د ټرمپ فیصلې غني څه مخته ټېله کړ
واحد فقیري
وال سټریټ ژورنال لیکي د طالبانو سره د جمهورریس ټرمپ د خبرو د کېنسلولو فیصلې، اشرف غني ته هغه څه ورکړل چي له ډېره وخته يې هیلمن وو: د سولي پر پروسې باندي کنټرول حاصلول.
وال سټریټ ژورنال د سپټمبر پر ۱۰ لیکي غني اوس فکر کوي چي بالاخره يې اشترینګ په لاس کي ونیو. د غني دا آني کامیابي د ډیفالټ په وجه وسوه. ځکه اوس د موقتي حکومت د جوړېدو مسله رفع سوه، او ټرمپ د غني سره د انتخاباتو په ګټولو کي مرسته وکړه.
امریکايي سیاسي مبصره، اغلې لاریل میلر، وايي،«د غني حکومت د سولي د خبرو د ناکامېدو په خاطر له خوشحالۍ څخه په کالو کي نه ځایېږي.» هغه علاوه کوي خو اوس غني مجبوره دی چي د سیاسي مخالفانو ملاتړ تر لاسه کړي.
وال سټریټ ژورنال لیکي مګر غني د سولي د پروسې د کنټرولولو لپاره هیڅ پرورګرام نه لري. بلخوا، د افغان د جنګ په ډېنامیزم کي هیڅ فرق نه دی راغلی. جنګ یو څرګند بن بست ته رسېدلی دی، او په امریکا کي د جمهوري ریاست انتخابات راروان دي، او ټرمپ کوښښ کوي چي تر انتخاباتو مخکي امریکايي عسکر راوباسي.
اغلې میلر وايي بل بدیل دا دی چي امریکا به خپل عسکر په هر صورت کي راوباسي. په افغانستان کي به داخلي جنګ روان وي، او بالاخره به افغانان بیا یوازي پرېښودل سي.
وال سټريټ ژورنال لیکي که څه هم غني بالاخره پدې وتوانېدی چي ځان د سولي په پروسه کي ورچوخ کړي، خو طالبان اوس هم نه غواړي چي د غني سره خبري وکړي، او غني د امریکا «پیاده» بولي.
نیویارک ټایمز: د ټرمپ تصمیم په غني کي بیا سا پوف کړه
نیویارک ټایمز د سپټمبر پر ۱۰ لیکي څو میاشتي کېدلې چي خپل اشرف غني روحیات له لاسه ورکړي ول، او سیاسي بخت يې د چلنجونو سره مخامخ وو، خو یو ناڅاپه ټرمپ د نجات لاس ور وغزاوه.
پدې څو تېرو میاشتو کي، نه یوازي اشرف غني د سولي له پروسې څخه ګوښه ساتل سوی وو، بلکي داسي ښکارېدله چي په ارګ کي يې وخت ختم سوی وو، او یو موقتي حکومت راتلونکی وو. نیویارک ټایمز لیکي خو د ټرمپ یو ناڅاپه تصمیم د غني بخت را بیداره کړ.
نیویارک ټایمز لیکي خو په افغانستان کي امنیتي شرایط د غني پر خلاف حرکت کوي. او هغه دونه منزوي سوی دی چي اوس صرف د ویډیو له لاري کمپېن کوي. اخبار لیکي د افغانستان انتخابات عموما د ستونزو سره مخامخ وي، که چیري د جمهوري ریاست انتخابات بیا جنجالي سي، دا به ټرمپ دېته وهڅوي چي بیا یوه بله ناببره فیصله وکړي.
نیویارک ټایمز لیکي داسي ښکاري چي اشرف غني او ډاکټر عبدالله به بیا سره مخامخ سي. ډاکټر عبدالله د زیاتو مقتدرو خلګو ملاتړ د ځان سره لري، او دا هغه خلګ دي چي له غني څخه خوابدي سوي دي. اکثریت جهادي مشران د ډاکټر عبدالله حمایت کوي. بلخوا، هغه سیمي چي باید غني ته رایه ورکړي، هغه اکثرا د طالبانو تر کنټرول لاندي دي.