خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکا په عجله کي ده، خو طالبان بېړه نه لري

اسوشیټډ پریس د سپټمبر پر ۱۲ لیکي طالب مشرانو له امریکا سره د سولي موافقه غوښته، خو ځیني يې تر نورو زیات په عجله کي ول. دغه راز، امریکا ته د تګ په اړه هم د طالب مشرانو په منیځ کي د نظر اختلاف موجود وو.

اسوشیټډ پریس لیکي د کوټي شورا هغه طالب مرکچیان توبیخ کړل چي د کمپ ډېویډ د تګ لپاره يې شوق او تلوسه لرله. سهېل شاهین وايي چي خلیلزاد د اګسټ په آخر کي هغوی کمپ ډېویډ ته دعوت کړل. طالبانو دا بلنه ومنله، خو امریکایانو ته يې وویل چي موافقه اول باید په قطر کي اعلام سي. هغوی دغه راز غوښتل چي د موافقې د اعلام په مراسمو کي د روسیې، چین،‌ پاکستان، او نورو هیوادونو خارجه وزیران د شاهدان په حیث ګډون وکړي.

امریکايي سیاسي مبصر،‌ مایکل کوګلمېن وايي چي د حیرانتیا خبره دا ده چي دا مذاکرات د طالبانو د پوره مشرتابه حمایت لاره.«عالي رتبه طالب چارواکو نه یوازي دا خبري تایید کړې، بلکي هغوی يې مشري کوله.»

کوګلمېن علاوه کوي چي واشنګټن د طالبانو د وېشلو په برخه کي ستونزه لري.«ښايي په طالبانو کي کوم درز موجود وي، خو هغوی د مذاکراتو په جریان کي خپله متحده جبهه ساتلې وه. خو د افغان حکومت او حتی د ټرمپ اداره داسي نه وه.»

اسوشيټیډ پریس لیکي ملا عبدالغني برادر د سولي طرفداره دی،‌ او حتی په ۲۰۱۰ کي يې د افغان حکومت سره د سولي چېنل خلاص کړی وو. خو کله چي امریکايي استخبارات (سیا) او پاکستان په خبر سول، سمدستي يې توقیف کړ، او اته کاله بند يې کاټ کړ. حامد کرزي اسوشیټډ پریس ته وویل چي هغه دوه ځله له امریکا او پاکستان څخه د ملا برادر د آزادېدو مطالبه وکړه،‌ خو هغوی رد کړه.‌

د امریکا د سولي د انسټیټوټ غړی، ښاغلی انډرو والډر، وايي که چیري د سولي مذاکرات بېرته ژر شروع نه سي، د خلیلزاد ټول کوښښونه به عبث سي، او د افغان د سولي په اړه به سیمه ایزه اجماع هم ړنګه سي. هغه وايي که چیري پاکستان دا احساس وکړي چي امریکا به بل کال په بېړه له افغانستانه ووځي، پاکستان به د طالبانو سره خپل نیابتي حمایت لا پراخ کړي.

اسوشیټډ پریس لیکي طالبان او امریکا اوس هم په تماس کي دي. سهیل شاهین وايي،«موږ له امریکايانو سره تماس نیولی دی، او هغوی زموږ سره په تماس کي دي. موږ له هغوی څخه د ټرمپ د فیصلې په باره کي رسمي توضیحات غوښتي دي. موږ د هغوی جواب ته منتظر یو.»

اسوشیټډ پریس لیکي ټرمپ اوس هم له افغانستانه د خپلو عسکرو وتل غواړي. هغه نه غواړي چي امریکا په افغانستان کي د پولیسو وظیفه اجرا کړي. ټرمپ وايي چي د افغان حکومت باید خپل امنیت په خپله وساتي.

مایکل کوګلمېن وايي،«آلان طالبان په ښه موقف کي دي. هغوی به په آیند کي هم د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه د موافقې طرفداره وي. خو د امریکا برخلاف، هغوی عجله نه لري.»

واحد فقیري