خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د نیوکو پرځای همکاري وکړئ

عبدالکریم مرام
په ټولنه کې د یو شمېر کسانو عادت ګرځېدلی چې له نیوکو مه واره یې ګوزاره نه کېږي او یا هم له ډېرې لټۍ یوازې نیوکې کوي. که په کور او کلي کې کېنې، نو اکثره خلک به له ناامنۍ، جرمونو او جنایتونو شکایت کوي، مګر یوازې په نیوکو او شکایتونو د دې ناخوالو مخه نشي نیول کېدلای.
د دې لپاره حتمي او ضروري ده چې هر یو له ځانه سره فکر وکړو چې د جرمونو، جنایتونو او تروریستي بریدونو مخنیوي او د خلکو د ژوند، ارامۍ او هوساینې لپاره څه کولای شو؟ ممکن ځینې نهیلي وي او له ځانه سره دا ووایي چې دولت له دومره امکاناتو سره څه نشي کولای نو زه به په یوازې ځان څه وکړم؟ دا فکر غلط دی، ځکه چې دولت هم ډېر څه کړي او لا هم امنیتي او کشفي ارګانونه لګیا دي هره ورځ ډېر بریدونه خنثی کوي، د ډېرو جرمونو مخه نیول کېږي. ډېر جنایتکار یا وژل کېږي او یا هم ژوندي نیول کېږي.
مګر که دغه شمېر خلک چې کرۍ ورځ یا نیوکې کوي، یا شکایتونه کوي او یا هم نهیلي خپروي، نو دوی خپل ځان فعاله کړي او په دې برخه کې خپل رول ادا او فعاله ونډه واخلي، نو باور دی چې لا ډېر ښه والی به راشي، ځکه چې زموږ امنیتي او کشفي ارګانونه د خلکو او ولس همکارۍ ته سخته اړتیا لري او په همدې خاطر یې ۱۹۱۹ او ۱۰۰۱ شمېرې اعلان کړې دي.
په دې برخه کې د ولسونو همکاري او فعال رول حتمي دی، ځکه چې دوی ممکن هره ورځ ډېر داسې موارد وویني چې په اړه یې امنیتي او کشفي ارګانونو ته خبر ورکول اړین وي، ځکه که په دې برخه کې لټي او بې غوري وشي، نو هم خپل او هم د نورو ژوند ته خطر پېښوو. دا د هر هیوادوال دنده او مکلفیت دی چې په دې برخه کې بې تفاوتي پرېږدي او څه چې ویني او شک یې ورباندې راځي، نو سملاسي دې امنیتي مسوولینو او منسوبینو ته خبر ورکړي تر څو هر څه مدیریت او له پېښېدو دمخه یې مخنیوی وکړي.
که چېرې خلک د نیوکو پرځای همکاري ته مخه کړي، نو هم به یې د خپل هیواد او ولس پر وړاندې غاړې خلاصې وي او خپل مکلفیت به یې ادا کړی وي او هم به یې د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کړې وي او هم به یې د خلکو ژوند له ناوړه پېښو څخه ژغورلی وي.