د وخت ضرب که د ژوند کرب
ليک : خاطر پاڅون
عطایي ملا په پښتو شعر او ادب کښې ځان ته خپل لوستونکي پیدا کړي دي د شعر او ادب پوهه خلګو سترګي یې په ځان پسي پسې کړې دي چې چا هم “د وخت ضرب” لوستی دی تلوسه ورسره پیدا شوې ده سوال یې پورته کړی دی په ځواب پسې ګرځیدلی دی د حسن قدر ورباندې شوی دی مینه ته یې په درانه نظر کتلي دي ۔۔۔
عطایي ملا “د وخت ضرب” کښې ډیر څه رانغښتلي دي ځکه خو په پښتو ادب کښې “د وخت ضرب” د روڼ ستوري غوندې ځلیږي او تر ډیره وخته پورې به بل داسې روڼ ستوری(“د وخت ضرب”) موږ ته په پښتو ادب کښې په سترګو رانه شي ۔۔۔
هغه د عصمت زهیرخبره چې “زه دا نه وایم چې څلور سوه کاله وروسته دې یو څوک د خوشال بابا په څیر راپیدا شي اما د ویلی شم چې پنځوس کاله وروسته دې یو څوک د سیف الرحمن سلیم په څیر پیدا شي”
عصمت زهیر صاب دې خبر وي زه په دعويَ سره ورته وایم چې پښتو ادب ته به تر ډیر وخته پورې د عطایي ملا غوندې څوک په لاس ورنه شي.
د عطایي ملا یو شعر به زه د چا په ګرد دیوان ورنه کړم که چیرې یو شاعر په ټول غزل کښې،په مکمل نظم کښې،په غونډ کتاب کښې،په ګرد دیوان کښې یوه خبره نه شي سره رانغښتی هغه خبره عطایي ملا په یو شعر کښې سره راونغړي دلته به یې د یوه شعر مثال درته راوړم وایي چې
“پښتنې په کتو نه دي”ګرانې! زما ابۍ ویل
“ورور یې ګوره خور یې غواړه”ما دې ورور لیدلی دی
اوس که دغه شعر ته موږ سترګې براندې کړو او ځیر ځیر ورته وګورو نو موږ به په دغه شعر کښې د ګرد پښتون وطن رواج،کلتور او د مینې تصویر پکښې ووینو.
دغه د عطایي ملا کمال دی چې کله د غني په څیر له ځانه رند جوړ کړي شراب ته لیواله شي له ملایانو،زاهدانو باغي شي په خدای سوالونه پورته کړي او کله د رحمن بابا په څیر پوخ مسلمان شي کله د خوشال بابا په څیر قام پرسته شي او کله بیا د اجمل غوندې انقلابي شي کله د حمید بابا په څیر نازک خیاله شي او کله بیا د علي خان په څیر حسن پرسته شي.
زما په اند عطایي ملا د اور ژبي شاعر سلیمان لایق په دې خبره عمل کړی دی چې ۔۔۔
دې تورو تورو غرو ته وغږوه
د خپلې سرې پلسپې سره شعرونه
دغو سړو خاورو ته ننه باسه
لکه د اور غوندې تاوده شعرونه
د عطایي ملا شعر د هغه لوړ(چګ) غره په مثال دی چې سر یې په وریځو کښې پټ دی کتونکی یې د اندازه نه شي لګولی چې دغه لوړ غر به نور څومره لوړتیا لري؟
د عطایي ملا شعر د هغه ژور سمندر په څیر دی چې کتونکی یې دا اندازه نه شي لګولی چې دغه ژور سمندر به نور څومره ژورتیا لري؟
دغه لوړتیا او ژورتیا به کتونکی څنګه معلوموي؟دغې لوړتیا او ژورتیا معلومولو له پاره دې کتونکی “د وخت ضرب که د ژوند کرب” وګوري ۔۔۔
زموږ د وزیر قام خلګ چې د چا په تکل کښې وي او هغه سړی ناڅاپه و ویني نو د خولې یې بې اختیاره ووزي چې “مو په اسمون غوشتې خدای په مځکه روکړې”
همدا ډول موږ “د وخت ضرب که د ژوند کرب” ته داسې یو څوک غوښته چې “د وخت ضرب” سره انصاپ وکړي خو هغه انصاپ کونکی له استاذ کرګر صاب پرته بل څوک کیدلی شي؟
که یوه لوري ته عطایي ملا په “حسن او عشق” غږیدلی دی نو بل لوري ته استاذ کرګر صاب موږ ته “حسن او عشق” په فلسفیانه طریقه راپیژندلي دي ۔۔۔۔
د کتاب په سریزه کښې عصمت زهیر صاب لیکي۔۔۔
“د لیکوال(کرګر صاب) لیک سټایل یې عمیق فلسفي دی چې په یو او دوا ځلې یې لیک ته لویدلی نسو”
خو زموږ غوندې ناپوهه خلګ یې په څلور پینځو واره ویلو باندې هم نه ور لویږي ۔۔۔
زما په اند استاد کرګر صاب دې په ارزانه لهجه کښې لیک اوکړي چې زموږ غوندې خلګ هم پرې پوهه شي ځکه چې په نن سبا وخت کښې روهستان وطن کښې د ګوتو په شمیر کسان درته وښایم چې په کره پښتو پوهه شي ګني نور خو ټول زما په څیر دانشوران دي ما د پښتو داسې لیکوالان هم لیدلي دي چې “ایم فیل” او “پي ایچ ډي” یې کړي دي لس دولس کتابونه یې چاپ ته سپارلي دي خو تر اوسه یې املا ګډه وډه ده په “ې” او په “ی” کښې توپیر نه شي کولی او د داسې لیکوالانو املا زه نه پیژنم چې د اردو املا ده که د عربۍ او که د پښتو؟