جمهوریت ګټیالی شو
محمدبشیر یوسفزوی
جمهوریت چې د خلکو ټولې ازادۍ او حقونه تضمینوي، په دې خاطر د ولسمشر غني په ګډون د ټولنې غوڅ اکثریت یې کلکه ننګه وکړه او دوی وویل چې موږ د جمهوریت غوښتونکي یوو. د دې غوڅ ملاتړ بل دلیل دادی چې د امارت د کلونو ترخې خاطرې لا هم د خلکو نه دي هېرې نو په دې خاطر به هیڅ قېمت دوی د امارت منلو وته چمتو نه دي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د جمهوریت دفاع او د امارت نه منلو ته چمتو دي.
د حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسیونو چې د ټاکنو پر ځای د سولې د لومړیتوب خبرې کولې او ټینګار یې په دې وو چې ټاکنې دې لغوه او سولې ته دې کار وشي، دا په دې مانا نه وو چې دوی له زړه څخه سولې ته ژمن وو او یا هم سوله غواړي، بلکې دوی غوښتل چې په دې ډول موقت حکومت او یا بل داسې جوړښت ته لاره برابره کړي چې د ونډو په اساس دوی ته هم په کې واک او سهم ورکړل شي، نو په دې خاطر دوی په غیر مستقیم ډول د جمهوریت مخالفت او د امارت ملاتړ کاوه، مګر ولسمشر غني د دوی په ټوله دسیسه لا وار دمخه خبر وو او په ډېر درایت او قوت یې د دوی دغه دسیسه شنډه کړه او په دې ډول جمهوریت ګټیالی شو.
د ولسمشر غني د دغه مقاومت فشار چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ درک کړ، نو په یو ټویټ سره یې د سولې د لسو میاشتو مذاکرات لغوه کړل او په دې کار سره یې دا هم ثابته کړه چې که مذاکرات بین الافغاني نه وي، نو دغومره په اسانۍ هم لغوه کېدلای شي، مګر کله چې بین الافغاني مذاکرات په صداقت پیل شي، نو بیا له حزب اسلامي سره د دولت د مذاکراتو په څېر په ډېره اسانۍ او ښه ډول بریالي کېدای او موثرې او مطلوبې پایلې ته رسېدلای شي.
اوس چې د امارت او موقت حکومت دسیسه شنډه شوه، نو ټول هیوادوال دې په غوڅ اکثریت او پراخ ګډون سره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کار وکړي او هغه دې بریا ته ورسوي، ځکه چې ټاکنې د جمهوریت د بقا او تضمین غوره او اساسي لاره ده. نو افغان ولس ته پکار ده چې ټول ولس راووځي او په ګډه د ولسمشر غني ملاتړ وکړي تر څو په راتلونکو پنځو کالو کې داسې پیاوړی دولت جوړ کړي چې هیڅوک یې هم پر وړاندې د دغسې موقتو حکومتونو او امارتونو د جوړولو دسیسې جوړې نه کړي او دا وګڼي چې جمهوریت په افغانستان کې هیڅ بدیل نه لري.