف یو. زموږ لپاره سره کرښه ده.
خلیلزاد وايي چي د موافقې متن يې اشرف غني، ډاکټر عبدالله، او نورو افغان سیاستوالو ته ور ښکاره کړی دی، خو کاپي يې نه ده ور کړې. دا زموږ او طالبانو تر مینځ موافقه ده.
موږ د طالبانو پر خلاف جنګ و نه ګټی. حتی جنګ لا شدت پیدا کړ.
انتخابات: د امریکا لپاره سوله لومړیتوب لري. موږ د شفافو انتخاباتو په اړه اندېښنې لرو. انتخابات د افغانانو داخلي موضوع ده.
د طالبانو په اړه زما نظر تغییر کړی دی. پخوا، ما دا حدس واهه چي طالبان د یوه خارجي حکومت پیاده عسکر دي. زما دا درک ساده وو. او حقیقت فرق لري. طالبان وطن دوسته خلګ دي. هغوی غواړي چي افغانستان پرمختللی هیواد وي. د نورو هیوادونو سره ښې اړیکي ولري، او متقابل احترام وي. هغوی وايي چي موږ پخواني طالبان نه وي. له تاریخه مو د عبرت درس اخیستی دی.
کېدای سي چي امریکا او طالبان دوستان سي. امریکا کافي تجربه لري چي څرنګه د خپلو پخوانیو مخالفانو سره بېرته دوسته سي. داعش یو مشترک دوښمن دی.
واحد فقیري