خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

باعزته او تلپاتې سوله!

محمدبشیر یوسفزوی
سوله الهي امر او د ولس غوښتنه ده، خو ولس باعزته او تلپاتې سوله غواړي. ولس هغه سوله غواړي چې وسلې په کې نسکورې شي. بیا د ټوپک ډز او د بمب درز په کې وانه ورېدل شي. بیا کومه مورکۍ د خپل زړه ټوټې د واټ په سر په تروریستي برید کې له لاسه ورنه کړي.
داسې سوله چې بیا په کې د کومې خور له سره د عزت پړونی ونه لوېږي، هیڅ خور بې خاونده نشي، بې موجبه او بې ګناه وژنې په کې ودرېږي. د وحشت توره کمپله ټوله شي، وېره، وحشت او بې اعتمادي له منځه لاړه شي او ځای یې صمیمیت، ورورلي او خوږلني ونیسي. همدغه باعزته او تلپاتې سوله ده او حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني هم د دغسې سولې د تامین هڅه کوي.
ولسمشر غني ځکه له پیل څخه تر دې مهاله په تلپاتې او باعزته سوله تاکید کوي، البته دا د سولې پر وړاندې قید او شرط نه دی، بلکې دا د سولې د بنسټي کېدو لاره او اړتیا ده او له دې مه واره به یا سوله مهالنۍ وي، یا به د کومې بلې جګړې او ناورین پیلامه وي، نو په دې خاطر چې له سولې سره د تړلو احتمالي خطرونو مخه په بشپړه توګه دفعه شوې وي، نو د ولسمشر غني همېشنی ټينګار په تلپاتې او باعزته سوله دی.
مګر باعزته او تلپاتې سوله د تړلو دروازو تر شا نه ده، د پردیو او بهرنیو په خبرو، ناستو، مذاکرو او جوړجاړي هم نه راځي. باعزته سوله د ولس په منځ کې ده، د ولس په زړونو کې ده، د کونډې مورکۍ په اوښکو کې ده، د شهید د یتیم زوی په نهیلیو کې ده او د مور د زهیر پلار او ورارې مور په دعاګانو او سلګیو کې ده، نو د باعزته او تلپاتې سولې لپاره مهمه داده چې په جنګ کې ښکېلې خواوې وسلې په ځمکه کېږدي او لومړی یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړي، بیا سره کېني په ستونزو او ناخوالو بحث وکړي، تېر په هېر وګڼي مګر د راتلونکي لپاره یو بل ته خپل لاسونه ورکړي، له خپل ځان، ولس او خدای سره دا قول او ژمنه وکړي چې نورې به نو تېرې نادودې نه تکراروي او په یو زړه به د ابادۍ او ښېرازۍ او سوکالۍ لپاره کار او هڅې کوي.
جنګي ډلې باید دا ومني چې د بې ګناه خلکو وژنه نه مېړانه ده او نه کومه لاسته راوړنه، بلکې برعکس خلکو ته ژوند ورکول او هغوی ته د ارام او هوسا ژوند زمینې برابرول هم خیر دی، هم ثواب دی، هم اتلولي او ښېګڼه او هم کمال او لاسته راوړنه ده، نو د خلکو د وژلو پرځای باید د هغوی د ارامۍ او هوساینې لپاره کار وشي. په هیواد کې روانه بدمرغه جګړه او څلوېښتو کالو بحران باید پایته ورسېږي او د پایته رسېدو یوازینۍ لاره یې تلپاتې او باعزته سوله ده.