له افغانستانه د یوه امریکايي مرین عسکر خاطرات
واحد فقیري
ښاغلی تامس ګیبونس-نیف دوه ځله په افغانستان کي عسکري کړې ده. تامس اوس د نیویارک ټایمز خبریال دی. هغه د سپټمبر پر ۱۶ لیکي موږ مرین عسکرو هیڅکله د جنګ د ګټلو او یا بایللو په اړه فکر نه دی کړی، خو موږ صرف غوښتل چي د جنګ میدان ته ولاړ سو. زه په ۲۰۱۰ کي د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کي وم. هله جمهورریس اوباما امر کړی وو چي دیرش زره امریکايي عسکر باید افغانستان ته ولاړ سي.
تامس لیکي کله چي موږ مارجې ته ورسېدلو، مارجه فقط یو کلی وو. شاوخوا د کوکنارو پټي ول، او د بازار په مینځ کي د اوبو یو کانال تېر سوی وو چي امریکایانو څو لسیزه پخوا جوړ کړی وو.
مارجې ته د رسېدو سره سم، موږ په جنګ کي ښکېل سو. د امریکا یوې ډلي عسکرو پر یوه کور باندي د راکټونو فیرونه وکړل، او هلته يې څلور تنه بېګناه کلیوال ووژل. موږ د جبران لپاره د هغه کور پاته کسانو ته څه نغدي پیسې ورکړې.
تامس کاږي واقعیت دا وو چي موږ افغانان نه پېژندل. او په مقابل کي، اکثرو افغانانو زموږ څخه کرکه لرله. ځکه موږ د هغوی کورونه ور خرابول، هغوی مو تصادفا وژل. موږ افغانانو ته ویل چي د کابل د حکومت حمایت او احترام وکړي، حال دا چي افغانانو د کابل د حکومت چندان احترام نه کاوه.
تامس لیکي د افغانستان اردو کاملا بېکاره وه. افغان عسکرو چرس او نور نشيي مواد کارول. موږ له افغان عسکرو څخه ډارېدلو، ځکه ښايي موږ يې په نښه کړي وای. لکه څنګه چي په عام محضر کي موږ جنرالانو ادعا کوله چي افغان عسکر زموږ دوستان دي، خبره هسي نه وه.
ما په مارجه کي خپل څو همسنګره ملګري له لاسه ورکړ. څو تنه زخمیان سول. هغوی تنکي ځوانان ول.
ټامس لیکي زما پلار په ویتنام کي د امریکايي عسکرو افسر وو. زما دواړه نیکه ګان په دوهم نړیوال جنګ کي جنګېدلي ول. په ۲۰۰۱ کي، زه په اتم صنف کي وم چي د سپټمبر د یوولسمي ترورسټي حملې وسوې. ما هله فیصله وکړه چي زه به په اردو کي ځان شامل وم.
تامس لیکي خو اوس زه باید اقرار وکړم چي موږ په مارجه کي ناکامه سو. آلان زموږ نور عسکر دېته منتظر دي چي د افغان جنګ کاملا ختم سي، او په خپلو خاطراتو کي د دې جنګ اختتام ولیکي.
موږ ټول غواړو چي دا جنګ ختم سي، خو موږ په خپل ذهن کي پدې پوهېږو چي ښايي ختم نه سي. ځکه تر هري سولي راوروسته، موږ د جهان یو بل ګوټ ته استول کېږو، او یو بل جنګ شروع کوو.