سوله او جګړه، خو ولې همزمان؟
مطیع الله سحر
نيږدې څو ورځې وړاندې له طالب استازو سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي نهم پړاو خبرې پای ته ورسولې. په دې ناسته کې له طالب مشرانو سره په دې خبرې وشوې چې هغوی بین الافغاني مذاکراتو او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي، خو هر کله چې له طالبانو سره د افغان سولې لپاره خبرې جریان لري او یا هم چې پای ته ورسېږي دوی یو نه یوه خونړۍ پېښه په افغانستان کې تر سره کوي.
د افغانانو په زړه او ذهن کې همدا پوښتنه ده چې کله وسله وال طالبان د سولې نارې وهي او یا له امریکا سره د سولې مذاکرات کوي، نو بیا ولې د دغو مذاکراتو په پیل او یاپای کې داسې بریدونه ترسره کېږي چې قربانیان یې عام افغانان، ښځې او ماشومان وي؟
دا ځل هم چې نهم پړاو خبرې له طالبانو سره پای ته ورسېدلې او وروسته له هغې ښاغلی خلیلزاد کابل ته راغی، تر څو د د نهم پړاو خبرې له ښاغلي غني سره شریکې کړي. د خلیلزاد په راتګ سره سم طالبانو د کابل په ګرين وېلېج (زرغون کلي) کې درنه چاودنه وکړه چې غږ یې د کابل تر لرو پرتو سیمو ورسېد. او په یاده چادونه کې زیاتره مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې وه. او ان هلته چې کوم نیږدې کورونه ول، هغه هم له مينځه تللي دي. او د دغه برید مسوولیت په خپله طالبانو په غاړه واخيست.
د سولې په اړه د ټولو اجماع موجوده ده، په دې برخه کې نه کومه ستونزه او خنډ موجود دی او نه هم په ښکاره کوم څوک د سولې مخالفت کوي، نو بیا دغه ډول بریدونو او چاودنو ته څه اړتیا ده چې هره ورځ عام افغانان په کې وژل کېږي. ټول غواړي چې افغانستان ته یوه تل پاتې او باعزته سوله راشي. د تاسف ځای خو دادی چې خبرې پر سوله روانې وي او په عمل کې د سولې بر عکس کارونه تر سره کېږي چې دا کارونه سوله له خطر سره مخ کوي او خدای مه کړه د سولې پر ځای جګړې او بدبختۍ ته لا زمینه برابروي.
افغانان نور له جنګ څخه ستړي شوي دي. هر کله چې د سولې خبرې کېږي دوی خوشحاله کېږي چې ګواکې هیواد ته به مو سوله راشي. ځکه چې امریکا او طالبان دواړه د افغان سولې لپاره لګیا دي او خپلې هلې ځلې کوي. خو په اصل کې دواړه لوري پر افغان سولې باندې خپله معامله کوي. که دوی چېرته په واقعیت سره غوښتل چې په افغانستان کې سوله راولي، نو ولې دومره وخت یې ونیوه او لا هم د دوی د مذاکراتو نتیجه نامعلومه ده. که سوله راوستل غواړي نو بیا دا بریدنه څه معنا ورکوي. د دوی له دې کارونو څخه دا جوتېږي چې دوی سوله نه بلکې خپل مقصد پوره کول غواړي.
ولس هر څه څاري او هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د سولې په پلمه د دوی په وطن او برخلیک معامله وکړي، نو په دې خاطر باید د سولې مذاکرات د ولس پر وړاندې ترسره او جزئیات یې له دوی سره شریک شي، له دې مه واره به هر ډول جوړجاړی ولس ته د منلو وړ نه وي.