خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د ولسمشر غني لیدلوری

محمدروښان ښاد
ولسمشر غني وایي زما لیدلوری دادی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه، داسې ځواک وي چې ټول افغانان په کې ځانونه وویني، افغانستان شمول وي، په هیواد کې د ثبات او ملي یووالي اساس او پایه وي، د ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د  سرلوړو خلکو د عزت ساتونکي وي، غیر سیاسي وي، غیر حزبي وي، د افغانستان د هرې سیمې، هر کلي، ولسوالۍ او ولایت استازي وي، له اسلامي او ملي روحیې څخه برخمن وي، مسلکي تجربه او پوهه ولري او بالاخره د سیمې د ثبات او د افغانستان د خلکو د روحي ارامي لامل وي.
نوموړي د همدغه لیدلوري په اساس په تېرو پنځو کالو کې کوښښ وکړ چې وسله وال پوځ په دغو معیارونو چې نوموړي یې یادونه وکړه عیار کړي، ځکه هغوی یې کاملا غیر سیاسي کړل او بار بار یې ورته لارښوونه وکړه چې سرتېري باید په وړو سیاستونو او سلیقوي او منطقوي مسایلو کې ځانونه ښکېل نه کړي، ځکه د دوی دنده او مسوولیت چې د هیواد دفاع، د قانون تطبیق او د خلکو د امنیت تامین دی له هر څه لوړه ده او باید یوازې او یوازې خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجه اوسي.
موږ په تېرو پنځو کالو کې ولیدل د ولسمشر غني د همدغو هڅو او سپارښتنو له برکته وسله وال پوځ منسوبین همدغې درجې ته ورسېدل او دوی دا مهال له کوم مشخص، قوم، سمت، ژبې او حزب پورې ځانونه منسوب نه بولي، بلکې دوی ته ټول افغانستان یو دی او د هیواد د هرې لوېشت خاورې د دفاع لپاره مبارزه کوي او قربانۍ ورکوي. دا زموږ د سرتېرو په لیکو کې مثبت بدلون دی.
د ولسمشر غني د همدغو کوښښونو او لیدلوري له برکته د افغانستان خلکو د افغانستان په ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لوی اعتماد کړی، چون د خپل ملي ناموس د ساتنې مسوولیت یې دوی ته سپارلی دی. د دې لوی موخې د تحقق لپاره یې عملا عمده ګامونه اخیستي. زموږ د نوي نسل په توګه د دوی کوښښ، تحصیل او زده کړه چې له سختیو او جنګ څخه راوتلي دي، موږ د دغه ارمان تحقق ته زیات نږدې کوي  او خصوصاً د نجونو وجود زموږ د ویاړ موجب دی.
موږ په صراحت وایوو چې د افغانستان خلک او دولت متجاوز او جنګ غوښتونکي نه دي، موږ د وینې بهونې غوښتونکي نه یوو، موږ نه غواړو څوک کونډه او یتیم شي، چون موږ د کونډتوب او یتیم توب درد له ټولې نړۍ زیات درک کوو، موږ نه غواړو د چا کور وران شي او زموږ کلي او بانډې ورانې شي.
موږ ټول په دې پوهېږو چې جنګ د حل لاره نه ده، په همدې دلیل حکومت او ولسمشر غني مکررا له هغو افغانانو څخه چې غواړي وسله پرځمکه کېږدي غوښتي چې د دوی پر مخ  چې غواړي زموږ د اساسي قانون ارزښتونه  او زموږ د تېرې یوې لسیزې لاسته راوړنې رعایتوي، د سولې او مذاکراتو دروازې پرانیستې دي . له هر دیني عالم، مدني ټولنې او هر قومي متنفذ، له هر ملي تاجر زموږ غوښتنه داده چې د تلپاتې سولې کوښښ وکړو، ځکه سوله یوه ملي پروسه ده.