د موسم بدلون
زه چي اوس هر سهار له خوبه راپاڅم، سمدستي د موسم بدلون احساسوم. ځکه هوا څه سړه سوې ده، او د ونو ځیني پاڼي ژړي او وچي سوي دي. کله چي څوک تر کلکین بهر وګوري، له ونو څخه وچي پاڼي یوه یوه رالوېږي، او په هوا کي نڅېږي. کله نا کله خو په هوا کي څو څرخه وخوري، او لکه د ماشومانو کاغذي طیارې یوې خوا او بلي خوا ته مخه کړي، ښه ډېر وخت په هوا کي ګرځي، خو بالاخره يې د مځکي جاذبه راکش کړي، او د نورو وچو پاڼو سره يې یو ځای کړي. د ژوند پړاو يې پوره سي.
همدااوس چي زه دا څو ټکي لیکم، زما د کور مخته زیاتي وچي پاڼي پرتي دي، او کله چي یو موتر پر سړک باندي تېر سي، هغوی په هوا کړي، او د راتلونکي نژدې مني پیغام مي سترګو ته جګ ودروي.
که څه هم اوس لا هوا ګرمه ده، خو د واشنګټن به ساحه کي هر ځای د مني د راتګ نښي نښانې لیدل کېږي. د مهاجرو مرغانو تګ راتګ ډېر سوی دی. زموږ په چم ګاونډ کي تک تور کارغان ډېر سوي دي. د کاناډا له سړو سیمو څخه ډلي ډلي مرغان زموږ منطقې ته رامهاجر سوي دي. ځني مهاجر مرغان زموږ سره فقط څو ورځي تېروي، او په اصطلاح صرف د څو ورځو مېلمانه وي، بیا ورو ورو همداسي جنوب ته ورشوه کېږي. ځیني خو حتی د مکسیکو تر خلیج ور اوړي، او د جنوبي امریکا ګرمو سیمو او ځنګلونو ته ځانونه رسوي.
د اکثرو مرغانو او نورو حیواناتو بچیان غټ سوي دي. دا تنکي مرغان د اونو په ښاخونو کي لنډ لنډ پروازونه کوي، او خپل وزرونه قوي کوي. د هغوی مشکي لا پخې سوي نه دي، او د ماشوتوب علایم په کښې لېدل کېږي. نري شونډان يې لا ژړ دي، خو بڼکي يې غټي او پخې سوي دي. هغوی لا کله نا کله د خپل مور او پلار څخه د داني او خورک غوښتنه کوي، او د التماس او زاریو پر چم وزورونه ورته رپوي. ماشومانه اکټونه کوي، نارې او چیغي ورته وهي. هغوی لا اوس هم هڅه کوي چي د خپل مور او پلار د محبت تر وزر لاندي ژوند وکړي، خو مور او پلار يې چندان توجه نه ورته کوي، او غواړي چي بچیان يې ځان بسیا سي. په اصطلاح پر خپلو پښو باندي ودرېږي. او خپله ډوډۍ خپله پیدا کړي.
زه چي کله د مرغانو د مور او پلار دې حیاتي تصمیم ته ګورم، دا اخیستنه ترې کوم چي حتی مرغان هم د خود کفايي په اهمیت پوهېږي، او نه غواړي چي بچیان يې لټ او مفت خوره تربیه سي. ځکه هغوی پوهېږي چي که چیري هغوی خیرات خوره اموخته سي، هغوی به هیڅکله هم د خپل کور، ځای، او عزت خاوندان نه سي. تل به د پردیو د لاس اله وي، او ډېر ژر به د کوم ظالم ښکاري د هوس قرباني سي.
زموږ په مالت کي، وحشي توت خلاص سوي دي. وړې او اغزني وني يې تشي توري ولاړي دي. د امریکا وحشي توت لکه زموږ شاتوت غوندي دي. داني يې تکي توري او یا تکي سرې وي. خوند يې تروي وي، او د ویټامین سي ښه او وړیا منبع وي. زه چي کله د قدم وهلو پر مهال په ځنګله کي باندي پېښ سم، خامخا څو داني تر وشکوم، او خورم يې. د دې توتانو بوټي اغزن دي، او توت باید په احتیاط ترې وشکول سي. که چیري بې احتیاطي وسي، واړه او تېره زوزان يې د څو ورځو لپاره د سړي په ګوتو کي بند وي، او واقعا یو دایمي زجر او عذاب وي. البته دا خبره زه له خپلي شخصي تجربې څخه در کوم!
په واشنګټن کي د موسم بدلون حتی په مغازو کي هم مشاهده کېږي. زموږ په منطقه کي په سترو مغازو کي د دوبي کالي لیري سوي، او د ژمي جامې اوډل سوي دي. په هره مغازه کي غټ او پنډ کوټونه، ډبل جاکټونه، او د وارو او یخنيو لپاره اوږدې موزې هر ځای پرتې دي. د هغوی لیدل سمدستي څوک د ژمي په چورت کي اچوي.
د طبیعت او موسم بدلون یو ستر پیغام لري: او هغه دا چي هر څه بدلېږي. هیڅ شی پر یوه حال نه پاته کېږي. پدې جهان کي یو شی چي دایمي دی، هغه بدلون دی.
البته د بینادمانو لپاره د حالاتو بدلون عموما ذهني ناآرامۍ او اندېښنې راولاړوي. ځکه خلګ عموما کوښښ کوي چي اوسنی حالت وساتي. عادي انسانان له بدلون څخه څه ډار او واهمه لري. اصلا اکثره بنیادمان له نااشنا حالته بېرېږي. بدلون ته د شک او تردید په سترګه ګوري.
اوس چي د افغانستان په سیاسي ژوندانه کي د یوه مهم بدلون راتګ حتمي ښکاري، موږ افغانان به د دې ستر سیاسي بدلون سره څرنګه چلن وکړو؟ څرنګه به يې سبمال کړو؟
د طالبانو او امریکایانو تر مینځ رارواني موافقې زیات خلګ اندېښمن کړي دي. نوي سوالونه يې راپورته کړي دي. بېره او اضظراب يې زیات کړی دی. د ماضي لپاره يې یو ډول نا اګاهانه ناسټالجیا راپارولې ده.
بینادمان عموما ګومان کوي چي ماضي تر نن ښه وه. د پخوا طلايي دوران یو ډول آرماني او عاطفي خاصیت لري. هر څوک ګومان کوي چي د هغوی په وخت کي د خلګو تر مینځ دوستي ډېره وه. محبت او مینه زیاته وه. او معیارونه جګ ول.
خو د طبیعت دایمي جریان او بدلون موږ ته دا رازده کوي چي تغییر حتمي دی. د تغییر سره جنګ کول د زمان د تېرېدو مخه نسي نیولای. او د موسم د بدلون مانع نه سي ګرځېدلای.
لنډه دا چي که موږ وغواړو او که و نه غواړو بدلون راتلونکی دی. نو لهذا تر ټولو بهتره چاره به دا وي چي بدلون خپل کړو، او د خپلي ټولني، او وطن په ګټه يې سمبال کړو.
واحد فقیري