امارت که جمهوریت؟
محمدبشیر یوسفزوی
د امارت د بې خوندۍ، فقر، سانسور او د خلکو د قیدولو او د دوی د حقونو او ازادیو د سلبولو بدي شیبې او خاطرې لا هم زموږ د هیوادوالو په یاد دي او په دې خاطر به دوی هیڅ وخت هم امارت انتخاب نه کړي.
د امارت په کلونو کې وطن کې انکشاف، زیربنا، د بیان ازادۍ او د خلکو حقونو ته د درناوي ذره څرک هم نه لګېده، په هر واټ ، هره لاره او هره کوڅه کې به وسله وال طالب له قمچینې، لښتې سره او یا هم دُره په لاس ولاړ وو او خلک به یې په دې وهل، ځورول او بندیانول چې ږیره یې ولې لنډه او برېتونه یې اوږده دي، یا یې ولې پاک او سوتره کالي په تن دي.
بشري ازادۍ د وګړو انساني او اسلامي حق دی او باید دغو حقونو ته درناوی وشي، مګر د امارت په وخت کې دا هر څه سلب شوي وو او هیچا د خپل نظر څرګندولو حق نه درلود. د خلکو ژوند او روزګار په بد وضعیت کې قرار درلود. د افغانستان نړیوالې اړیکې یوازې تر پاکستان محدودې وې، حتی په همغو کلونو کې ډېرو کورنیو خپل د کور وسایل او ان اولادونه د پلور لپاره وړاندې کړل، ځکه فقر او بېچارګي زیاته وه، نو ولې باید خلک بیا هغو کلونو ته وروګرځي او یا امارت انتخاب کړي؟
مګر جمهوریت بیا برعکس ټولو بشري او فردي ازادیو ته نه یوازې درناوی لري، بلکې یې دا مکلفیت دی چې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې او د دوی د ازادیو ملاتړ وکړي. د جمهوریت په کلونو کې موږ ولیدل چې افغانستان له هغو تیارو شیبو او ورځو څخه راووت، افغانستان خپلې پخوانۍ اړیکې بېرته له نړۍ سره ټینګې کړې. جمهوریت د ولس خوښې، رایې او نظر ته ارزښت ورکړ او حتی د هیواد زغیم او برخلیک د ولس د همدغې خوښې او رایې په اساس ټاکل کېږي.
جمهوریت کې د خلکو ژوند او روزګار ښه شو، دوی له سانسور بېغمه شول، د کور د وسایلو او اولادونو د پلور مسله ورسره دفعه شوه او افغانستان بېرته خپل حیثیت او مقام ترلاسه کړ او دا مهال د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره دوستانه مناسبات او اقتصادي همکارۍ او راکړې ورکړې لري. د افغانستان عزت او حیثیت په جمهوریت کې خوندي دی او زموږ ټول هیوادوال په ټینګه د جمهوریت غوښتونکي او ملاتړي دي، ځکه جمهوریت د دوی د ملي ګټو او ارزښتونو ساتونکی او پالونکی دی. په همدې اساس د افغانانو همېشنی او یوازینی انتخاب جمهوریت دی.